افغانستان

بدخشان امنیتي مسوولین: د کران او منجان ولسوالۍ اربکیان زموږ له واکه وتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د کران او منجان ولسوالۍ اربکیان د دوی له واکه وتلي دي، چې له وحشته يې ولس په تنګ شوی دی.

د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې د قومندان عبدالمالک او قومندان محمد شریف په نوم د دوو کسانو واک چلېږي چې د دولت لاس يې لنډ کړی دی.

غفوري وايي چې دا دواړه کسان په دې ولسوالۍ کې نږدې ۷۰۰ تنه اربکیان لري چې ټوله ګوزاره يې د دې ولسوالۍ پر معدنونو روانه ده.

د بدخشان امنیه قومندان اعتراف وکړ چې په کران او منجان کې د قیمتي کانونو او معدنونو د لوټ ټول واک د همدې دوو قومندانانو په لاس کې دی چې د ولسوالۍ امینه قومندان يې پر وړاندې بې وسه دی.

غفوري وړاندې وويل چې دې دوو قومندانانو په تېره یوه میاشت کې درې تنه په سخت مرګ وژلي دي، د هغه په خبره څو ورځې وړاندې يې یو تن له ۲۰۰ متره لوړه فاصلې نه لاندې کندې ته غورځولی دی.

د کران او منجان ولسوالۍ امنیه قومندان هم مني چې په سیمه کې مېشتو اربکیانو پر وړاندې يې وس نه رسېږي.

قومندان احمدشاه وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې ۳۰ ملي پولیس لري چې د اربکیانو پر وړاندې سر نه شي پورته کولی.

هغه مني چې د خلکو خوندیتوب د دوی دنده ده خو په وينا يې « بدبختانه په ولسوالۍ کې د اربکیانو له قومندانانو سره مو وس نه رسېږي، خو کوشش کوو چې له مرکزي حکومته مرسته وغواړو او پر ضد يې عملیات ترسره کړو.»

یاده دې وي اربکیان چې لومړی ځل د غزني په اندړو کې را پیدا شول په ټول هېواد کې د ملي ګټو، وژنو او ان د ولس د ناموسونو پر لوټ تورن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x