افغانستان

په چهار چينو کې له تېرو دوو ورځو جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): له تېرو دوو ورځو راهيسې د روزګان چهار چينو ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

د چهارچينو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې پراخ بريدونه پيل کړي او غواړي، چې له دې لارې ولسوالۍ سقوط کړي.

د چهارچينو امنيه قوماندان ولي داد د بريدونو پخلی کړی او زياتوي، چې طالبانو تر اوسه د امنيتي ځواکونو يوه ستره قرارګاه هم نيولې ده.

د چهارچينو اوسېدونکي وايي، که حکومت دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لپاره بېړنۍ مرستې راونه لېږي،طالبان به ډېر ژر دغه ولسوالۍ ونيسي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا د يادې ولسوالۍ لويه لاره له تېر يو کال راهيسې د طالبانو په لاس کې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د چهارچينو ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې يې د امنيتي ځواکونو پر ګڼو مرکزونو بریدونه پيل کړي وو، چې تېره شپه سهار څلور بجې يې د الوتکو د بمبارۍ له امله جګړه ودرولې او سيمه کې اوس هم د دوی جنګيالي پراته دي.

قاري احمدي زیاته کړې، چې د دغو جګړو پر مهال د دوو قوماندانانو په ګډون څوارلس پوليس له خپلو وسلو سره د دوی ليکو ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x