
غزل: مطيع الله جواد
مطيع الله جواد
لکه ګل بشر دې وخوړ مردکيو
زه دې مړ کړم د فراق په تاريکيو
زمونږ د کلي ووړ او زوړ درپسې ژاړي
يې دعا کې د بوډيو ناوکيو
ستا مظلومو وينو رنګ راوړ جانانه
شوو برلاسي پر دښمن او خپلواکيو
د سپېرو خاورو مزار درباندې جوړ شو
شينغزو کې چوڼهار د توتکيو
جنتي مرغه جوجوري کې به روح ستا
منظرې کړي د ښايستو باغو شينکيو
د جواد زړه يې غمو دی زورولی
د ګلاب رنګه کمکی زلمو تنکيو