نړۍ

امریکا عراق ته نور پوځیان لیږلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی عراق ته د مارینز ځواک تازه دمه پوځیان لیږلي تر څو هلته د اسلامي دولت ډلي پر خلاف د نړیوال ایتلاف په ګټه ګډون وکړي.

دغه وزارت ویلي چې نوي ځواک د مارینز د ۲۶ فرقې څخه لیږل شوی او په عراق کې له پخوا څخه میشت عسکرو سره به یو ځای شي.

تر اوسه امریکا ددغه عسکرو شمېر نه دی ښودلی او نه یې هم ویلي چې په کومه سیمه کې به میشت کیږي، او یا اساسي دنده به یې څه وي، خو ویل کیږي چې دغه ځواک د چټک غبرګون لپاره ځانګړی شوی او د اړتیا په صورت کې به په هوايي بریدونو او ځمکني عملیاتو کې برخه اخلي.

ددې تر مخه امریکايي ځواکونو پر ځمکه یوازي یو ځل د اسلامي دولت ډلي (داعش) پر خلاف عملیات کړي او په هغه وخت کې ویل شوي وه چې د اسلامي دولت ډلي له منګولو د ترې تم شویو بندیانو د خلاصون لپاره دغه عملیات په کار اچول شوې وه.

امریکا د عراق په شمال کې د موصل د بیا نیولو په خاطر د عراقي پوځیانو ته پوځي روزنه کوي.

د تیري شنبې په ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلي د میزایلونو په یوه برید کې یو امریکايي عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شوه.

امريكا دوه کاله  وړاندي (۲۰۱۴/۹/۱۹) د اسلامي دولت ډلي پر ضد بمبارۍ پیل کړي خو د کتونکو په وینا تر اوسه یې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ده لرلې، بلکي په سیمه کې ولسي اهداف په نښه کړي چې له امله یې د اسلامي دولت ډلي سره یې د مسلمانانو او ولسي وګړو ملاتړ زیات شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x