طالبان وايي په فاریاب کې د ولسي وګړو سره لويي غونډي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د طالبانو پر وېب پاڼه په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې ددوی د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون چارواکو په فاریاب ولایت کې د ولسي وګړو سره لويي ناستي کړي دي.

د خبرپاڼي سره سم ددغه کمیسون چارواکو د فاریاب په قیصار ولسوالي کې د عامو ولسي وګړو په مجلسونو کې یو ځل بیا خپل اهداف واضح کړي او ویلي چې غواړي هیواد له اشغاله وژغوري.

که څه هم په فاریاب ولایت کې د دوستم په مشري ملیشو او امنیتي ځواکونو لويي عملیات وکړل خو بیا هم طالبان په دغه ولایت کې پراخ حضور لري.

په دې وروستیو کې طالبانو په خپلو ویډیويي فیلمونو کې هم ددغه ولایت ځیني صحنې عکاسي کړي وې چې زیات شمېر وسلوال طالبان په کښي ښکاري او هغوی په ازاده لويي غونډي او پوځي تمرینات کوي.

طالبانو ویلي چې دوی د فاریاب ولایت په چهل ګزي ولسوالۍ او نورو شاوخوا سیمو کې هم ورته غونډي لرلې، او په دغه غونډو کې په ځانګړې توګه د خلکو ستونزي او مشکلات اوریدلي دي. د خبرپاڼي سره سم طالبانو هغه ټولي ستونزي د همدې غونډو په پای کې حل او فصل کړي.

ویل کیږي چې طالبانو د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون ددې لپاره جوړ کړی تر څو د افغان دولت سره کارکونکي مامورین او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې عسکر خپلو لیکو ته را جلب کړي او یا یې اقلا ددولت سره د کار پرېښودلو ته اماده کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د