نړۍ

سعودي عربستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹عمره کوونکي مړه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وری ۱، ۱۳۹۵ ل): مدينه منوره کې د سپارليو موټر چپه کېدو له امله ۱۹ مصري عمره کوونکي مړه شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

عربي رسنيو د سعودي چارواکو له قوله ليکلي چې د مصري عمره کوونکو موټر له مکې مکرمې مدينې منورې ته روان و، چې لاره کې يې موټر چپه شو.

په دغه پېښه کې ۱۹ تنه مړه شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

په مړو او ټپيانو کې ښځې، ماشومان او پاخه عمر لرونکي هم شامل دي.

د مصر بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې د پېښې قربانيان د مصر د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي او د پېښې په اړه رياض کې د مصر سفير سعودي چارواکو سره په اړيکه کې دی.

د مدينې منورې د ترافيکو مدير نواف المحمد وايي، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې پرواهي له امله رامنځته شوې ده.

تېره چهار شنبه هم سويلي اردن کې سعودي پولې ته څېرمه د فلسطيني عمره کوونکو موټر د چپه کېدو له امله څوارلس تنه مړه شوي او ۳۶ نور ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x