شعـــــرونه

غزل: عبدالمجيد جواد

عبدالمجيد جواد

پیښور په مونږه ګران زمونږ زړګی دې
پیښور زمونږه ورور دې څکنی دې

پیښور خو پیښور ځکه یادیږي
پیښور خو پیښور دې افغانی دې

پیښور ته مې هم سپینه توره وړمه
پیښور کې لا هم تور ښامار ژوندی دې

پیښوره پیښوري دې زه پردی کړم
پیښوره پیښوری دې لیونی دې

پیښوره ته پښتون یی زه پښتون یم
پیښوره څکنی دې کابلی دې

پیښوره لراوبر شو ځکه دواړه
پیښوره زمونږ مینځ کې غلیمګی دې

پیښور ته د جهان سترګې اوښتي
پیښور کې مهاجر دې سپین غمی دې

پیښور نه د جواد زړه نه صبریږي
پیښور مو د هجرت کلی کورګی دې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x