افغانستان

افغان حکومت د روانې میاشتې تر پایه د سولې د خبرو تمه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لا هم په پاکستان کې له طالبانو سره مخامخ د سولې د خبرو ورځې ته شېبې شمارې.

د ذې وزارت سیاسي مرستیال وايي چې دوی لا هم تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به په پاکستان کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو شاهدان وي.

حکمت خلیل کرزي له IBN تلویزون سره په خبرو کې ويلي چې پاکستان ورسره د طالبانو د کېنولو ژمنې کړې او دوی هم ورته سترګې په لار دي.

حکمت خلیل کرزی په داسې حال کې لا هم د پاکستان ژمنو ته لارې څارې چې طالبانو، سیاسي مبصرينو او پخپله پاکستاني چارواکو پر طالبانو د پاکستان نفوذ رد کړی دی.

ایکسپريس پاکستانۍ ورځپاڼي د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې دوی پر طالبانو واک نه لري او نه يې هم له وسه پوره دي چې له افغان حکومت سره يې د سولې خبرو ته کېنوي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د طالبانو پټنځايونه د دوی د دفشار وسیلې بللې، خو په دې وروستیو کې طالبانو خپل مرکزونه له دې هېواده ویستلي دي، ځکه خو يې د نفوذ دعوه هم نشي کولی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت موده وړاندې د روانې مارچ میاشتې لسمه د مخامخ خبرو ورځ بلله، خو طالبانو د رسمي اعلاميې له لارې له دې ناستو ناخبري وښوده او ويې ويل چې د دوی د سیاسي اړیکو لپاره د قطر دفتر فعاله دی.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي هم افغان دولت په دې برخه کې ناکام بولي او پر پاکستان باور د ځان غولول ګڼي،هغه وویل چې ګډ حکومت د سولې په اړه په ناسمه لاره روان دی، نو ځکه يې د پايلو په اړه يې هم خوشبيني نه شي کولای.

ډاکټر احدي پر ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله نيوکه وکړه، چې د سولې په اړه يې ډېر باور د هېوادوالو پر ځای پر پاکستان کړی او د ده په ګومان پاکستان يا د سولې په اړه رښتينی نه دی او يا هم پر طالبانو اغېز نه لري.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزی هم پر حکومت غږ کړی و، چې د پاکستان له لارې د سولې خبرې ترکستان ته غځېدلې لار ده، چې دوی هم پرې تللي دي.

داودزی وايي کله چې يې د خپلې دندې په پای کې مخه ښه کوله پر حکومت يې غږ وکړ: پر دې لار چې تاسې ځئ، موږ تللي يو، دا لار ترکستان ته ځي.

د سیاسي چارو شنونکی نظر محمد مطمئن پر پاکستان باور «غولوونکی سُراب» بولي او په وينا يې «ولسمشر اشرف غني د سولې په نوم غولوونکې لومه کې راګيری دی، داسې لکه په دښته کې چې تږی مسافر په غولوونکي سراب پسي لالهانده منډې وهي او بالاخره په خپل مخکې تګ سره ځان هلاک کوي. که ولسمشر په خپلې نوې رویې کې بدلون رانه وړي، خدای مه کړه له سیاسي هلاکت سره مخ کېدونکی دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x