شهید او شهادت ( اته اویایمه برخه )

م. محمد نعیم

شهادت له اځل نه مخکې مرګ نه دی:

ځینې بې لارې ډلې او خلک ګومان کوي چې شهادت یا په عام ډول قتل او وژل کېدل له ټاکلي وخت  مخکې مرګ دی، ددوی په اند که یو څوک و نه وژل شي، نو تر خپل ټاکلي وخت پورې به ژوندی پاتې کېږي، ددوی په ګومان وژل په حقیقت کې د یو انسان د ټاکلي ژوند له منځه وړل دي، له همدې کبله قاتل قصاص کېږي، او څوک چې ددنیوي ستونزو له کبله ځان ووژني، په آخرت کې به کړېږي. لکه په یو حدیث کې چې راغلي.

دا ګومان معتزله ډله کوي، خو د اهل سنت والجماعت عقیده دا ده چې انسان په خپل ټاکلي اځل له دنیا څخه ځي، هغه که عادي مرګ وي که وژل، او همدا سمه عقیده ده، په دې اړه د عقیدة الطحاوي شارح ابن ابي عز الحنفي رحمه الله داسې وايي:

( أَنَّ اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى قَدَّرَ آجَالَ الْخَلَائِقِ، بِحَيْثُ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ. قَالَ تَعَالَى: {فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ}(۱).[۱] وَقَالَ تَعَالَى: {وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا}[۲]

ژباړه: الله تعالى د مخلوقاتو اځلونه ټاکلي، داسې چې کله یې اځل راشي، یوه شېبه نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي. الله تعالی فرمایلي:  نو کله یې چې اځل راشي، یوه شېبه هم نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي، او الله تعالی فرمایلي: او هېڅکله یو نفس ته دا اختیار نشته چې مړ شي، مګر د الله جل جلاله په اجازه او د ټاکلي اځل سره سم. او وژل شوی کس له خپل اځل سره سم مړ  شوی؛ ځکه الله تعالی پوهېدو، بیا یې په همدې بنسټ تقدیر ټاکلی او پرېکړه یې کړې، چې دا به د ناروغۍ له امله مري، دا به وژل کېږي، په دې به ودانۍ را ړنګېږي، دا به سوځي، او دا به ډوبېږي، دا ډول نور لاملونه… مرګ او ژوند، او هم د مرګ او ژوند لاملونه الله تعالی پیدا کړي.

د معتزله وو په وړاندې وژل شوی کس له اځل نه مخکې مړی شوی، که وژل شوی نه وای تر خپل اځله به یې ژوند کړی وای، ګواکي دوه اځلونه لري، او دا خبره باطله ده؛ ځکه الله تعالی ته ددې خبرې منسوبول نه ښايي، چې داسې اځل یې ټاکلی چې پوهېدو نوموړی کس هېڅکله تر هغه وخته ژوند نه شي کولی، او یا یې دوه ډوله اځل ورته ټاکلی، دا ډول کار  هغه څوک کوي چې په عواقبو ناپوه وي.

او هر چې د قصاص وجوب او په قاتل باندې د ضمانت خبره ده، دا له دې امله نه ده چې د مقتول اځل یې غوڅ کړی ( له اځل نه مخکې یې مړ کړی ) بلکې له دې امله دی چې ناروا کار یې کړی، او منع شوي لامل ( قتل ) ته یې لاس اچولی، او له همدې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: ( خپلوي پالل عمر زیاتوی )، ګڼل کېدای شي، یعني خپلوي پالل د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي. الله تعالی داسې مقدره کړې چې دا کس به خپلوي  پالی، او بیا به له همدې کبله تر دې وخته ژوند کوي، که دا لامل نه وی تر دې وخته به نه وی رسیدلی، خو همدا لامل یې مقدر کړی او پرېکړه یې کړې، همدا رنګه یې مقدره کړې چې دا کس به خپلوي نه پالي، نو بیا به تر دې وخته ژوند کوي[۳]

امام ابن تیمیه رحمه الله وايي: ( المقتول كغيره من الموتى، لا يموت أحد قبل أجله، ولا يتأخر أحد عن أجله‏.‏ بل سائر الحيوان والأشجار لها آجال لا تتقدم ولا تتأخر‏. فإن أجل الشيء هو نهاية عمره وعمره مدة بقائه، فالعمر مدة البقاء، والأجل نهاية العمر بالانقضاء‏.‏

وقد ثبت في صحيح مسلم وغيره عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال” قدر الله مقادير الخلائق قبل أن يخلق السماوات والأرض بخمسين ألف سنة، وكان عرشه على الماء‏”‏‏ وثبت في صحيح البخاري أن النبي صلى الله عليه وسلم قال “كان الله ولم يكن شيء قبله، وكان عرشه على الماء… والله يعلم ما كان قبل أن يكون، وقد كتب ذلك، فهو يعلم أن هذا يموت بالبطن، أو ذات الجنب، أو الهدم أو الغرق، أو غير ذلك من الأسباب، وهذا يموت مقتولاً، إما بالسم وإما بالسيف، وإما بالحجر، وإما بغير ذلك، من أسباب القتل‏… )[۴]

ژباړه: وژل شوی کس له نور مړي داسي دی، هېڅوک له خپل اځل نه مخکې نه مړه کېږي، او هېڅوک له خپل اځل څخه نه وروسته کېږي، بلکې د ټولو حیواناتو او ونو لپاره اځلونه ټاکل شوي چې نه مخکې کېږي او نه وروسته کېږي، بیشکه د هر شي اځل د هغه د عمر پای دی، او عمر یې په دنیا کې د هغه د پاتې کېدو موده ده، نو عمر د پاتې کېدو موده ده، او اځل د عمر پای ته رسېدل دي.

په صحیح مسلم او نورو کتابونو له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي چې ویلي یې دي: الله تعالی د مخلوقاتو تقدیرونه د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو پنځوس زره کاله مخکې مقدر کړي، کله چې یې عرش د اوبو پر سر و… او الله جل جلاله په هر څه له پیدا کېدو مخکې پوهېږي، او بېشکه چې دا یې لیکلي، الله جل جلاله پوهېږي  چې دا د ګېډې یا میرګي په ناروغۍ، یا د یو ځای په ړنګېدو، یا په ډوبېدو او یا له دې پرته په نورو لاملونو مري، او په دې پوهېږي چې دا کس به په وژل کېدو مري: یا په زهرو، یا په توره او یا په تېږه او یا د وژل کېدو په نورو لاملونو..  )

امام سفاریني رحمه الله[۵] په خپل کتاب لوائح الانوار البهیة کې په دې اړه داسې وايي: ( وژل شوی کس له خپل اځل سره سم مړ شوی، یعني د مرګ لپاره یې په هغه ټاکل شوي وخت کې، داسې نه لکه ځینې معتزله چې ګومان کوي، چې الله تعالی د وژل شوي کس اځل غوڅ کړی، حق له اهل الحق سره دی، چې وژل شوی کس په هغه وخت کې مړ شوی چې الله جل جلاله ورته ټاکلی، او پرې پوهېدو چې په همدې وخت کې به مړ کېږي )[۶]

امام حافظ ابن احمد حکمي[۷] په خپل کتاب معارج القبول کې په دې اړه وايي: ( په مرګ ایمان لرلو کې څو شیان راځي، له هغو څخه یو دا دی چې د هر کس لپاره یو ټاکل شوی اځل او اوږد وخت دی چې ورته رسي به، نه ترې تېرېدی شي او نه ترې وروسته پاتې کېدی شي، او الله تعالی په دې ټولو علم لرلی دی، هغه علم چې دده صفت دی، او د پیدایښت په ورځ قلم د الله په امر لیکلی، چې وروسته  بیا ملایکو د هر یوه لپاره د هغه د مور په ګېډه کې د خپل رب په حکم د نطفې د پیدایښت په وخت په مشخص ډول لیکلي چې په کوم ځای او کوم وخت کې به وي، نو نه پکې زیاتوالی کېدی شي او نه ترې کمېدی شي، کوم څه چې د الله تعالی په علم کې دي، قضا او تقدیر  پرې شوی، نه تغیر پکې راځي او نه تبدیل، او هر انسان که مړ شي یا ووژل شي، یا وسوځي، یا په اوبو کې ډوب شي، او یا په یو بل ډول مړ شي، هر څنګه چې وي، له خپل ټاکل شوي اځل سره سم مړی شوی، د سترګو د رپ په کچه نه وروسته کېدی شي او نه مخ ته کېدی شي. او کوم لامل چې پرې مړی شوی، همدغه الله جل جلاله ورته مقدر کړی او پرې عملي کړی، چې له دې پرته بل هېڅ لاره نه شته. نه څوک ترې تښېدی شي او نه ترې خلاصېدی شي ).[۸] [۱] – سورت الأعراف: ۳۴ آيت. سورت النحل: آيت ۶۱٫

[۲] – سورت آل عمران, آيت: ۱۴۵٫

[۳] شرح عقیدة الطحاوي، لابن ابي عز الحنفي. ص: ۶۵.

[۴] – مجموع فتاوی ابن تیمیة، ج: ۸ ، ص: ۵۱۶.

[۵] – (السفاريني) * (۱۱۱۴ – ۱۱۸۸ هـ = ۱۷۰۲ – ۱۷۷۴ م) محمد بن أحمد بن سالم السفاريني الحنبلي، شمس الدين، أبو العون: عالم بالحديث والاصول والادب، م حقق.ولد في سفارين (من قرى نابلس) ورحل إلى دمشق فأخذ عن علمائها.وعاد إلى نابلس فدرس وأفتى، وتوفي فيها.

[۶] – لوائح الانوار البهية وسواطع الأسرار الأثرية لشرح الدرة المرضية في عقد الفرقة المرضية, للسفاريني,  ج: ۱, ص: ۳۴۸ – ۳۴۹٫

[۷] – حافظ بن أحمد بن علي الحكمي: (۱۳۴۲ – ۱۳۷۷ هـ = ۱۹۲۳ – ۱۹۵۸ م) فقيه أديب، من علماء (جيزان) بين الحجاز واليمن.

ولد في قرية (السلام) التابعة لمدينة المضايا، جنوبي جيزان.ونشأ بدويا يرعى الغنم ثم قرأ القرآن.ولما بلغ السادسة عشرة بدأ بطلب العلم وهو يواصل رعي غنمه.ثم تفرغ للدراسة فظهر فضله، وألف كتبا طبع أكثرها على نفقة الملك سعود بن عبد العزيز. وتولى النيابة في ادارة مدارس التعليم بسامطة، ثم عين مديرا للمعهد العلمي فيها (۱۳۷۴).واستمر إلى ان توفي بمكة.من كتبه المطبوعة، وكلها رسائل: (الجوهرة الفريدة في العقيدة) و (اللؤلو المكنون في أحوال السند والمتون) و (النور الفائض في علم الفرائض) و (الاصول في نهج الرسول) و (منظومة) في الحث على طلب العلم.و (سلم الوصول إلى علم الاصول) ارجوزة، و (معارج القبول) شرح لها، و (أعلام السنة المنشورة). الاعلام للزرکلي، ج: ۲، ص: ۱۵۹.

[۸] – معارج القبول بشرح سلم الاصول الی علم الاصول لحافظ ابن احمد حکمي، ج ۲، ص: ۷۰۴. الناشر : دار ابن القيم – الدمام
الطبعة الأولى ، ۱۴۱۰ – ۱۹۹۰، تحقيق : عمر بن محمود أبو عمر، عدد الأجزاء : ۳

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د