افغانستان

«امريکا غواړي افغانستان کې خپل ګوډاګی رژيم واکمن وساتي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۲، ۱۳۹۵ ل): د امریکا هوايي بريدونو د هغې ستراتيژۍ برخه ده، چې غواړي افغانستان کې خپل ګوډاګی رژيم واکمن وساتي.

د سياسي چارو امريکايي شننونکوی او ژورنالېست کيت پرېسټن وايي، چې امريکا په افغانستان کې خپلو جګړو او بمباريو ته دوام ورکوي او د دې معنا يوازې دا ده، چې سپينه ماڼۍ غواړي افغانستان کې خپل ګوډاګی رژيم واکمن وساتي او له دې سره به امريکايي شرکتونه د دغه هېواد طبعي زېرمو ته رسېدل خپل خوندي حق وبولي.

د اټېک سيسټم تحليلي ويبپاڼې مدير کيت پريسټن زياتوي، چې د امريکايي چارواکو له لوري افغانستان کې د بمباريو او جګړو بيا پيلول په دې معنا دي، چې داعش ډله نوره غښتلې کړي، چې غواړي له عراق او سوريې د باندې نورو سيمو ته خپل شتون وغځوي.

نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېرې جنوري او فبرورۍ کې د امريکايي څارګرو او جنګي الوتکو بمباريو کې د پخوا په پرتله زياتوالی راغلی او يوازې په تېرو دوو مياشتو کې يې له ۲۵۰ زياتې بمبارۍ او توغنديز بريدونه کړي دي.

څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې د افغانستان جګړې په اړه خپلو جنرالانو ته نور واک هم ورکوي، چې دغه هېواد کې خپلو بريدونو او بمباريو ته زور ورکړي.

دا په داسې حال کې، چې اوباما د افغانستان جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې او په خپل ټاکنيز کمپاين کې يې خپل ولس ته ډاډ ورکړی و، چې د خپلې واکمنۍ تر پايه به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان به هېواد ته راستانه کړي.

دغه امريکايي شنونکي پر اوباما نيوکه کړې، چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او د افغانستان جګړه يې پای ته ونه شوه رسولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x