شعـــــرونه

محمده ! صلى الله عليه وسلم

محمده ستانامه مي په خوله راشي
مطمئين شم کلمه مي په خوله راشي

خيال کي ګرزم چي دي څنګه صفت وکړم
صدقه دي شم هغه مي په خوله راشي

دخپلوي آسان شرطونه چي دي لولم
ښه اخلاق لومونځ او روژه مي په خوله راشي

ستا په پله دقرباني انجام ته ځير شم
دکوثرخوږه چينه مي په خوله راشي

بدبختي او شيطان لري رانه ګرزي
چي درود وايمه توبه مي په خوله راشي

چي دبدر دبري قيصې دي واورم
دتکبير لوړه ناره مي په خوله راشي

زما الهام دزړه تکسکين ده ستا ستاينه
کاشکي کاشکي همېشه مي په خوله راشي

2013/06/10

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x