ادبي لیکني

غریب – لنډه کیسه

خوشال درانی

د کوچني ماشوم دواړه لاسونه تړل شوي وو او سر ته یې توره خلته وراغوستل شوې وه؛ خو په ځای کې په ډېر غرور ناست و. د نورو پوځیانو په غوسه یې هېڅ پروا نه وه.

یو پوځي له ځایه راپورته شو او ماشوم یې په لغته وواهه. له لغتې سره سم کوچنی له څوکۍ پرېوته، خو له خولې اه هم ونه وت.

پوځي بېرته کېناست.

په څرخکي څوکۍ کې تاو شو. له ځان سره بنګیده. موږ ماتې وخوړه؟

مېز ته یې یو سوک ورحواله کړ. اوس زموږ پر وړاندې دومره کوچني ماشومان هم جنګیږي؟ یو پوځي یې راوواژه!

خونه کې بد حال جوړ و. دا لومړی ځل و، چې یو کوچنی دوی په جنګ کې ژوندی نیسي. هغه ماشوم یې لاسته ورغلی و، چې یو پوځي یې ور وژلی و.

له سره یې توره خلته ورکش کړه. ولې دې وواژه؟

ژباړن یې ژر ـ ژر یې خبرې وژباړلې. دی وايي ولې دې زموږ پوځي وواژه؟

ماشوم ساه واخېسته. دوی ولې زموږ کلی بمبار کړ؟

ژباړن یې خبرې ماتې ګوډې وژباړلې. دی وايي زموږ کلی مو ولې بمبار کړ؟

امریکايي پوځي وویل: هلته زموږ دښمنان وو او موږ بمبار کړ.

۱۴کلن زلمي زولنو ته زور ورکړ او دواړه لاسونه یې پر مېز کېښودل. هلته د تاسې دښمنان وو، نو ځکه مو بمبار کړ؛ خو زموږ په کلي کې تاسو ټول ماشومان او ښځې شهیدانې کړې. زموږ په کلي کې اوس له ما پورته د لوړ عمر څوک نه و، نو یو دښمن مو پیدا کړ؟

ژباړن د زلمکي خبرې پوره نه وې ژباړلې، چې پوځي په غوسه شو. زه له تا پوښتنه کوم او ته څوک یې چې له ما پوښتنه کوې؟ زموږ چې زړه څه وغواړي هماغه کوو، بیا داسې کم عقله پوښتنه ونه کړې!

زه له تا پوښتنه کوم، ولې دې زموږ پوځي په چاړه وواهه او مړ دې کړ؟

ــ پیسې نه وې، ځکه مې په چاړه وواهه.

محقق له غوسې تک سور واوښت. پیسې زموږ د پوځي وهلو پورې څه اړه لري؟

ــ زموږ کلی مو ټول بمبار کړ. ټوله کورنۍ مې ووژل شوه. یو زوړ ټوپک مو و، هغه هم د خاور لاندې شوی و. یوه چاړه راپاتې وه، په هغه مې یو عسکر مردار کړ، که مې پیسې لرلی، نو سم ټوپک به مې پرې اخېستی و او ډېر ملګري به مې دروژلی وای، یو چاړه وه او هغې هم سم کار وکړ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x