افغانستان

امریکا د « افغان ستوري » ګټونکي ته مبارکي ويلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا سفارت پر رسمي پاڼه د طلوع تلویزون د « افغان ستوري » د خپرونې کلني ګټونکي ته مبارکې ويلې ده.

دغه خپرونه چې د کال له پیله تر پایه ګڼ کسان سندرې پکې وايي د کال په پای کې يې درې تنه ګټونکي اعلانېږي چې د دوی د پرېکړه کوونکو له مخې یو يې لومړی، بل دویم او بل هم درېیم مقام لري.

د امریکا سفارت پر رسمي پاڼه د دې خپرونې د ۱۳۹۴ لمریز کال ګټونکي ته ځانګړې مبارکې ورکړل شوی او د هغه سندرې يې ستایلې دي.

د امریکا سفارت پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ټولو سندرغاړو په زړه پورې سندرې وویلې، خو حبیب الله فاني ته ځانګړې مبارکې وایو، هغه وتوانېد چې د افغان ستوري یوولسم ستوری شي.»

د طلوع تلویزون د دې خپرونې د پیل لپاره د هر کال په پیل کې په ولایتونو او مرکز کابل کې د نوم لیکنې لړۍ روانه وي، د پردې شاته له ګډونکوونکو ازموینه اخیستل کېږي او څو تنه يې د دې وړ ګرځول کېږي چې په خپرونه کې برخه واخلي.

طلوع تلویزون چې د موبي ګروپ مشهوره رسنۍ بلل کېږي، ډېری وخت يې د سیاسي خپرونو لپاره هم مېلمانه او موضوعات د امریکا د سفارت له لوري ور په ګوته کېږي.

ياده دې وي د دولت وسله والو مخالفينو دا رسنۍ د امریکايي ګټو لپاره استخباراتي اداره بولي او د رسنۍ په توګه يې نه پېژني، چې د همدې دعوې تر سیوري لاندې يې په یوه برید کې د دې رسنۍ اوه تنه کارکوونکي ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

دی طالبان خبره پر ځای وه چی دا دی ‌‌‌‌‌‌ډمانو تلویزیون دی امریکا یو استخباراتی شبکه ده او هغه کسان چی تیره میاشت مړه شول. نو جایی دی امریکایانو سره ده او اوس دی. دی امریکایانو دی دفاع لپاره دی خدایی په مقابل کښی ځان ټینګ کړی

عمر

بسم الله الرحمان الرحيم ايا داسي هم تاسو فكر كري دي چي كافر چاته مباركي وه واي او په خپلي ميديا كي يي وستايي نو هغه به سه رقم سري وي او د كوم دين پيرو به يي خو د كافر د دين پيرو او دجال د لشكر سري به وي اوس چي مونگ دي زمانه كي ژوند كوو دوه دلي موجودي دي اول جنود الرحمان هغه دله چي د الله لپاره جنگيگي او خپل زوند يي د الله د دين په رنا كي برابر كري يي دوهم هغه دله ده چي شيطان پيروي كوي او د الميناتي غواري او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x