
ټایمز اف انډيا: د شهزاد نوولس دقيقو جنوبي افریقا څخه لاره ورکه کړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱، ۱۳۹۴ل): د هند مشهورې ورځپاڼې ټایمز اف انډيا د افغانستان د وتلي لوبغاړي محمدشهزاد د نننۍ لوبې په اړه اوږده لیکنه خپره کړې.
ټایمز اف انډيا دغې لیکنې له مخې د شهزاد نننۍ ۱۹ دقیقو توپوهنې د جنوبي افریقا څخه لاره ورکه کړې وه او که نوموړی نور ودریدلی وای نو د جنوبي افریقا لوبډلمشر به د نا امیدۍ نورې شېبې هم لیدلای وې.
د ورځپاڼې له مخې ۲۸ کلن محمد شهزاد په ۴۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۳۳۹ منډې کړې او د افغانستان لخوا تر ټولو زیاتې منډې همده جوړې کړي دي. محمد شهزاد په یوې سیالۍ کې ۱۱۸* منډې جوړې کړي چې د دوهمه درجې لوبډلو د لوبغاړو لخوا تر ټولو ډيرې دي.
محمد شهزاد د نړیوال جام په غوراوي لوبو کې ۶۱ په ۳۹ بالونو، ۴۱ په ۴۰ بالونو او ۴۰ په ۲۳ بالونو جوړې کړې چې پر مټ یې افغانستان وتوانېد دوهم پړاو ته ووځي.
ورځپاڼه زیاتوي چې محمد شهزاد په دوهمه درجه لوبډلو کې په تېزې لوبې مشهور دی او نن يې د لومړۍ لوبډلو سره د خپل بیټ وړتیا هم وښودله.
ورځپاڼې مخکې لیکلي چې ښايي ځيني ووايي چې دا د لیونتوب ۱۹ دقيقې وې خو په حقیقت کې دا ۱۹ دقيقې د خالص ساتیري وي. د ورځپاڼې لیکوال له قوله یو لنډ، غونډ منډ توپوهونکی چې په خپل ځان کې عجیب دی، او جنوبي افریقا په څېر لوبډله ټکوي، د داسې لوبې کتل په خپل ذات کې لړزونکی دي.
شهزاد تر لوبې وروسته خبري کنفرانس ورکړ. د هغه ساده انګلیسي او هغه حالت چې نوموړي نشو کولای چې ژباړه په سمه توګه وکړي، هم رسنیو ته یو یو ډول خوشحالي ورکول و.
شهزاد وویل «زه خپله ځانګړې لوبه کوم. زه د خلاص بالونو لپاره انتظار کوم. چې خلاص بال راشي ولو که د میچ اول یا اخر بال وي، یا د ټيسټ څلور ورځينی لوبې لومړی بال وي، وهم یې. کیسه کې یې بیا نه یم».
افغانستان اوس له نیمه پایلوبو پاتې دی، شهزاد غواړي د ویسټ انډيز او انګلستان سره ښې لوبې وکړي. ښايي نننۍ ۱۹ دقيقې وروستۍ نه وي او تر دې وروسته تر دې ښې لوبې کتلو ته پیدا شي.
زنده اباد شهزاد محمد ی چی په دی ۶او۴ یی سویلی افریقا تر خپل تاثیر لاندی راوستل دا خپله د افریقا لپاره لویه ماته ده