نړۍ

بارک اوباما په تاريخي سفر کيوبا ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۲، ۱۳۹۵ ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما په تاريخي سفر د کيوبا پلازمېنې هوانا ته رسېدلی دی. په تېرو ۸۸ کالو کې دا لومړی ځل دی، چې يو امريکايي ولسمشر کيوبا ته سفر کوي.

هوانا ته په رسېدو اوباما په خپل ټويټر پيغام کې وويل، چې دی د کيوبا خلکو سره د ليدو او د دوی د مستقيمو خبرو اورېدو ليواله دی.

د کيوبا کميونست ګوند وايي، چې د امريکايي ولسمشر د دې سفر پر مهال دوی تيار دي، چې اوباما سره د ولسواکۍ او بشري حقونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړي.

بارک اوباما سره په دغه سفر کې د نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د هغه مېرمن مېشل اوباما او دواړه لورګانې هم ملګرې دي.

د امريکا ولسمشر به د خپل سفر پر مهال خپل کيوبايي سيال راول کاسټرو سره د سوداګرۍ او سياسي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي، مګر د ولسمشر ورور او انقلابي لارښږد فيدل کاسترو سره د اوباما ليدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

هوانا کې د اوباما له کوزېدو وړاندې حکومت د سياسي مخالفينو ګڼ مشران نيولي او له دې لارې يې د لاريونونو او مظاهرو مخنيوی کړی دی.

امنيتي ځواکونو د سياسي بنديانو د ښځو يوه ډله نيولې، چې غوښتل يې پلازمېنه هوانا کې د مرکزي کليسا مخته مظاهره وکړي.

د څارونکو په اند د ولسمشر اوباما دا سفر د امريکا او کيوبا ترمنځ د نوو اړيکو پيل دی او يوازې اتلس مياشتې وړاندې اوباما دا تصور هم نه شو کولای، چې دی دې کيوبا ته سفر وکړي.

سپينې ماڼۍ په يو اعلاميه کې ويلي، د کيوبا حکومت خوښ وي او که خفه ولسمشر اوباما به د حکومت له سياسي مخالفينو سره ګوري او د هغوی غوښتنې به اوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x