نړۍ

اصلاح غوښتونکی حسن روحاني د ایران نوی ولسمشر وټاکل سو

نن ټکی آسیا: په ایران کي د ولسمشریز ټاکنو په پایله کي اصلاح غوښتونکی حسن روحاني د ولس مشر په توګه وټاکل سو.

د ایران وزیر داخله مصطفی نجار د ټاکنو د پایلو په اعلان کي ویلي چي حسن روحاني 16 ملیونه زیاتي رايي ګټلي چي د ټولو رایو څخه تر پنځوس زیاته سلنه جوړوي، او په دې توګه حسن روحاني په ټاکنو کي لومړی مقام وګاټه او ولسمشر وټاکل سو.

په دوهم نمبر د تهران پخوانی ناظم محمد باقر قالیباف راغلی، چاچي یوازي 16 سلنه رايي ګټلي، او په دریم مقام سعید جلیلي راغلی.

د وزارت داخله د بیان سره سم سږ کال په ټاکنو کي تر 70 سلني زیاتو ثبت شویو کسانو ګډون کړی وو، چي نسبتا تر پخوانیو ټاکنو زیات شمېر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x