نړۍ

دپاکستان د بنسټګرمحمدعلی جناح مېشت ځای په توغندیو وویشتل شو

qqqq

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تیره شپه د پاکستان د تهداب ایښودونکي “قاید اعظم” په میشت ځای (قاید اعظم ریزیډينسي) ۳ توغندي وویشتل شول.

راپورونه وايي چې له برید وروسته په میشت ځای کې اور ولګید، او په څلورو ساعتو کې ئې د قاید اعظم تاریخي میشت ځای په بشپړه توګه له مینځه یووړ.

په سیمه کې د پولیسو مشر ندیم طاهر رسنیو ته ویلي چې نن سهار وختي د “زیارت” په سیمه کې د قاید اعظم په تاریخي میشت ځای ۳ توغندي ولګیدل، په نتیجه یو پولیس ووژل شو، او دغه تاریخي دوه پوړیزه ودانۍ، چې له لرګیو رغول شوې وه، په بشپړه توګه له منځه ولاړه. په پیښه کې شاوخوا ګڼې نورې ودانۍ هم زیانمنې شوي.

د چارواکو په اند داسې ښکاري چې توغندي له نږدې غرونو څخه توغول شوي وي.

په یاده ودانۍ کې د قاید اعظم د استعمال توکي لکه، څوکۍ، کټ، او تاریخي انځورونه ټول د اور خوراک شوي.

د قاید اعظم ریزیډینسي ودانۍ د بلوچستان د زیارت تنګي په یوه ښکلې سیمه کې واقع ده، زیارت د کویټې څخه ۱۲۲ کیلو مټره لیرې پروت دی.

دا ودانۍ د ۱۸۹۲م په اوایلو کې له لرګیو څخه رغول شوې وه. هغه مهال به د بریتانیا حکومت لوړپوړي چارواکي د زیارت تنګي ته راتلل او په همدې ودانۍ کې به اوسیدل. د بلوچستان پولیټیکل ایجنټ به هم د ګرمۍ په موسم کې له دې ودانۍ څخه خپلې حکومتې چارې سنبالولې.

دا ودانۍ ۸ خونې لري، او دواړو خواوو ته ئې په مجموعي ډول ۲۸ دروزاې جوړې شوي.

ددې ودانۍ تاریخي ارزښت هغه مهال زیات شو چې په ۱۹۴۸م کې د پاکستان له رامینځ ته کیدلو څخه وروسته د جولای په لومړۍ نیټه د پاکستان بنسټ ایښودونکی قاید اعظم محمد علي جناح د ناروغۍ له امله دې ودانۍ ته راغی، او د خپل ژوند په اخیري دوه میاشتو کې لس ورځې په دې ودانۍ کې واوسید.

د قاید اعظم له مړینې وروسته دا ودانۍ د قاید اعظم په میشت ځای یاده شوه، او د ملي موزیم برخه وګرځول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x