نظــر

دطالبانو او ایران د اړیکو په اړه اندېښنې!

 څو ورځې وړاندې کله چې د ایران یو نیمه دولتي خبري آژانس ایران ته د طالبانو د سیاسي دفتر د یو پلاوي د ورتګ خبر خپور کړ، سملاسي په نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو کې د ګڼو غبرګونونو ځوږ را پور ته شو، په ټولیز ډول دغه پېښه ډېری څېړونکو د طالبانو لپاره له سیاسي پلوه یوه لویه لاسته راوړنه، اود کابل ادارې پر مخ یې کلکه څاپېړه وبلله،  خو له دې سره سره نوموړي سفر له ځینو سره ځینې اندېښنې هم را وټوکولې.

  ځینې كسان دغه اړیکې ښې نه بولي، دوی وايي چې ایران په ټولیز ډول له اسلامي سني نړۍ سره او په ځانګړي ډول له افغانانو او بیا په تېره له ايران مېشتو سنیانو سره ناوړه چلن کوي. دوی وايي ایران پر افغانستان د امریکايي یرغل ملاتړ کړی، په اسلامي نړۍ کې د شیعه لږکیو ملاتړ کوي، په افغانستان کې یې کلتوري او عقیدوي یرغل پیل کړی، په تولیز ډول د سنیانو عقایدو ته درناوی نه لري، هغه کوي او دغه کوي…

دلته لومړی باید وویل شي چې ایران د افغانستان یو ګاونډی هېواد دی، داسې چې په هېڅ ډول ترېنه بې پروا پاتې کېدل شونتیا نه لري، او له ګاونډیانو سره اړیکې یوازې د عقېدې او فکر پر بنسټ نه بلکې خپله ګاونډيتوب د دوه اړخیزه اړیکو جوړولو لپاره بنسټيز لامل دی، له همدې کبله د اسلام د مبارک دین د لارښوونو له مخې هغه ګاونډی چې هم خپل وي او هم مسلمان، درې حقونه لري، خپلوي، مسلمانتوب او ګاونډيتوب، او که یوازې مسلمان وي بیا دوه حقونه لري، مسلمانتوب او ګاونډیتوب او که نه خپل وي او نه مسلمان بیا یو حق لري او هغه د ګاونډیتوب حق.

   کوم کسان چې په اسلامي امارت دا نیوکه کوي چې له ایران سره اړیکې جوړوي په داسې حال کې چې ایران هغه کوي او دغه کوي، د دې لپاره دوه ټکي د پام وړ دي:

 لومړی:

له ګاونډیو هېوادونو سره له اړیکو ساتلو په هېڅ ډول خلاصون نشته، نه شرعا او نه عقلا, دا دي مونږ عملا ګورو چې مصر له اسرائیلو سره ګاونډی دی، له مجبوریته دیپلوماتیکي اړیکې ور سره پالي، ځکه بله چاره نه لري، څه وکوي؟ د مصري ولس اوهېواد ځینې ګټې د همدې اړیکو ساتلو او پاللو غوښتنه کوي.

هند او پاکستان چې یو د بل تاریخي دښمنان دي، ټول وخت یو او بل ته په کمین کې ناست وي، مګر بیا هم دیپلوماتيکې اړیکې سره پالي، ځکه چې ګاونډیان دي، یو تر بل پورې یې ځينې ګډې ګټې او چارې تړلې دي.

  ایران چې د افغانستان ګاونډی دی اسلامي امارت بلکې هر حکومت چې راځي مجبور دی د خپل ولس اوهېواد د ګټو لپاره اړیکې ور سره وساتي، هو یوه خبره شته چې د اړیکو پالل جلا خبره ده او له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو نه تېریدل جلا خبره ده، زه فکر نه کوم چې په اړیکو پاللو کې دې څه ستونزه وي، تر څو چې له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې  نه وي، او که چېرې داسې  کېږي هغه خو بیا که له هر چا سره وي د منلو نه ده، اوس اسلامي امارت له ایران سره په اړیک جوړولو او ساتلو کې له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو څخه نه دی تېری شوی، بلکې اوس هم لا پر خپل پخواني دريځ ولاړ دی، د اسلامي امارت تګلاره له پیل نه سوله ایزه وه، له ټولو سره یې د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې ښه چلن کولو اوکوی یې، خو که چا وګواښلو او یا یې یرغل پرې وکړ بیا له خپل ځان نه د دفاع حق لري.

  په ننۍ مصلحت پاله نړۍ کې مصلحتونو او مادي ګټو تر ډېره پورې په هر رنګه اړیکو ګېډه اچولې ده،  له همدې کبله عقیدوي او فکري تړاوونه کم رنګه دي، کوم څه چې اسلامي امت یې تیت پرک کړی، د اسلام د مبارک دین د لارښوونو په رڼا کې مسلمانان باید يوه واكمني او یو واکمن ولري؛ ځکه دا هغه څه دي چې د مسلمانانو یووالی خوندي کوي، مسلمانان یو او بل ته سره ور لنډوي، مګر متاسفانه چې نن ورځ اسلامي امت د داسې ځانپالو او ځان غوښتونکو مشرانو د ځانپالنې او ځان غوښتنې ښکار شوی چې خپلې ګټې یې د اسلامي امت پر ټولیزو ګټو وړاندې کړې دي؛ ځکه د امت په یووالي کې ځان پالنو او ځان غوښتنو ته ځای نشته.   
په اوس وخت کې چې اسلامي امت په ګڼو هېوادونو اوولسونو ویشل شوی باید څه وشي؟ ټول ګورو چې هر حکومت د خپل هېواد او ولس لپاره لګیا دی، اوس ترڅو چې ټول مسلمانان تر یوه واکمنۍ لاندې راځي تر هغه پورې دا د ولسونو اوهېوادونو ستونزې باید څه رنګه هوارې شي؟

 ښکاره خبره ده چې تر څو چې حالات برابرېږي هر څوک شرعا مسولیت لري چې لومړی د خپل کور، خپل کلي خپل ولس او خپل هېواد لپاره کار وکړي، ځکه چې یو خو په بل هېواد او ولس کې تا څوک نه پرېږدي چې کار وکړي، او څوک چې د هغوی لپاره کوي سم یې کولی هم نه شي، ځکه هغه د نوموړي هېواد او ولس په شرایطو او حالاتو سم نه پوهېږي، دوهم دا چې ستا خپل کور وران وي، خپل بچیان دې در بدر وي، خپل ولس دې ټپي ټپي وي، او نه شې کولی چې په یو وخت کې  له خپلو سره یو ځای د نورو غم هم وخورې، نو آیا هم شرعا او هم عقلا لازم نه ده چې لومړی د خپلو غم وخورې؟

  نن ورځ یوه ډله، یوه واکمني، یو هېواد نشي کولی چې په یوازې سر د ټول اسلامي امت ننګه وکړي، او که یې وکړي نو بیا به له نورو نه مخکې خپله د اسلامي هېوادونو له لوري ګوزار پرې کېږي، ددې پر ځای چې یو اسلامي هېواد د پردیو په وړاندې د بل اسلامي هېواد تر څنګ ودرېږي، او یا کم ترکمه پردیو ته ووايي چې ظلم او ناروا مه کوئ، او يا لږ تر لږه بې پرې پاتې شي! دا یو هم نه کوي بلکې بر عكس د خپلو ځانګړو ګټو لپاره د پردي تر څنګ ودرېږي، د پردیو چوپړ د ځان لپاره ویاړ بولي! د خپلې عقېدي وروڼه پرې ځپي! کوم څه چې ټولې نړۍ په دغه لنډ وخت کې ولیدل! د ټولې اسلامي نړۍ واکمنان د دې پر ځای چې د افغان مسلمان ولس تر څنګ ودرېږي د یرغلګرو تر څنګ ودرېدل، د هغوی چوپړ یې د ځان لپاره ویاړ وګڼلو!
 
هغه هېوادونه چې واکمنان یې ځانونه د اسلام ټيکه دران او د مسلمانانو د برخلیک ټاكلو واکداران بولي، آیا هغوی له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې دي؟ په داسې حال کې چې د ایران ددښمنۍ نارو سورو یې ټوله نړۍ په سر اخیستې ده، او ایران يې ګاونډی هم نه دی چې په اړیکو پرېکولو یې ګټې له جدي ستونزو سره مخ شي، او یا کوم لوی سرخوږی ورته جو کړي! دا خبره مې ځکه وکړه چې تر ډېره پورې د اسلامي امارت او ایران اړیکو جوړولو ته تر بل هر چا همدغه رنګه خلک د یو ګواښ په سترګه ګوري! دغه رنګه خلک د خپل ولس او خپل هېواد د ګټو لپاره هر رنګه عقیدوي او فکري بنسټونه تر پښو لاندې کوي، په همدغه هېوادونو کې د ایران سفارتونه شتون لري، او ددوی سفارتونه په ایران کې شته، همدا اوس هم دیپلوماتیکې اړیکې ور سره لري، په حقیقت کې له ایران سره ددوی د تربګنۍ بنسټ عقیده او فکر نه بلکې خپلې ګټې او مصلحتونه دي، که څه عقیدوي ستونزې ور سره ولري هم دومره ځواکمنې نه دي او نه دوی غواړي چې خپلې ګټې ترېنه ځار کړي.

 هغه هېوادونه او ډلې چې له ایران سره تربګني لري، هغوی غواړي دغه تربګني د خپلو ولسونو په مټ نه بلکې د افغانانو په مټ پر مخ بوزي، د افغانانو په خاوره او کور کې له ایران سره د سړې او یا تودې جګړې اورونه بل کړي، خپله ښه اړیکې ور سره ساتي او افغانانو ته وايي چې دا خو شیعه ګان دي، دا خو د سنیانو په اړه دا ډول او هغه ډول فکر لري ځکه یې باید مخه ونیول شي، سمه ده که یې په ريښتیا مخه نیسې راځه لومړی ته په خپل هېواد کې د ایران سفارت وتړه! سفیر یې وشړه! خپل سفارت دې هلته وتړه او سفیر دې را وغواړه! تر څو مونږ پوه شو چې ته په رښتیا له ایران سره دښمني پالې! او که ته د خپلو ګټو لپاره اړیکې ور سره ساتې او ما ته وايي چې شیعه ګان کافر دي؟ دا نو سلیم عقل نه در سره مني!

  او بيا همدغه خلک په خپلو هېوادونو کې له خپلو نه پرته نور مسلمانان له کفارو سره په یو کتار کې دروي، هغه مسلمان چې ددوی هېوادوال نه وي هغه او کافر دواړو ته اجنبي وايي، بلکې له مسلمان نه د کفار زیات درناوی کوي، مسلمانو غریبو مزدورانو ته د مرییونو په سترګه ګوري، د مرییونو چلن ور سره کوي، خو کافر ته بیا سلامي کوي! دا هر څه ددې لپاره چې مسلمان غریب دی، بې وسه دی، بې کسه دی، له الله جل جلاله پر ایمان لرلو پرته بل څه نه لري ځکه خو دوی کوم ارزښت نه ورکوي، او کافر چې بډای دی، ډالر لري، وس لري، ځواک لري، دوی ورته اړ دي ځکه د هغه درناوی کوي!

دوهم: آيا د ټول اسلامي امت غم خوړل يوازې د افغان ولس او اسلامي امارت پر غاړه دي؟ آیا کوم شرعي او یا عقلي دلیل شته چې وښيي يوازې افغان ولس او اسلامي امارت د ټول اسلامي امت د ژغورلو دنده پر غاړه لري؟

داسمه ده چې باید اسلامي امت یوه واکمني ولري مګر دغه دنده یوازې د افغان ولس او اسلامي امارت نه ده، بلکې په ټوله کې د ګرد اسلامي امت او په ځانګړي ډول جلا جلا دهر ولس دنده ده، هر ولس باید ددغه دندې دمسولیت احساس وکړي، د همدې لپاره کار وکړي تر څو په ګډه سره د اسلامي امت لپاره د یووالي زمینه برابره شي، دا خبره نه یوازې چې شرعي دلیل لري بلکې عقل هم همدا غوښتنه کوي، ځکه که هر څوک په خپل خپل هېواد کې د اسلامي امت د یووالي لپاره د خپل هېواد او ولس له شرایطو او حالاتو سره سم په فعالیت پیل وکړي زه په پوره باور سره ویلی شم چې اسلامي امت به د یووالي په لوري خامخا درومي.

  ځیني کسان وايي چې هر چاته د افغانانو په څېر د كار چاپیریال نه دی برابر؟ بالکل سمه خبره ده، په باور سره درته وایم چې که هر څوک هغه څه وکړي چې په وس یې پوره وي خامخا به ښه پایله ولري، دا ضرور نه ده چې ټول دې وسلې ته لاس کړي، ګڼ ډګرونه دي، سیاسي ډګر، اقتصادي ډګر، رسنیز ډګر، ښوونیز ډګر… هر څوک باید له خپل وس سره سم هغه څه وکړي چې کولی یې شي، ستونزه دلته ده چې څوک دې ټکي ته پاملرنه نه کوي، فکر کوي چې هر څه باید په وسله وشي، هر څه په وسله نه کېږي.

 مونږ ولیدل او نن هم ګورو چې افغان ولس او اسلامي امارت د نړۍ له ستر ښامار سره لاس او ګریوان شو، او یرغل هم خونړي ښامار وکړ مګر تر ننه پورې یو هېواد هم په ښکاره د اسلامي امارت نه سیاسي ملاتړ کړی، نه یې اقتصادي ملاتړ کړی نه یې مطبوعاتي ملاتړ کړی، تر ننه پورې د اسلامي هېوادونو په رسنيو کې د اسلامي امارت سرښندونکو مجاهدینو ته انتحاریان ویل کېږي! او تر بل هر چا همدغه واکمنان او هېوادونه ښه پوهېږي چې امریکې پر افغان ولس یرغل کړی، افغانستان یې اشغال کړی افغان ولس یې په وړاندې بر حق جهاد کوي، مګر بیا هم د امریکې له ډاره او يا دخپلو ګټو لپاره نه یوازې دا چې د حق خبره نشي کولی بلکې د حق پر خلاف له باطل سره ملګرتیا کوي!

  یو ځل له ځینو ملګرو سره ناست وم، یو ملګري وویل چې افغانان ډېره تکړه خلک دي، امریکه یې په ګونډو کړه، دوی دې جهاد کوي مونږ به یې ملاتړ کوو، په دې سره به آخر اسلامي خلافت را منځ ته شي!

  ما ورته وویل بښنه غواړم، ما ته د اسلام د مبارک دین د لارښوونو په رڼا کې، د اسبابو په نړۍ کې، او اوسنيو ځمکنیو واقعيتونو ته په كتو سره دا ډول فکر کول سم نه برېښي،  تاسو د افغانانو ملاتړ مه کوئ، په خپل هېواد کې په خپل ولس کې کار پیل کړئ، هر څوک دې همداسې وکړي په دې توګه به له ټول اسلامي امت سره د را ژوندي کېدو هیله پیدا شي، ټول امت به په خوځښت راشي،  په یوه خوله او يو آواز به د خپل حق غوښتنه وکړي، چې بیا یې هېڅوک مخه نه شي نیولی! په دې اړه باید هر څوک د مسولیت احساس وکړي، که ټول ولسونه، هېوادونه او ډلې همداسې وکړي نو یقینا چې اسلامي امت به له دغه اوږده او درانده خوب نه خامخا را ویښېږي، او دا چې دغه لوی، پراخه او دروند مسولیت چې د ټولو مسلمانانو ګډ مسولیت دی یوازې یو هېواد، یا یو ولس او یا يوې واکمنۍ ته ور په غاړه کړو،  او نور یې سیل کوو، هسې کله کله په توره شپه کې پټه مرسته او يا یې پټ ملاتړ وكړو فکر نه کوم چې په دې توګه دې ستونزې له منځه لاړې شي، ځکه په دې سره نور مسلمانان داسې ګومان کوي چې د مسلمانانو د یووالي لپاره سرښندل یوازې د همدغه یو ولس کار دی، او په دې توګه به دا یو ولس ښه وټکول شي لکه نن یې چې ګورو او نور به همداسې ویده پاتې وي، او دا هغه څه دي چې دښمن یې غواړي.

  راځم اوس ودېته چې كه  فرض کړو چې اسلامي امارت باید له ایران سره اړیکې جوړې نه کړي، نو څه وکړي؟ له یوې خوا خو دا دی له امریکې او ملګرو سره یې دا یوولس کاله اخته دی په یوازې سر ډغرې ور سره وهي، بل پلو ته له ایران سره د جګړې اور بل کړي؟ که داسې وي بیا یوازې له ایران سره نه بلکې له ټولو اسلامي هېوادونو سره بايد د جګړې اور بل کړي، ځکه هر اسلامي هېواد په یو ډول نه په یو ډول د امریکې ملاتړ کړی، چا اډې ور کړې دي، څوک تېل ورکوي، څوک لارې ورکوي، څوک پو ځیان ور کوي، څوک پیسې ور کوي، څوک د اسلامي امارت مجاهدین ورته ونیسي او ور سپاري یې، څوک یې په خپلو زندانونو کې یوازې ددې لپاره ساتي چې امریکې او د امریکې ګټو ته ځان ريښتینی او ژمن  وښيي، په داسې حال کې چې امریکه پرې خبره هم نه وي…

  متاسفانه چې دا هر څه په نره کوي! په ډاګه یې کوي! په رڼا ورځ یې کوي، په ویاړ سره یې کوي! ایران که پټ هر څه کړي په ښکاره یې نه امریکې ته لار ور کړې، نه یې پیسې ور کړې، نه یې اډې ور کړې، نه یې تیل ور کړي، نه یې کوم مجاهد نیولی چې امریکې ته یې وسپاري، او نه یې په خپلو زندانو کې د امریکې د خوشحالولو لپاره مجاهدین ساتلي دي!

دا په دې معنی نه ده چې ایران سپین باز دی، نه، ایران هم د ډېرو نورو اسلامي هېوادونو په څېر اسلامي امت ته ستونزې پیدا کړې دي، او لا لګیا دی، او له ایران نه ډېره ګیله ځکه نه ده په کار چې هغه د عقېدې له مخې دا کار کوي، همدا یې کار دی، او په دې کې د خپلې دنیا سرلوړي او د آخرت نیکبختي لټوي! ته چې ځان سني بولي، له ایران نه ځان ښه بولې، تا څه کړي؟ ته ولې داسې کوې؟ آیا ته هم په دې کار کې د خپلې دنیا او آخرت سرلوړي او نیکبختي لټوې؟ که داسې وي بیا نو ستا او د ایران هېڅ توپیر نشته، بلکې ته له هغه نه ډېر خطرناک یې!

 په هر حال اوس خبره دا ده چې په داسې یو حالت کې د عقل او شریعت غوښتنه څه ده چې باید څه وشي؟ له ټولو سره دجګړې اعلان وشي؟ که له ځینو سره وشي او له ځینو نورو سره ونه شي؟ نو بیا له چا سره وشي او له چا سره ونه شي؟

  بله مهمه خبره دا چې که له ایران سره بلکې له هر ګاونډي سره ښې اړیکې جوړې شي کېدای شي که ټولې نه وي نو ځينې ستونزې خو د تفاهم او خبرو اترو له لارې ور سره هوارې شي، په داسې حال کې چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره جګړه نه یوازې چې یو څه ستونزې نشي هوارولی بلکې ګڼې نورې پنځوي.

  اسلامي امارت په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د پېښې ایښېدو ځای نه لري، څوک یې په خپل هېواد کې نه پرېږدي، اسلامي هېوادونه یې نه پرېږدي، يا یې وژني، یا یې په زندانو کې اچوي او یا یې پر امریکایانو خرڅوي! غير اسلامي هېوادونه خو لا څه کوې! نو په داسې وخت کې تر هر څه د مخه آيا هم له شرعي او هم له عقلي اړخ نه لازم او ضرور نه ده چې لومړی خپل هېواد جوړ کړي؟ لومړی د خپل ولس ستونزې هوارې کړي؟ او بیا وروسته چې کله په پښو ودرېد له حالاتو سره سم د ستونزو د هوارولو لپاره له نورې اسلامي نړۍ سره په ګډه داسلامي امت د یووالي لپاره وړ ګامونه پورته کړي؟

  ځينې کسان ګومان کوي چې ایران ځکه له طالبانو سره اړیکو جوړولو ته زړه ښه کړی تر څو له دې لارې د سوريې لوبه وګټي، ددوی په ګومان ایران امریکې ته ښودل غواړي چې که ته په سوریه کې د پاڅونوالو ملاتړ کوې نو زه بیا په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوم! دا ګومان ځکه بې بنسټه دی چې د طالبانو او ایران اړیکې د سوریې له کړکېچ نه مخکې پیل شوې دي،  چې دا دي ایله اوس رسنیو ته راووتې.  

توریالی هېواد وال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x