ورزش

ویسټ انډيز، سري لنکا په اسانه ماته کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د ویسټ انډیز کرکيټ لوبډلې د ۲۰۱۴ نړیوال جام قهرمان ته په اسانه ماتې ورکړه او په نړیوال جام کې یې دوه پرلپسې بریاوې خپلې کړې.

ویسټ انډیز د انډري فلیچر د تېزې توپوهنې پر مټ ۱۲۳ منډې هدف په نوولسم اور کې پوره کړ او په دغه ګروپ کې یې اول پوزیشن نور هم ټینګ کړ.

پچه ویسټ انډيز وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. سري لنکا توپ وهنه ښه نه وه. په پاور پلی کې يې ۴۱ منډې جوړې او دوه ویکټې یې د لاسه ورکړلې.

وروسته یې هم وقفه په وقفه ویکټې د لاسه ورکولې او منډې جوړول يې هم ورو و. سري لنکا په ټاکل شوو شل اورونو کې ۱۲۲ منډې جوړې او ویسټ انډيز ته یې ۱۲۳ منډې هدف وټاکه.

د سري لنکا له لوري پریرا او میتویز څخه پرته چې په ترتیب یې ۴۰ او ۲۰ منډې جوړې کړې، نور هېڅ یو لوبغاړي د پاموړ لوبه ونه کړله.

ویسټ انډيز له لوري بادري ۳ او براو دوه ویکټې واخېستلې.

د ۱۲۳ منډو د پوره کولو په تعقیب کې د ویسټ انډيز پیل ښه و. لومړۍ ویکټ يې په ۳۹ او دوهمه يې په ۵۴ منډو د لاسه ورکړله. خو فلیچر تېزه لوبه وکړله او د نننۍ لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ادا کړ.

فلیچر په ۶۴ بالونو ۸۴ منډې جوړې کړې. له نوموړي پرته چالس ۱۰، سمویلز ۳، رامادین ۵ او رسیل ۱۴ منډې جوړې کړې.
په توپ اچوونکو کې میلینډا دوه او جیفري یوه ویکټ واخېستله.

سري لنکا تر دې وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړې وه او ویسټ انډیز بیا انګلستان ته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x