شهید او شهادت (نهه اویایمه برخه)

م. محمد نعیم

په مشخص ډول چا ته شهید ویل کېدی شي؟

په دې اړه د علماوو اختلاف دی، یو نظر دا دی چې په مشخص ډول هېچا ته د شهید ویل جواز نه لري، پرته له هغو کسانو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته شهید ویلي؛ ځکه په مشخص ډول یو چا ته شهید ویل په حقیقت کې د هغه جنتي توب ثابتول دي، چې دا کار پرته له الله جل جلاله څخه بل څوک نشي کولی؛ ځکه له الله جل جلاله څخه پرته بل هېڅوک نه پوهېږي چې څوک جنتي او څوک دوزخي دی، پیغمبر علیه الصلاة  والسلام ته هم الله جل جلاله وحیې کوي. امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې په دې اړه ځانګړی باب راوړی ( باب لاَ يَقُولُ فُلاَنٌ شَهِيدٌ  )  ور پسې یې دا حدیث راوړی: ( قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – : اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَنْ يُجَاهِدُ فِى سَبِيلِهِ ، اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَنْ يُكْلَمُ فِى سَبِيلِهِ )[۱]

ژباړه: ابو هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ویلي چې: الله جل جلاله هغه څوک ډېر ښه پېژني چې دده په لاره کې جهاد کوي، الله جل جلاله هغه څوک ډېر ښه پېژني چې دده په لاره کې ټپي کېږي.

په دې معنی چې هر څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي، ټول یو ډول نه وي، ځينې داسې کسان هم وي چې د نورو موخو لپاره جګړه کوي، او په دې یوازې الله تعالی پوهېږي؛ ځکه نیتونه یوازې الله تعالی ته معلوم دي.

امام بخاري په همدې روایت پسې د سهل بن سعد الساعدي رضي الله یو روایت راوړی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم او مشرکین سره مخ شول، سره وجنګېدل، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل پنډ غالي او نور ( مشرکین ) د خپل پنډ غالي په لوري شول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه وو کې یو سړی و[۲]، چې هېڅ یې نه پرېښودل، ورپسې و، په توره به یې وهل، چا ویل نن ورځ له مونږ نه هېچا داسې توره ونه کړه، لکه پلاني چې وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مګر نوموړی د اور له خلکو څخه دی[۳] یو سړي ویل زه یې انډېوال یم، ور سره ووتو، کله به چې هغه ودرید دی به هم ودرید، کله به چې تېز شو دی به هم ور سره تېز شو، نوموړی کس وايي چې سړی سخت ټپي شو، نو یې مرګ ته بېړه وکړه، د تورې لاستی یې په ځمکه کېښود، او د تورې څوکه یې په سینه کېښود، بیا یې ځان پرې ور واچوه، او ځان یې وواژه، هغه سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویل: ګواهي ورکوم چې بېشکه ته د الله رسول یې! ویل دا څنګه؟ سړي ویل هغه کس چې مخکې تا یاد کړ چې دوزخي دی، او خلکو ته دا خبره تعجب ښکاره شوه، ما ویل زه یې معلومات درته کوم، نو ورپسې شوم، وروسته هغه سخت ټپي شو، او مرګ ته یې بېړه کړه، د تورې لاستی یې په ځمکه کېښود او د تورې څوکه یې په سینه کېښوده، بیا یې ځان پرې ور واچوه، او ځان یې وواژه، په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو سړی خلکو ته داسې ښکاري چې د جنتیانو عمل کوي، حال دا چې هغه له دوزخیانو څخه وي، او یو سړی ظاهرا ددوزخیانو عمل کوي، حال دا چې له جنتیانو څخه وي.

امام عیني رحمه الله ددې حدیث په شرح کې وايي: دا چې صحابه وو په جهاد کې ددې سړي په لاس برۍ ګواهي ور کړه، ویل که ووژل شي نو شهید دی، خو وروسته چې کله څرګنده شوه چې نوموړي د الله لپاره جګړه نه وه کړې، او خپل ځان یې وواژه، جوته شوه چې هر هغه چا ته په قطعي ډول شهید نه ویل کېږي چې په جهاد کې ووژل شي،  ځکه کېدای شي داسې وي لکه دا کس، که څه هم چې په ظاهري احکامو کې د شهیدانو احکام ور کول کېږي. [۴].

یو چا ته د شهید ویلو په اړه یو بل مهم روایت هم په صحیح بخاري کې داسې راغلی: (  عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – يَوْمَ خَيْبَرَ فَلَمْ نَغْنَمْ ذَهَبًا وَلاَ فِضَّةً إِلاَّ الأَمْوَالَ وَالثِّيَابَ وَالْمَتَاعَ ، فَأَهْدَى رَجُلٌ مِنْ بَنِى الضُّبَيْبِ يُقَالُ لَهُ رِفَاعَةُ بْنُ زَيْدٍ لِرَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – غُلاَمًا يُقَالُ لَهُ مِدْعَمٌ ، فَوَجَّهَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – إِلَى وَادِى الْقُرَى حَتَّى إِذَا كَانَ بِوَادِى الْقُرَى بَيْنَمَا مِدْعَمٌ يَحُطُّ رَحْلاً لِرَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – إِذَا سَهْمٌ عَائِرٌ فَقَتَلَهُ ، فَقَالَ النَّاسُ هَنِيئًا لَهُ الْجَنَّةُ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – « كَلاَّ وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ إِنَّ الشَّمْلَةَ الَّتِى أَخَذَهَا يَوْمَ خَيْبَرَ مِنَ الْمَغَانِمِ ، لَمْ تُصِبْهَا الْمَقَاسِمُ ، لَتَشْتَعِلُ عَلَيْهِ نَارًا . فَلَمَّا سَمِعَ ذَلِكَ النَّاسُ جَاءَ رَجُلٌ بِشِرَاكٍ أَوْ شِرَاكَيْنِ إِلَى النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – فَقَالَ « شِرَاكٌ مِنْ نَارٍ – أَوْ – شِرَاكَانِ مِنْ نَارٍ » )[۵]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خیبر په ورځ ووتو، خو سره او سپین مو غنیمت نه کړل، پرته له مالونو، جامو او نورو شیانو څخه، بیا د بني الضبیب له قبیلې څخه یو سړي چې رفاعة بن زید یې ورته ویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو مریی چې مِدْعَم یې باله ډالی کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د القری خوړ ته مخه کړه، تر دې چې د القری په خوړ کې و، او مِدْعَم د رسول الله صلی الله علیه وسلم بار کښته کاوه، چې یو ناڅاپه یو نامعلوم غشی راغی او همدا مریی یې وواژه. خلکو ویل جنت ( په بل روایت کې شهادت ) یې دې نوش جان شي! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هېڅکله نه، په هغه ذات دې مې دې قسم وي چې زما روح یې په واک کې ده، هغه  چپنه یا جیلکه پرې بلوي، چې د خیبر په ورځ یې له غنیمت څخه اخیستې وه، او ویشل شوې نه وه. کله چې خلکو دا خبره واورېده، یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، یوه وه که دوه د څپلۍ تسمې ور سره وې ( یعني را یې وړې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا د اور یوه یا دوه تسمې دي. یعني که دې نه وی راوړې، د همدې ېوې یا دوه تسمو له امله به په اور کې سوځېدې، یا به همدې یوې یا دوه تسمو سوځولې.

له دې مبارک حدیث نه معلومېږي چې له بیت المال او غنیمت سره بې پروايي کول څومره لویه ګناه ده، او څه ډول سزا لري! مهمه دا چې له غنیمت او بیت المال نه لږ او ډېر مال اخیستل دواړه کبیره ګناوې دي.     مخکې په هغه حدیث کې تېر شول چې شهید ته الله جل جلاله له پور پرته ټولې ګناوې بښي،  علماوو کرامو ویلي چې له پور نه موخه حقوق العباد دي، یاد شوی پور دی، خو مراد ترېنه ټول حقوق العباد دي، یعني حقوق العباد په شهادت هم نه شي بښل کېدی. سره له دې چې ډېر لوړ او نازولی مقام دی.

او دا حدیث شریف ددې لپاره دلیل دی چې له پور نه مراد ټول حقوق العباد دي؛ ځکه غنیمت او بیت المال خو په پور کې نه راځي، مګر حقوق العباد دي. که یو څوک د یو چا شخصي حق وخوري ګناه او سزا یې دومره نه ده، لکه بیت المال چې وخوري؛ ځکه بیت المال د ټول امت او ملت حق دی، یو کس یې که و بښي، بل یې نه بښي، د قیامت په ورځ به د ټول امت او ملت لاسونه د هغه چا په ګرېوان کې وي چې بیت المال خوري، ټول امت او ملت ته به ځواب ګو وي، او که د یو چا شخصي حق یې خوړلی وي، د همغه یو کس لاس به یې په ګرېوان کې وي او همغه یو کس ته به ځواب ګو وي. مجاهدین وروڼه دې ټکي ته باید ډېره زیاته پاملرنه وکړي، داسې نه چې د وړې بې پروايۍ له امله ځانونه له لویو لویو تاوانونو سره مخ کړي.

امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې یو بل روایت راوړی، که څه هم دا روایت په ټولیز ډول د هر مسلمان په اړه دی، خو دا چې شهید مسلمان دی نو د هغه په هکله هم علماوو استدلال پرې کړی، روایت داسې دی: ( عَنْ ‏‏خَارِجَةَ بْنِ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ ‏‏أَنَّ ‏‏أُمَّ الْعَلَاءِ ‏امْرَأَةً مِنْ نِسَائِهِمْ ‏‏بَايَعَتْ ‏‏النَّبِيَّ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏‏أَخْبَرَتْهُ أَنَّ ‏عُثْمَانَ بْنَ مَظْعُونٍ ‏‏طَارَ لَهُمْ فِي السُّكْنَى حِينَ اقْتَرَعَتْ ‏‏الْأَنْصَارُ ‏عَلَى سُكْنَى ‏ ‏الْمُهَاجِرِينَ ‏‏قَالَتْ ‏‏أُمُّ الْعَلَاءِ “‏ ‏فَاشْتَكَى ‏عُثْمَانُ ‏عِنْدَنَا ، فَمَرَّضْتُهُ حَتَّى تُوُفِّيَ ، وَجَعَلْنَاهُ فِي أَثْوَابِهِ فَدَخَلَ عَلَيْنَا النَّبِيُّ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ‏ ‏فَقُلْتُ : رَحْمَةُ اللَّهِ عَلَيْكَ ‏‏أَبَا السَّائِبِ ‏، ‏شَهَادَتِي عَلَيْكَ لَقَدْ أَكْرَمَكَ اللَّهُ ، فَقَالَ النَّبِيُّ ‏‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :‏ ” ‏وَمَا يُدْرِيكِ أَنَّ اللَّهَ أَكْرَمَهُ ؟ قَالَتْ : قُلْتُ : لَا أَدْرِي بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَنْ ؟ قَالَ : أَمَّا هُوَ فَقَدْ جَاءَهُ وَاللَّهِ الْيَقِينُ ، وَاللَّهِ إِنِّي لَأَرْجُو لَهُ الْخَيْرَ ، وَمَا أَدْرِي وَاللَّهِ وَأَنَا رَسُولُ اللَّه مَا يُفْعَلُ بِي ؟ قَالَتْ : فَوَاللَّهِ لَا أُزَكِّي أَحَدًا بَعْدَهُ ، قَالَتْ : فَأَحْزَنَنِي ذَلِكَ فَنِمْتُ ‏، ‏فأَرِيتُ ‏‏لِعُثْمَانَ بْنِ مَظْعُونٍ ‏‏عَيْنًا تَجْرِي فَجِئْتُ رَسُولَ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏فَأَخْبَرْتُهُ فَقَالَ : ” ذَلِكِ عَمَلُهُ ” [۶]

ژباړه: له خارجه بن زید بن ثابت نه روایت دی ام العلاء  – چې د دوی له ښځو څخه یوه ښځه ده- له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، او خبر یې کړ چې کله انصارو دمهاجرینو د هستوګنې لپاره پچه واچوله،  عثمان بن مظعون ددوی په برخه شو، ام العلاء وویل: عثمان زمونږ کره ناروغ شو، پالنه یې ما تر هغو کوله چې مړ شو، په خپلو جامو کې مو یې تاو کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، ما ویل: اې د سائب پلاره ( د عثمان به مظعون کنیه ) په تا دې د الله رحمت وي، زه ستا لپاره ګواهي ور کوم چې الله جل جلاله ستا عزت وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه پوهېږې چې الله جل جلاله یې عزت کړی؟ وايي ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما مور او پلار دې له تا قربان وي، زه نه پوهېږم، نو د چا عزت یې کړی؟ ویل: هر چې دی و – والله – چې مرګ ورته راغی، په الله قسم چې زه د خیر هیله ورته لرم، خو زه قسم په الله چې نه پوهېږم سره له دې چې د الله رسول یم چې له ما سره به څه کېږي؟ وايي: قسم په الله چې له ده وروسته به د هېچا پاکي ونه وایم، وايي، دې خبرې و غمولم، نو ویده شوم، په خوب کې مې د عثمان بن مظعون یوه چینه ولیده چې بهیده، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، دا کیسه مې ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: دا د نوموړي عمل دی.

په صحیح مسلم کې له حضرت عمر فاروق رضی الله عنه څخه روایت دی چې : ( لَمَّا كَانَ يَوْمُ خَيْبَرَ أَقْبَلَ نَفَرٌ مِنْ صَحَابَةِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالُوا فُلاَنٌ شَهِيدٌ فُلاَنٌ شَهِيدٌ حَتَّى مَرُّوا عَلَى رَجُلٍ فَقَالُوا فُلاَنٌ شَهِيدٌ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « كَلاَّ إِنِّى رَأَيْتُهُ فِى النَّارِ فِى بُرْدَةٍ غَلَّهَا أَوْ عَبَاءَةٍ ) [۷].

ژباړه: کله چې د خیبر غزا وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ډله صحابه رضی الله عنهم راغلل، ویل: پلانی شهید دی، پلانی شهید، تر دې چې په یو  سړي تېر شول ویل پلانی شهید دی، رسول الله صلی الله وفرمایل: هېڅکله نه، بېشکه چې ما د هغې چپنې یا جیلکې له کبله په اور کې ولید چې له غنیمت نه یې پټه کړې وه.

یادونه:

پورتنیو روایاتو ته په کتو سره جوتېږي چې د شهادت لوړ مقام ته څه ډول یو څوک رسیدلی شي؟!! هر چا چې وسله واخیسته، د مجاهدینو په کتار کې روان شو، بس په همدې مجاهد شو؟ او که ووژل شي شهید دی؟ خبره داسې نه ده، د هر عبادت لپاره نیت اصل او اساس دی، په ځانګړي ډول په جهاد کې باید نیت خورا صفا او ستره وي؛ ځکه د سر سودا ده،  په نورو عباداتو کې د توبې او نیت سمولو فرصت وي، په جهاد کې دا فرصت ډېر کم وي، که یو څوک ووژل شي، بیا د نیت سمولو، یا توبې ایستلو وخت په لاس نه ورځي.

یو کس چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم وي! د هغه په مبارک حضور مشرف وي، خدمت یې کوي، په غزا کې یو ځای ور سره وي، خو کله چې یوه چپنه یا یوه جیلکه د غنیمت له ویشلو مخکې اخلي یا یې پټوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې همدا چپنه به اور پرې بلوي! سبحان الله! دا په داسې حال کې چې ټول صحابهء کرام ګواهي ور کوي چې دا کس جنتي دی! په یو بل روایت کې راځي چې وايي شهادت یې دې نوش جان شي! ځکه دوی ظاهر ته ګوري.

همدا رنګه هغه بل روایت چې یو کس په کفارو کې سخت لو ګډ کړی و، ټولو صحابهء کرام یې زړورتیا ته هک پک وو، او دنوموړي په باتورۍ یې ویاړل! خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا کس له دوزخیانو څخه دی! سبحان الله! ټول حیران شول چې دا څه کیسه ده! خو کله چې معلومه شوه نوموړي د الله لپاره نه، بلکې د خپل قوم لپاره جګړه کوله، او په پای کې یې د ټپ تاب را نه وړ، ځان یې په خپله وواژه، د صحابهء کرامو نور هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت او حقانیت باور ټنیګ شو.

په دې اړه باید خورا له زیات احتیاط څخه کار واخیستل شي، هر څوک چې جهاد ته ملا تړي، تورې او ټوپک ته لاس کوي، له هر څه د مخه باید خپل نیت صفا کړي، په پوره اخلاص او رېښتینولۍ یوازې د الله جل جلاله لپاره جهاد وکړي.

که یو څوک د جهاد له مقدس او سپېڅلي نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي، ظاهرا خلکو ته ښيي چې د الله لپاره جهاد کوي، خو نیت یې د بل څه لپاره وي، د ځان ښودنې، د یو چا د پلوۍ، یا یې مقابلې،  د څه پیسو، ټوپک، موټر، موټر سایکل، نوم او شهرت، یا کوم بل دنیوي هدف لپاره، یا له بیت المال او غنیمت څخه پیسې، یا کوم بل شی اخلي، یا د خلکو مالونه د هغوی د خوښې او رضا پرته کاروي، پرته له شکه چې ډېر سپيڅلی نوم د پرېوتي شي لپاره وسیله ګرځوي، او دا لویه تباهي ده.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] –  صحيح بخاري, باب لا يقول فلان شهيد.
[۲] – په فتح الباري کې راځي چې نوم یې ( قُزٌمان او کنیه یې ابو الغَیْداق ) وه. او د انصارو له قبیلې څخه و. فتح الباري، ج: ۷، ص: ۴۷۲.
[۳] – د ابو حازم په روایت کې راځي چې صحابه وو ویل: نو له مونږ به کوم یو جنتي وي چې دا کس له دوزخیانو څخه وي!؟ فتح الباري: ج ۷،  ص: ۴۷۲.
[۴] – عمدة القاري شرح صحیح البخاري، باب لا یقول فلان شهید.
[۵] – صحیح بخاري، باب هل یدخل في الأيمان والنذور…
[۶] – صحیح البخاري، باب الدخول علی المیت بعد الموت إذا أدرج في كفنه.
[۷] – صحیح مسلم، باب غلظ تحریم الغلول و…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د