ورزش

نړیوال جام: افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو زړونه يې وګټل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): افغانستان کرکيټ لوبډلې د نړیوال جام په دوهمه سیالۍ کې جنوبي افریقا ته د یوې سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.

د دوهمې لوبې بایللو سره په نړیوال جام کې د افغانستان پاتې کېدو چانس نېږدې په ختمیدو شو. خو څه ډول چې افغانستان له سري لنکا سره د مارچ په ۱۷مه او نن له جنوبي افریقا سره لوبې وکړلې، هغه څه چې دوی يې د تر لاسه کولو په هڅه کې وو، ترلاسه یې کړل.

جنوبي افریقا د ممبۍ په لوبغالي کې افغانستان ته ۲۱۰ ستر هدف وټاکه. خو افغانستان دغه هدف داسې ونه ګڼلو چې ګواکې د پوره کېدو وړ نه دی. په لومړنیو لسو اورونو کې یې د منډو اوسط تر ۱۰ پورته و او داسې برېښیدله چې که لوبغاړي پر میدان ودریږي، جنوبي افریقا ته به منډې پوره کړي.

افغانستان هغه ډول وروستي اورونه ونه لوبول څه ډول چې جنوبي افریقا ولوبول. ډی ویلیرز په یوه اور کې له راشدخان ۲۹ او دولت ځدران ۲۰ منډې واخېستلې او د همدغو دوه اورونو له کبله منډې ډیرې لوړې ولاړې.

جنوبي افریقا د دوهمې درجې لوبډلې لپاره ستر هدف وټاکه. خو لکه د افغان لوبغاړو په اړه مشهوره ده چې دوی همېشه په لوبډلو یرغل کوي، هماغسې یې یرغلیز لوبه پیل کړه. شهزاد په ۲ اورونو کې ۳۳ او ۳ اورونو کې ۴۷ منډې پیل کړې. د جنوبي افریقا لوبډلمشر تر لوبې وروسته ویل چې د شهزاد توپ وهنې دوی وارخطا کړي وو.

شهزاد په ۱۹ بالونو ۴۴ تېزې منډې جوړې کړې، د نوموړي له سوځېدو وروسته اصغرستانکزی هم ژر وسوځېد. وروسته ګلبدین نایب، سمیع الله شینواري، نجیب الله د لوبې د کنترولولو هڅه وکړه خو یو یې هم تر ۳۰ زیاتو منډو جوړولو ونه توانېدل.

افغانستان د یوې ښې لوبې وروسته په ټاکل شوو شل اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې او په ۳۷ منډو یې جنوبي افریقا ته لوبه وبایلله.

د جنوبي افریقا له لوري موریس ۴، اباټ، ربادا او عمران طاهر ۲-۲ ویکټې واخېستلې.

افغانستان بله لوبه له انګلستان سره د مارچ په ۲۳مه په نوې ډيلي کې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x