ادبي لیکني

راشه زمونږ کلي ته!

ابو يوسف معصومي

راشه زمونږ کلي ته !
زه به دي بوځمه دکلي يتيمانو کره
چي شپه او ورځ د دروازي لاري په سترګو څاري
دخپلي ځواني کونډي مور غيږه کي
راتګ دپلار ته انتظار باسي.
پلار يي راځي؟
تا نه تپوس کوي يتيمي سترګي.
تاته دهغو ماشومانو سري خوږي سترګي الهام درکوي
که چيري سترګي دي ړندي نه وي او ويي ويني.
هلته زموږ کلي کي
ته به دجنګ په رښتياني معني ښه وپوهيږي.
راشه زمونږ کلي ته!
زه به دي بوځم دسپين سري نړيدلي کور ته
چي يوه ورځ يي ديوالونه او بامونه جوړ وو
او بليدله هره شپه يي دخوښيو نغري.
هغه بوډي به دلمسو او دخپل ځوي په خنداګانو يادوله دځواني وختونه .
هغي دځوي او دلمسيانو له خنداوو سره
لاس به يي يوړله ګريوانه او شکرونه ايستل.
نن هغه کور هغسي نه دي لکه څنګه چي وو
اوس يوه تشه کنډواله ده اوبس
له هغه کور نه ټول مړه شوي د جنګونو په اور
يوازي پاته ده سپين سري بوډي
تل ويني ژاړي او دهغو نړيدلو ديوالونو زيارتونه کوي.
ته به بي کسي او زړي بوډي ته څه ووايي؟
دزړي ښځي جنګ وهلي احساس
ستا په احساس به څه اغيزه وکړي ؟
ته ووايه.
راشه زمونږ کلي ته!
زه به دي بوځمه غونډي دشهيدانو ته دخپل دکلي
هلته په خپلو سترګو وګوره چي رپي بيرغونه پر قبرونو باندي
دبيرغونو د رپا غږونه،
اوروي زموږ دکليوالو دغرور ترانی.
ته به دهغو سپبنو رپاندو بيرغونو نه چي نه يي شي شميرلي په دي وپوهيږي،
چي دلته څوک دي دجګړو مينان!!
او راشه زمونږ کلی ته…..!!!!!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x