شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

بس همدا زما د نوي (۱۳۹۵ لمریز) کال لمانځنه او مبارکي ده.

جانان خدرخېل

نوی کاله په خیر راغلې، نوی کاله بختور شې
نوی کاله پسرلی شې، نوی کاله لوی اختر شې

نوی کاله د خوښیو، خنداګانو پیلامه شې
نوی کاله له غمونو، ژړاګانو ناخبر شې

نوی کاله د بې وروره او د ورارې خور ټیکری شې
نوی کاله دبې وزله مسافر لالي څادر شې

نوی کاله د وژنو او ویرونو تیاره مشې
نوی کاله ته د فتحې، آزادۍ او سولې لمر شې

نوی کاله د افغان ولس دردونو ته دوا شې
نوی کاله ته دوزخ او هم محشر په ستمګر شې

نوی کاله اختتام د بلواکۍ دتروږمۍ شې
نوی کاله افتتاح د خپلواکۍ د سپین سحر شې

نوی کاله نوی کاله د لیدلي خوب تعبیر شې
نوی کاله “خدرخېل” ته د رحمت، راحت ثمر شې

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
څاروان

السلام علیکم ….
کیدای شي چې له نن ټکي اسیا نه زما شعرونه پر لیکه شي؟

عبد الله

وعلیکم السلام.
هو کیدای سی، پر ایمیل یی را ولیږئ.
nunn.asia@gmail.com

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x