
ټویټر لس کلن شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲مه ۱۳۹۵ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره وېبپاڼه ټویټر نن د مارچ په یوویشتمه نن لسمه کلیزه لمانځي.
۱۰ کاله وړاندې د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۱مه ټویټر وېبپاڼې پر کار پیل وکړ او اوسمهال درې سوه میلیونه زیات کسان دغه وېبپاڼه استعمالوي.
ټویټر د خپلې لسمې کلیزې د پوره کېدو سره یو ویدیويي پیغام هم خپور کړی چې په کې یې خپل لس کلن سفر په انځوریزه بڼه ښکاره کړی دی.
ټویټر همدا راز د دغې وېبپاڼې استعمالوونکو ته د «مننې» ایمیلونه هم لیږلي دي. په دغو ایمیلونو کې لیکل شوي چې لس کاله وړاندې ټویټر د یوه ټویټ له لارې پیل وکړ او اوسمهال هره ورځ ټوله نړۍ د ټویټر له لارې له یوه بل سره نښلول شوې ده.