غرب د مسلمانانو لپاره څه ډول اسلام غواړي؟ (دویمه برخه)

westفکري  جګړه او د اسلامي مفاهیمو تحریف :

دغرب سیاسي او فکري رهبرانو دا خبره درک کړې ده چې تر څو مسلمانان پر خپلې اسلامي عقیدې او خپلو اصلي اسلامي مفاهیمو ټینګ ولاړ وي نو تر هغه پورې به دیوه قوي او غالب امت په حیث په نړۍ کې خپل وجود ساتي، ځکه چې دمسلمانانو دقوت اصلي سرچینه د دوئ په عقیده او فکر کې ده. له همدې امله دغرب سیاسي، فکري او نظامي رهبران هڅه کوي  تر څو د مسلمانانو نوی نسل د اسلام په عقیدې او مفاهیمو بې باوره کړي ،او په سیستماتیک ډول یې په ذهنونو اوزړونو کې غربي مفاهیم ورځای کړي ،تر څو په خپله له اسلامه فاصله ونیسي، او دغرب لاره د ځان لپاره د خیر او سعادت لار ،او غربي معیارونه د ځان لپاره د کمال او پرمختګ معیارونه وګڼي.

امریکایی صهیونست مفکر ( توماس فریدمان) پدې هکله وایي: ( که غرب غواړي چې له اسلام سره دلښکرو په جګړه کې ښکیل نشي نو د اسلام په خلاف دې په اسلام کې دننه دافکارو جګړې ته ور داخل شي) .( اسرائیلی ورځپاڼه یدعوت احرونوت  ۲۰۰۳ / ۸ / ۲۰۰۳م ) .

 یوبل امریکایی پوځي او سیاسي مفکر  دنږدی ختیځ لپاره دواشنګټن داستراتیژیکو څیړنو پخوانی مدیر ،او د (تروریزم په خلاف فکري جګړه) د کتاب لیکوال (رابرټ سوتلوف )په خپل کتاپ کې امریکاته توصیه کوي او وایی : ( امریکا باید په منځني  ختیځ  او اسلامی نړۍ کې د ځوانانو د عقلونو په راخپلولو او هغوئ ته  د امریکا په اړه د یو ښه تصور په ورکولو ترکیز وکړي، او دې هدف ته د رسیدلو لپاره باید له ناپوځي وسائلو لکه مطبوعاتو، راډیوګانو،تلویزونونو،موسیقۍ،تعلیمي مؤسسو، لوبو او امریکاته د ځوانانو له راغوښتلو څخه کار واخلی ، او هڅه دې وکړي چې د اسلامي نړۍ د ځوانانو له زړونو او ذهنونو جهادي روح وباسي ) .

همدارنګه د برتانیې پخوانی صداعظم (توني بلیر) هم پدې نظر دی چې باید د مسلمانانو په خلاف دې فکري جګړه وشي ، هغه وایي : ( که غواړۍ چې جګړه د دښمن خاورې ته نقل شي ،نو اول دهغوئ (مسمانانو) افکارو ا دعوت ته ماتې ورکړئ).

دامریکا پخوانی د دفاع د وزیر مرستیال (وولف ویټز) هم د بوش د جګړې له اعلان څخه وروسته وویل : ( زمونږ جګړه د فکرونو او عقلونو جګړه ده،او ددې لپاره چې تروریزم ( جهاد) ته ماتې ورکړو  نو باید په فکري جګړه کې کامیاب شو).  

د(وولف ویټز) دغه وینا د (بوش) پر هغې وینا تاکید وه چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې له پیښیدو یې وروسته وکړه  او ویې ویل : ( موږ په بیلابیلو پوځي ،اقتصادي، سیاسي او فکري  ډګرونو کې په جګړه مصروف یو) .

دبوش د ادارې  د دفاع وزیر او پر افغانستان  دامریکایې یرغل سمبالوونکی (ډونالډ رامسفیلډ) هم په ۳۰۰۳ م کال کې په خپله یوه وینا کې وویل :  ( مونږ به فکري جګړه هم کوو لکه څنګه چې پوځي جګړه کوو،او موږ پدې ټینګ ایمان لرو چې زموږ افکار او نظریات بې مثاله دي) .

نوموړي زیاته کړه : ( زموږ دفکري جګړې هدف د خلکو فکرونه بدلول دي ،او پدې لاره کې زموږ کامیابي حتمي ده. موږ باید یوازې پر پوځي جګړې اکتفاء ونه کړو).

دمسلمانانو په خلاف پر فکري جګړې  د امریکایانو او برتانویانو تر څنګ  د ایټالیې مشران هم ټینګار کوی، پدې اړه دایټالیې  پخوانی صدراعظم (برلس کوني) وایي : ( معاصر غربي تمدن تر اسلامي تمدنه ډیر غوره او ډیراوچت دی،او لکه څنګه چې زموږ تمدن (کمونیزم) ته ماتې ورکړه ،همدارنګه به اسلامي تمدن ته هم ماتې ورکړي).

دافغانستان په خلاف د بوش د صلیبي جګړې تر اعلانولو وروسته په اروپا کې د ناټو د پوځي تړون عمومي مشر امریکایي جنرال (کلارک) د مسلمانانو په خلاف دفکري جګړې هدف ښه په رسا ټکو کې بیان کړ،او په ډاګه یې کړه چې ددې جګړې هدف د سپتمبر د پیښې انتقام اخیستل ندي ،بلکه په خپله  د اسلام تحریف او د امریکا په خوښه اسلام ته  دیو نوي شکل ورکول دي، هغه وایي :

(که څوک پدې باور وي چې موږ به له خپلو کورنو د دې لپاره راوتلي یو چې د سپتمبر د یوولسمې د پیښې انتقام واخلو نو هغوئ دې خپل دغه غلط تصور  سم کړي، ځکه چې قضیه داسې نده . هغه اساسي قضیه چې موږ دهغې دحل لپاره راوتلي یو هغه په خپله (اسلام) او دهغه تفسیر او تعبیر دی . موږ ددې لپاره راوتلي  یو چې دا خبره په یومخیز ډول فیصله کړو چې آیا رښتیا هم اسلام د سولې دین دی لکه څنګه چې خلک ګومان کوي،او که هغه یو داسې دین دی چې خپل پیروان دجهاد په شکل کې تاوتریخوالي ته تشویقوي . وګورئ ! دا یوه ډیره مهمه قضیه ده چې تر یو ملیارد ډیر مسلمانان پدې نړۍ کې اوسیږي او دوئ ټول له خپل دین څخه الهام اخلی . دغه مسلمانان کولی شي چې نړۍ دامن ځای وګرځوي ،او هم دا کولی شي چې دنړۍ امن او استقرار لړازندکړي . نو ځکه موږ  دا نه غواړو چې اسلام دې خپله ازادي ولری،او مسلمانان د ې  ددې صلاحیت ولري چې کوم شی ( اسلام) دی؟ او کوم شی( اسلام ) نه دی؟ نور به موږ ددې فیصله کوو چې کوم شي ته اسلام وویل شی).

دجنرال (کلارک)  پورتنۍ څرګندونې دده شخصې نظر ندي، بلکه  هغه  د اسلام په خلاف د ناټو د هیوادونو او حکومتونو د تفکر حقیقت دي  چې دیوه پوځي جنرال په ژبه څرګندیږي.

غرب غواړي اسلام د (وحیې) او (سنت) له چوکاټه وباسي  او د بشري عقل او غوښتنو پر بنسټ یې ودروي.

غرب په خپله او هم په اسلامي نړۍ کې دخپلو (سیکولرو) او (ډیموکراټو) ملګرو په توسط هڅه کوي چې د اسلام (قداست) او دهغه د( نه بدلیدلو) اصل له منځه یوسي،  او دنورو بشري فلسفو او نظریاتو په څیر داسې یو شی ورڅخه جوړ کړي چې هر څوک یې په هغه ډول تعبیر او تفسیر کړي چې زړه یې غواړي ، او هیڅوک باید دا حق ونه لري چې دبل چا تعبیر او تفسیر ته غلط ووایې .

غرب  په عملي ډول په اسلامي نړۍ کې پراخې هڅې پیل کړي چې ددغه ډول (پیوندي اسلام ) په رامنځته کولو کې چې د (روا ) او (ناروا) او د(ښه) او (بد) فیصله ورکې دغربې نړۍ په واک کې وي په اسلامي نړۍ کې د داسې یو نسل روزنه او پالنه وکړي چې تش په نامه مسلمان وي ،خو نور د ژوند په ټولو سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، فکري او فرهنګي او نورو ډګرونو کې دغرب پر لاره روان وي . دغه نسل به داسې خلک وي چې نه به په عملي ډول اسلام مني،او نه به ورڅخه خپل (ارتداد) ښکاره کوي . داسلام هرڅه ته به دشک په نظر ګوري، خو دغرب په نظریاتو او قوانینو به یې اطمینان حاصلیږي، او هماغه به ورته د پرمختګ لاره ښکاري .

د اسلام د تحریفولو او دهغه په خلاف دفکري جګړې لپاره دغرب وسائل :

غرب او په سرکې یې امریکا داسلام  د تحریف او دهغه په خلاف دفکرې جګړې لپاره بیلابیل وسائل کاروي چې ځینې مهم یې په لاندې ډول دي :

۱ –  میډیا او مطبوعات

۲ –  تعلیم اوتربیه

۳ –  مالي او پوځي مرستې

۴ – قوانین او سیاسې فشارونه

۵-منځلاري  او منځلاريتوب

۱ــ میډیا او مطبوعات :

داسلام دتحریف او د مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره دغرب په لاس کې میډیا او مطبوعات تر ټولو خطرناکه وسیله ده،ځکه چې غرب کولی شي ددې وسیلې له لارې د مسلمانانو هر فرد ته پداسې شکل خپل پیغام ورسوي چې مسلمان به ورباندې پوه هم نشي چې دبل چا پیغام اخلي او دهغه مطابق خپل ژوند عیاروي .

ددې لپاره چې غرب خپله فکري جګړه په مؤثر او پراخ ډول د مسلمانو ولسونو په خلاف پرمخ بوځي هڅه کوي دخپل قوي اقتصاد په مټ په اسلامي هیوادونو کې په لسګونو زره د میډیا کارکوونکي،ژورنالستان،لیکوالان، ادیبان،مؤلفین،مفکرین،دپوهنتونو استادان،ایمان خرڅوونکي ملایان او پیران،ممثلین او سینماګران، دکتابونو ناشران او نور هغه عناصر په ډالرو خریداري کړي چې په ډیرې سپین سترګۍ  او مکر ددښمن پیغام خپل ولس ته رسولی شي .

کله چې امریکا پر افغانستان او عراق تیری وکړ همدغه چاره یې ترسره کړه،او د خپلو ډالرو په زور یې په زرګونو دقلم ،فکر،او  ویناخاوندان د خپلو یرغلګرو قواوو ترڅنګ دمجاهدینو په خلاف ودرول .

کله چي امریکا  افغانستان اشغال کړ نو د( سپینې ماڼۍ) د ارتباطاتو مدیر (ټاکر اسکیو)د جګړې دفکري اړخ دپرمخ بیولو  او داسلام دمفاهیمو دتحریف لپاره یو مفصل  پلان جوړ کړ او د(بوش) ادارې ته یې وړاندې کړ.

(ټاکر اسکیو) دخپل پلان لنډیز سپینې ماڼۍ ته پدې الفاظو کې وړاندې کړی وو: ( موږ پیسې لرو،تجربه لرو، افکار او نظریات هم لرو،ځکه خو د امریکا په مقابل کې هڅوک دفکري جګړې په ډګر کې نشي دریدلی) .

د( ټاکر اسکیو) د پلان د عملي کولو لپاره امریکا په افغانستان او سیمه کې د فکري بدلون لپاره پراخ پلان تطبیق کړ،او هغه داسې چې  دعربي نړۍ لپاره یې د(امریکا غږ  دراډیو تلویزون) ترڅنګ د (الحُرّّّة) تلویزون ، د(سوا) او (العراق الحُرّ) راډیوګانې جوړې کړې . او دافغانستان لپاره یې هم د (امریکا غږ) ترڅنګ د (آشنا تلویزون) د(آزادۍ )،(ډیوه ) او (مشال )راډیوګانې  جوړې کړې .

دیادوشویو لویو او قوي راډیوګانو ترڅنګ د امریکا د نړیوالې پراختیاد مؤسسې(USAID) لخوا په افغانستان  او سیمه کې ۱۷۰ د (F.M) راډیوګانې هم جوړې شوي . دهمدغو راډیوګانو دچلولو لپاره امریکا په زرګونو (لوستي) او یا (نیم لوستي) ځوانان استخدام کړل،او هم یې دغو راډیوګانو ته  له ډیرو پخوانیو( کمونستانو)، له غربه  له راغلیو (سیکولرانو) او بګیل شویو (جهادیانو) ،(ډیموکراټو اخوانیانو) او د (ماډرن اسلام) له منونکو (فرهنګیانو)  (کارپوهان)،(مبصرین) او (فیلسوفان) جوړ کړل، چې دغو ټولو  بیاحالات د دښمن په ګټه تشریح او او دهغه جنایات یې توجیه کړل .

امریکا دغه خلک ښه استعمال کړل ،او د دوئ په ژبه یې خلکو ته د هغه اسلام ډنډوره وغږوله چې غرب یې دمسلمانانو لپاره غواړي ،او همدغه لوبه یې داسلامي نړۍ په ټولو هیوادونو کې عملي کړه چې خطرناک او تباه کوونکي نتائج یې ولرل .

تعلیم او تربیه :

دتعلیم عملیه او تعلیمي نصاب د نسلونو دجوړولو قالب دی، اوقالب چې هر شکل ولري  په هغه کې اچول شوی شی په هماغه شکل راوځي. دا ممکنه نده چې قالب دې مستطیل شکل ولري، خو څوک دې له هغه څخه د دایروي شي دجوړیدلو تمه وکړي .

که تعلیمي نظام او نصاب دغرب په خوښه جوړ شوی وي نو په  طبیعي ډول به دهغه نصاب لوستونکي دغرب پر لاره ځي ،او که نصاب داسلام مطابق جوړ شوی وي ،نو لوستونکي به یې هم داسلام پر لاره ځي .

کله چې په  ۱۸۸۲ م کې مصر دانګریزانو په لاس سقوط وکړ نو دانګلستان دهغه وخت حکومت د مصر له انګریز حاکم ( لارډ کرومر) څخه وغوښتل چې په مصر کې د انګریزي تسلط د ټینګولو لپاره یې چې هر څه ته ضورت وي دبرتانیې له مرکزي حکومت څخه دې یې وغواړي .

ددې پر ځای چې (لارډکرومر) دبرتانیې له حکومت څخه پوځي وسائل او پوځونه وغواړي  هغه ورڅخه د (تعلیم ماهرین) وغوښتل . دبرتانیې حکومت د(لارډ کرومر) دغوښتنې په ځواب کې هغه ته (ډوګلاس ډنلوپ)چې دلاهوت (مسیحي دینیاتو)دشاهي فاکولتې فارغ التحصیل مسیحي عالم وو ورولیږه .

(ډوګلاس ډنلوپ) دمصر لپاره داسې یو د تعلیم نظام او نصاب جوړ کړ چې  هم یې د (الازهر) د تعلیمي او معنوي تاثیر مخه ورباندې ونیوله ،او هم یې دوخت په تیریدلو په مصر کې دداسې یونسل روزنه او پالنه وکړه چې دمصر راتلونکی یې له اسلامه بیګانه او دانګریز په رنګ کې رنګ کړ. او کله چې دمصر تعلیمي نصاب سیکولر( بې دینه) شوونو په هغه پسې تقریباً د ټولې عربۍ نړۍ تعلیمي نصابونه (سیکولر)شول او حکومتونه یې هم دغرب پر لاره روان شول چې ترننه  لاهم روان دي.

ددې لپاره چې غرب دټولې اسلامي نړۍ دهیوادونو په تعلیمي نصابونو کې داسلام تاثیر له منځه وړی او یا لږ ترلږه کم کړی وي نودملګرو ملتو نړيواله  مؤسسه یې وکاروله او په  ۱۹۷۷م د یونسکو (دملګرو ملتو د تعلیم او فرهنګ دڅانګې) په چوکاټ کې يې  یوه تعلیمي اداره جوړه کړه چې نوم یې (اسلام او غرب) وو،

ددې ادارې مشري په ملګرو ملتو کې د برتانیې پخواني سفیر(لارډکارادون) کوله . دې ادارې ۳۵ غړي لرل چې ۱۰ یې د اسلامي ممالکو د( سیکولرو) حکومتونو استازي او پاتې ۲۵ یې د اسرائیلو او غربي هیوادونو غړي ول .

د (اسلام او غرب) دغې ادارې پدې موضوع کار کاوه چې څنګه په تعلیمي نصابونو کې د ادیانو ترمنځ په مشترکو نقطو ترکیز وکړي،او په نصابونو کې د داسې مضامینو او مفاهیمو مخنیوی وکړي چې (دین) ورکې د(سلوک) لپاره معیار ټاکل کیږی .

دې ادارې د ټولو اسلامي هیوادونو نصابونه پداسې ډول جوړ کړل چې د اسلام تاثیر ورڅخه له منځه یوسي، او یا یې تر ممکنه حده کم کړي، او د اسلام په عوض ورکې نور نظریات لکه (قومیت) (وطنیت)( ژبپالنه) او داسې نور په تعلیمي نصابونو کې د ملي ایډیالوژیو په حیث ورشامل کړي .

 ددې ادارې د فعالیتونو یو مثال په مصر کې دا وو چې د نصاب تر تبدیلۍ دمخه دمصر د نصاب د تاریخ په مضمون کې د(فرعوني تاریخ) برخه یوازې ۷۵ صفحې وه ،خو تر تبدیلۍ وروسته  ۳۱۷ صفحوته پورته شوه .

 او همدارنګه تر تبدیلۍ دمخه په نصاب کې داسلامي تاریخ برخه ۲۰۷ صفحې وه ،خو تر تبدیلۍ وروسته دغه برخه  ۳۵ صفحو ته راکښته شوه.

همدغه فارموله تقریباً په ټولو اسلامي هیوادنو کې تطبیق شوه، ځکه  چې د نه تطبیقولو په صورت کې هیوادونه  د(یونیسکو) له سازمان څخه ویستل کیدل،او شهادتنامو یې په غربي نړۍ کې خپل (قبولیت) له لاسه             ورکاوه.

پورتنیو حقیقتونو ته په پام سره ویلی شو چې رسمي تعلیمي  نظام په اسلامي نړۍ کې دغرب تر ټولو خطرناکه وسیله ده.او تر څو چې دغه وسیله دغرب  په خوښه چلیږي نتائج به یې هم هغه ډول راووځي چې غرب یې غواړي .

په اسلامي نړۍ کې  دغرپ لپاره  دغربي ډوله تعليمي نصاب او نظام دافاديت په اړه دامریکا یو مهم پالیسي جوړوونکی شخصیت  دواشنګټن د نږدې ختیځ لپاره دستراتیژیکو مطالعاتو دانسټیټیوټ پخواني مدیر (رابرټ سوتلوف ) چې دامریکا حکومت ته د اسلامي هیوادونو په اړه پالیسۍ جوړوي، او د امریکا د نویو محافظه کارانو ( مسیحی افراطیانو) څخه دی په اسلامي نړۍ کې د تعلیم په اړه وایي :

په عربي او اسلامي نړۍ کې امریکایي تعلیمي ادارې یوازې دلوړې سویې تعلیمي ادرې ندي، بلکه هغه د عربي او اسلامي ټولنو دامریکایي کولو لپاره دامریکا داستراتیژیکې  جګړې سري (پټ) لښکر دی) .

د (رابرټ سوتلوف ) دغه امریکایي پټ لښکر رښتیا هم ټوله اسلامي نړۍ له جګړې پرته دامریکا لپاره فتح کړه، ځکه چې  دغه تعلیمي نظام د مسلمانانو له نویو نسلونو څخه حقیقي اسلام پټ کړ،او دهغه پر ځای یې داسې یو څه داسلام په نامه ورته معرفي کړل چې هغه  یااصلاً  اسلام ندی ،او یا  یو تحریف شوی،مسخ شوی او دغرب په خوښه برابر شوی اسلام دی .

غرب د مسلمانانو د تعلیمي نصابونو په بدلولو کې دروسانو په څیر له بیړې کار نه اخلي،بلکه دهغه انګریزي متل مطابق چې وایې  : (کار په کراره کوه خو پداسې  شکل چې تاثیر یې یقیني وي) په کراره او تدریج سره د مسلمانانو د تعلیم او تربیې نصابونه بدلوي .

 غربي استعمارګرو هیوادونو د(یونسیکو) او نورو مؤسساتو په توسط  داسلامي هیوادونو په نصابونو او تعلیمي نظام کې څو اساسي تغیرونه راوستل چې ځینې یې په لاندې ډول دي :

 ۱ –   په مسلمانو هیوادونو کې د غربي ژبو او ادیبانو خپرول،او بیا همدغه ژبې دتعلیم او سیاست ژبې ګرځول . غرب لدې لارې خپل ټول سیاسي ، اجتماعي، اخلاقي، او فلسفیانه مفاهیم او نظریات د مسلمانانو د نوي نسل مخې ته کیښودل، او نوی نسل یې ورباندی له اسلام ،اسلامي تاریخ ،اسلامي تمدن  او اسلامي ټولنیزو ارزښتونو مصروف کړل،چې په نتیجه کي غربي فرهنګ او معلومات ورته اصل وګرځیدل،او اسلامي معلومات ورته داسې یو څه وګرځیدل چې د دوئ په اند په عملي ژوند او پرمختګ پوري اړه نه لري .

 ۲ –  په نصابونو کې د دیني او اسلامي ټولنیزو مضامینو اندازه لږ کړای شوه ،او دهغو پر ځای رسم، هنر، غربي ډوله مدني او اجتماعي زده کړو او دغرب تاریخ او پرمختګونو ته ځای ورکړ شو.

۳ –  دژبې او ادبیاتو کتابونه یې له دیني موادو او مفاهیمو خالي کړل،او دیني مفاهیم یې په بې کیفیته ،بي روحه، او بې واقعیته شکل یوازې د (دینیاتو) په کتابونو کې محدود کړل .

۴ – له نصابونو څخه داسلام فتوحات ، پر نړۍ داسلامي تمدن احسانونه  او داسلام دمشاهیرو په هکله معلومات لیرې شول ،او پر ځای یې  د اروپا او امریکا تاریخ ،دغرب لشکر کشۍ ، دغرب مشاهیر، فیلسوفان ، شاعران، مخترعین ،سیاسي مشران او پوځي افسران د مسلمانانو نویو نسلونو ته د (ماډل) په حیث معرفي شول .

دغرب دې ټولو تعلیمي هڅو اسلام په یو نیمګړي،تحریف شوي او بیرته پاتې شکل نوي نسل ته تقدیم کړ ،چې نتیجه يې له اسلام سره د نوي نسل په ( بې رغبتۍ) کې راووتله . او دا طبیعي خبره ده چې څوک  دیوڅه په اړه بې رغبته وي  نو ولې به له هغه څخه ددفاع په لار کې قربانۍ ته حاضریږي؟

امریکا د افغانستان له اشغالولو وروسته همدغه ټولې کړنې په افغانستان کې هم ترسره کړې، خو دډیر تأسف ځای دادې چې امریکا او غرب خپل تعلیمي او فکري جنایات دلته دهغو خلکو په توسط تر سره کړل چې یو وخت یې ځانونه مجاهدین، اخوانیان، اسلامي فرهنګیان اود(نړیوال اسلامي حرکت؟!! ) منسوبین ګڼل، خو نن دهمدغو جنایت کارو نومونه دمؤلفینو،مشاورینو او دنصاب دپرو ژې دمشرانو په حیث دهغو کتابونو په پشتیو لیکل شوي چې د (نبراسکا) د امریکایي پوهنتون تر ځارنې لاندې جوړ شوي، د (USAID) لخوا یې بودیجه برابره شوي، او د ( آسیاف) له لوري چاپ شوي او د تعلیم او تربیې په اختیار کې ورکړل شوي دي .  دغه خلک ښایی دخلکو په سترګو کې خاوري واچوي او ووایي چې  یو عصري متوازن او له اسلام سره برابر نصاب یې جوړ کړی ،خو دوئ په حقیقت کې هغه نصاب  جوړ کړی چې دصلیبي جګړې اعلانوونکي(جورج بوش) هغه خپل ملت په افغانستان کې دخپلې یوې بریا په حیث اعلان کړ او ویې ویل:

: “And before the end of the year, we’ll have sent almost 10 million of them [that is, new textbooks] to the children of Afghanistan. These textbooks will teach tolerance and respect for human dignity instead of indoctrinating students with fanaticism and bigotry.”
– George W. Bush, “Weekly Radio Address,” March 16, 2002

(دکال دپای ترمخه به موږدافغانستان ماشومانو ته تقریباً لس ملیونه درسي کتابونه ورلیږلي وي.دغه کتابونه به هغوئ ته (دنورو په مقابل کې)زغم او دتوندلاریتوب او تعصب پر ځای دانساني کرامت احترام ورزده کوي).

دا خو لا دهغه نصاب اړه خبره وه امریکا په اول ځل د(کرزي) حکومت ته تیار کړی وو او ډیرې تبدیلۍ یې لا ورکې نه کې راوستلې. تر هغه وروسته افغاني نصاب دوه ځله بیا د امریکایي مشاورینو تر څارنې لاندې داسلامي او جهادي مفاهیمو له مفرداتو او تاثیراتو څخه محروم شو، او پر ځای یې دغربي فرهنګ تاثیرات او مفاهیم ورکې ځای په ځای شول .

 قوانین او سیاسي فشارونه :

د ریښتنې اسلام په خلاف دغرب د فکرې جګړې له وسائلو څخه بله مهمه وسله  داسلام ضد قوانین دي چې داساسي، مدني، جزایي او نورو قوانینو په شکل کې دمستبدو او (سیکولر و)حکومتونو له لوري پر مسلمانانو دزور ، زندان،او تزویر په وسیله عملي کیږي .

په اوسني وخت کې تقریباً د ټولو اسلامي ممالکو اساسي،مدني،عدلي او قضایي قوانین دغرب د مشاورینو او متخصصینو له لوري داسې جوړ شوي چې باید داسلامي شریعت تطبیق ته ورکې هیڅ ځای نه وي .او که چیري کوم حکم او یا کومه ماده یې تصادفاً له شریعت سره موافقت ولري، هغه هم باید په بیلا  بیلو بهانو غیر فعاله شي .

داسلامي نړۍ د ټولو حكومتونو په قوانينو كې دغرب له لوري د( بشر دحقوقو دنړيوالۍ اعلاميې) منل ضروري ګنل شوي دي . نه يوازې دا چې ددې كفري اعلامي منل وركې ضروري ګڼل شوي ،بلكه دهغو دتفسير او تعبير حق هم ورڅخه ددې لپاره اخيستل شوي چې هسې نه دغه هيوادونه د بشر دحقوقو اعلاميه او دملګرو ملتو نړيوال ميثاق اويا دهغو ځينې مادې داسلام مطابق تفسير او تعبير نه كړي. همدغه حكم د بشري حقوقو د نړيوالې اعلامیې په ۲۹  مه ماده كې داسې ذكر شوي دي :

(( په هيڅ ډول شرائطو كې روا نده چې د بشر له حقوقو سره دې پداسې ډول چلند وشي چې د ملل متحد له اصولو او اهدافو سره تضاد ولري )) .

غربي هيوادونو او امريكا داسلامي نړۍ له حكومتونو سره د تعامل داسې معیارونه ټاكلي ،او حكومتونه يې دهغو په رعايتولو ملكف كړي چې ددغو هيوادونو ټول سياسي،اقتصادي، تعليمي ،فرهنګي او پوځې قوانين بايد د غرب له خوښې  سره سم وي،او كه چيري دغه قوانين هغه ډول نه وي چې غرب يې غواړي نو بيا له ډول ډول  سیاسي، اقتصاد،تعلیمي او فرهنګي او پوځي بندیزونو او سزاګانو سره مخ کیږي .

یوه بله خطرناكه حربه چې امريكايي په اسلامي هيوادونو كې دخپلو فشارونو په سلسله كې كاروي هغه د (مذهبي آزادۍ) په نوم كفري ډلو او اديانو ته دقانوني فعاليت  د زمينې تضمينول دي .

امريكا دديني پلوراليزم ( ديني تعدد ګرایۍ) د اصل په تحميلولو داسلامي نړۍ پر حكومتونو فشارونه  راوړي ترڅو دهيوادونو دروازې دهر ډول كفري دعوت پر مخ خلاصې پريږدي،او له حقيقي اسلامه پرته دبل هيچا پر دعوت او فعاليت دې بنديز نه وي .

امريكا او نورو غرپي هيوادونو پدې ډول په اسلامي هيوادونو كې په قانوني ډول د ( تنصير) لپاره لاره برابره كړې ده ،او دا كار  دامريكا د خارجه پاليسۍ په اولوياتو كې ځاي لري .

د (ديني ازادۍ ) په نامه دامريكا دخارجه چارو له لوري ۷ نمبر راپور په  ۸ / ۱۱ / ۲۰۰۵ تاريخ  د څيړنې لپاره دامريكا كانكرس ته وړاند شو،او په هغه کې په ډيرو عربي او اسلامي هيواادونو كې د (دينې آزادۍ) له نشتوالي شكايت شو ي ؤ، ددې راپور

اساسې ټكي په لاندې ډول ول :

۱ –  دامريكا متحده ايالات نور د(ديني آزادۍ) قضيه د دولتونو له داخلي چارو څخه نه ګڼي، بلكه هغې ته نور دنړيوالو چارو په سترګه ګوري . ( يعني دا به نور په اسلامي نړۍ كې داسې عملي كيږي لكه نور بين المللي قوانين چې عملي كيږي .

۲ –  د امريكا متحده ايالات به نور د ( ديني آزادۍ) قضیې ته يوازې د يوې نظريې په نظر نه ګوري  ،او دهغې دعملي كولو لپاره په سپارښتنو اكتفا نه كوي،بلكه دهغې درعايتولو لپاره به نورو  دولتونو  ته  اوامر  صادروي، او پدې لاره كې به  دمشوقاتو له  وركولو او د فشارونو له واردولو څخه كار اخلي .

۳ –  له ( دينې آزادۍ) څخه مقصد په مطلق ډول دخلكو آزاد پريښودل دي ،ترڅو هرڅوك چې په اسلامي نړۍ كې بل هر دين اخيتارول غواړي اختياریې كړاى شي .

دهمدغو يادو شويو قوانينو او فشارونو له امله په افغانستان كې دامريكا له لوري جوړې شوې ادراې هيڅكه ونه کولی شول چې له اسلام څخه (مرتد) شويو خلكو ته سزا وركړي،او يا په افغانستان كې د (نصرانيت) ( بهايت) او نور باطلو نظرياتو دخپريدو مخنيوی وكړي . ځكه چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون د بشر دحقوقو نړيواله اعلاميه رعايتوي ،او دهمدې اساسي قانون په اوومه ماده كې داسې راغلي : ( دولت دملګرو ملتونو د منشور، دبين الدول معاهدو،دنړيوالو ميثقانو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري  او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلامیې رعایت کوي).

او دبشري حقوقو دنړیوالې اعلامیې په اته لسمه ماده كې په صراحت سره هر چاته  په خپله خوښه د( دين دانتخاب)په هكله داسې راغلي دي: ( هر انسان د فكر د آزادۍ او د دين د انتخاب له حق څخه برخمن  دی، او همدا حق د دين او دعقيدې تبليغ ،د ډله ييزو ښوونو او رسنيو له لارې دنظر اظهار او همدا ډول د شعائرو سري او علني تر سره كولو او له هغوڅخه حفاظت  ته هم شامل دی).

همدارنګه  همدغه د (  ارتداد حق ) د بشر دحقوقو د نړيوالې اعلامیي په نولسمه ماده كې هم په صراحت سره داسې ذكر شو يدي : ( هر انسان دنظر او خپل ليدلوري د آزادۍ له حق څخه برخمن دی . دغه حق ديته هم شامل دي چې څوك دې د بل چا افكار او نظريات د بل چا له مداخلې پرته ومني ،او هم كولی شي خپل افكار او نظريات په هرې ممكنې وسيلې له هر جغرافيوي قيد او بند څخه پرته  تر لاسه او نشر كړي ) .

پورتنيو حقايقو ته په پام سره ويلي شو چې په اسلامي هيوادونو كې  دغربي ډوله قوانينو عملي كيدل داسلام په خلاف دفكري او قضايي جګړې او دهغه د تحريف تر ټولو خطرناكه وسله ده .او همدغې وسيلې  اسلام دخلكو له عملي ژوند څخه ليرې كړی،او خلكو ته يي داسې ورمعرفي كړی  چې اسلام يوازې يو څه تصورات ،عبادتونه او دعاګانې دي او بس،چې نه نظام لري،نه قوانين لري او نه هم دبشريت دچارو دسمبالولو وړتيا لري . او كه يو څه قواعد او ضوابط وركې شته هم نو هغه د ډيرې پخوا زمانې لپاره وو چې اوس دتطبيق وړتيا نه لري

. خو كه مسلمانان راپورته كيږي او په عملي ډول دا ثابتوي چې شريعت اوس هم د بشريت دچارو دسمبالولو او هم دتطبيقيدلو وړتيا لري ، نو غرب او امريكا يې بيا ځواب دزور په استعمال،د بمونو په اورولو،زندانونو،او دهيوادونو په اشغالولو وركوي .

(نور بیا).

مولوي عبدالهادي (مجاهد)

—————————————

ددې لیکني لومړی برخه په لاندي ادرس لوستلای شئ:

http://www.nunn.asia/index.php/sience-articles/social/6437

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د