نړۍ

د مسلمانو علماوو ټولنه: امريکايي ايتلاف په لوی لاس ولسي وګړي وژني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف په قصدي توګه ولسي خلک وژني.

د عراق اسلامي علماوو ټولنې د امريکايي ايتلاف په اړه وايي، چې دغو جنګي الوتکو د داعش ضد جګړې په نوم يو ډول نوې ترهګري پيل کړې او د خپلو بمباريو په ترڅ کې يې تر اوسه سلګونو علما، استادان او محصيلين وژلي دي.

د علماوو په وينا د دغې بمبارۍ تر ټولو زيات قربانيان د موصل پوهنتون استادان، محصلين او د عراق نور فرهنګي خلک دي.

د علماوو ټولنه وايي، چې امريکايی ايتلافي الوتکې د ولسي خلکو پر کورونو، پوهنتونو، روغتونو او نورو ولسي ځايونو بمبارۍ کوي.

د علماوو ټولنه زياتوي، چې امريکايي الوتکو د عراقي ولس ټولوژنه پيل کړې، مګر هېڅوک يې د مخنيوي نه شته او له همدې امله دغه الوتکې د عراق پر خاوره هر موجود خپل هدف بولي او په خپلو بمباریو کې يې له منځه وړي.

«د جګړې پر مهال د خپل دښمن وېرولو په موخه د ولسي خلکو وژنه يو نه بښونکی جرم دی او د نړۍ له ټولو بشري اصولو سرغړونه ده.»

عربي رسنۍ زياتوي، چې امريکايي الوتکو د موصل پوهنتون انګړ او شاوخوا سيمو کې پنځه ويشت ولسي وګړي او پنځه داعش وسله‌وال وژلي دي.

امريکايي ايتلاف وايي، چې يوازې په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې يې د عراق شمال او لويديځ کې پنځه ويشت بريدونه کړي دي.

د عراق مسلمانو علماوو ټولنه وايي، چې يوازې د روانې مارچ مياشت کې امريکايی الوتکو سلګونو ولسي وګړي وژلي او د دې ټولو وژنو پړه د امريکا پر غاړه ده او له نړيوالو ټولنو يې غوښتي، چې د امريکايي الوتکو دغه بشري جرمونه وغندي او مخنيوي لپاره يې هلې ځلې وکړي.

«د سلګونو بې ګناه ولسي خلکو وژنه، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، امريکا او نړيوالې ټولنې لپاره ستر شرم دی، چې د بشري کرامت او ديموکراسۍ دعوې کوي او عملا هغه څه ترسره کوي، چې يو انسان يې د ليدو او اورېدو توان نه لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x