
په عراق کې یو امریکايي عسکر وژل شوی دوه ټپيان دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا ددفاع وزارت څخه په خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی یو عسکر د عراق په شمال کې د دښمن له لوري وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د رسمي احصائیاتو له مخي په عراق کې د اسلامي دولت ډلي پر ضد جګړه کې دا دوهم امریکايي عسکر دی چې وژل کیږي.
امریکايي عسکر او پوځي روزونکي د عراق په شمال کې د موصل ښار ته نیژدې په یوه لویه قرارګاه کې هغه عراقي پوځیان روزي چې د نینوا ولایت او موصل ښار د نیولو لپاره چمتوالی نیسي.
د ورکړل شویو خبرونو له مخي ویل شوي چې پر دغه قرارګاه باندي د اسلامي دولت ډلي توغندۍ وار کړي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوې.