دیني، سیرت او تاریخ

اودس په اسلام اوساینس کي(۶)

اودس انسان له ډیروناروغیوڅخه ژغوري

دانسان په بدن کي دسروکرویاتوڅخه علاوه سپین کرویات هم شتون لری، چې دسپینوکرویاتودوران نسبت وسروکرویاتوته ۱۰ ځله زیات دي،سپین کرویات هغه مهال موږوینوچې کله زموږپه بدن کي یوزخم پیداشی اوسپین کرویات بیاموږلیدلاشو، په بدن کي سرطاني حجرې هم  شتون لری،اوکله چې وس اوتوان پیداکاندی نوپه بدن باندی حمله کوي اودهلاکت وکندې ته ئې غورځوي؛یخوالی پردې سرطاني نظام باندی پوره اغیزی کولای شي، دعامې نزلې اوزکام پرمهال دبدن دفاعی نظام ودې سرطاني حجروته لاس رسۍ نلري، اوداوداسه په کولوسره اودس خپله دبدن ودفاعي نظام ته وده ورکوي هغه پوره فعاله کوي،

اوهغه سرطاني حجرې چې هرځای وي هغه کنترولوي، دبدن دفاعي نظام په اوداسه سره قوي اومضبوط کيږی،نوځکه اودس دژوندلپاره اړین دي داځکه چې:

۱ – دبدن لمفاوي نظام دبدن هره وړه برخه هم ژغوري، چې دلمفاوي نظام دښه فعالیت اوحفاظت لپاره اودس یوه مجربه نسخه اودرملنه ده.
۲ – دپزي څخه لاندي دسږموسره داهغه برخه ده چې دبدن ددفاع نظام په خوځښت راولي، چې دابرخه په هراوداسه کي لندیږي اوپریمنځل کيږی اوکارته اماده کيږي.
۳ – دمغزي (اورمیږ) دواړي خواوي مسحه کيږی، اوپه اوداسه کي په حرکت راځي، چې دامغزی دبدن ددفاعي نظام په خوځښت کي دوهم مقام لری.
دپورتینوساینسي څېړنوپه رڼاکي دنړۍ هیڅ ساینس پوه دانشی ویلای چې اودس بې هوده دي، بلکې په ورځني ژوندکي فرض اودهرچاذمه ده، داځکه چې دروغتیاپوره ضمانت کوي.
اودس اودبدن بریښنا
په بدن کي دساکن برق یوتوازن اونظام شتون لري، هغه کالي اوجامې چې پلاستیک زیات پکښې استعمال شوی وي دهغوکالوپه اغوستلوسره دانسان په بریښنایي نظام کي بدلون راځي اوله خپله اصلي محورنه اوړي، چې پایله ئې دردونه،ناروغیانې، دپوستکي اورواني ناروغیانې اودچهرې بدشکلي شامله ده،دانسان ددې ساکنې بریښناترټولوزیاته اغیزې دبدن ترپوستکي لاندی حجروباندی ده،کله چې فیشن زیات شو، نودفیشن له کبله دبدن بریښنا غیرمتوازنه شول، چې همداوجه ده چې په پایله کي دمخ پوستکي ډیرژرګونجې ګونجې شي، مات مات شي، ځلائې له منځه ولاړه شي اوپوستکی په مجموع کي بدشکله شي، چې دانوتلپاتې بدرنګې ده،دایوواقعیت دی چې دیوه اوداسه برکت په کروړوروپوکي نشته، هغه ځلااوښکلاچې اودس ئې راولی هغه په کروړوروپونه راویستل کيږي.
همدااودس دی چې دانسان دبدن بریښنایی نظام نه پریږدی چې له خپله اصلي حالته واوړي، چې مخ ، لاسونه اوپښې پکښې اړین دي کله چې داپه ۲۴ ساعتونوکي ۱۵ ځلي پریمنځل کيږی نوبیاددې امکان نشته چې دانسان بریښنایی نظام دی له اصلي حالته واوړي، نوځکه دعابد، عالم اوزاهدمخ ، لاسونه اوپښې تل ښه ځلالري اوښکلالري دادانسان دبریښناله کبله ښه ښکاري.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x