نړۍ

اسرائیلی لیکوال: پریږدئ چې عربان په خپلو کې سره یو بل ووژني

arab

اسرائیلي لیکوال او د پوځي چارو څیړونکي “الیکس فیشمان” له اسرائیلي حکومت غوښتنه کړې چې عربان پریږدي ترڅو په خپل مینځ کې سره یوتربله ووژني.

د نوموړي په اند، هغه حساسیت ته په پام سره چې عربان ئې له اسرائیلو سره لري، د اسرائیل هر ډول مداخله به د عربانو یو تر بله د نږدې کیدلو سبب وګرځي، او د خپل تاریخي دښمن، چې اشاره ئې اسرائیل ته وه، په مقابل کې به خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي.

فیشمان، چې په صهیونیستي مطبوعاتو کې پوځي او امنیتي کړیو ته تر ټولو نږدې کس بلل کیږي، په “يديعوت احرنوت” ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي ئې دي چې هره ورځ په عربي نړۍ کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې انسانان وژل کیږي، په طرابلس او لبنان کې روزانه جګړه روانه وي، یوازې په سوریه کې روزمره ۸۰ کسان وژل کیږي.

نوموړی زیاتوي: دغه راز فلسطینیان هم د حماس او د فلسطیني حکومت ترمینځ د موجود اختلاف لپاره کومه د حل لاره نه لري، د مصر په اقتصادي قانون کې سخته ګډوډي ده، مسلمانان په عیسویانو بریدونه کوي، اخوانیان له سلفیانو سره په جګړه اخته دي، په سیناء کې کوچیان له پوځ سره جنګیږي، او د حکومت لپاره تر ټولو لوی سرخوږی ئې دا چې اثیوبیا په نیل ارزق باندې د اوبو بند جوړوي د کوم څخه چې مصر ۸۰٪ اوبه ترلاسه کوي.

د لیکوال په نظر دا د جګړې لپاره یو سبب دی. دده په وینا که د ایثوبیا سره د اوبو پر سر شخړه د اسرائیل لانجې سره مقایسه شي، اسرائیلي لانجه به ورته ډیره کوچنۍ شي.

فیشمان زیاتوي چې په لیبیا کې ګوندونه او احزاب یو تر بله په داسې جګړه کې ښکیل دي چې د مړو حساب ئې نشته، د تونس په لویو ښارونو کې هر ماښام ګرځبندیز اعلانیږي، او د الجزائر پر پوله تونسي پوځیان له سلفیانو سره په جګړه کې وژل کیږي.

د لیکوال په ګومان عراق هم په دریوو برخو ویشل شوی، او سخته کورنۍ جګړه په کې راروانه ده، او وايي چې د صومالیا، چاډ، سوډان، عدن، او بحرین یادونه خو مې نه ده کړې، نوموړی زیاتوي چې عربي نړۍ له دوه کالو راهیسې د اور په لمبو سوزي او پرته له کومې بهرنۍ مداخلې پخپله خپل ځان پوپنا کوي، او شاید دا وضعیت په کلونو-کلونو دوام پیدا کړي.

لیکوال خپله مقاله په دې ټکو پای ته رسوي چې:

“ولې زمونږ ستر پوځي چارواکي په کرار نه کښیني، ولې د حکومت رئیس پخپله جګړې ته لار هواروي، ولې مونږ په لوی لاس عربانو ته د یووالي او اتحاد سبب په لاس ورکړو ترڅو د یوازیني مشترک هدف په شاوخوا راغونډ شي کوم چې له اسرائیلو سره د دښمنۍ څخه عبارت دی؟ پریږدئ چې په آرامه خپل ځانونه پخپله ووژني”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x