ادبي لیکني

څه خاص او مهم شی نه و «لنډه کيسه»

ژباړه.محمدعلي عمري

یوه  ورځ ړوند سړئ دیوې ودانۍ څنګ ته ناست وو.خولۍ او تابلویې له پښو سره ایښي  وو دتابلو پرمخ یې لیکل شوي وو .

زه ړوند یم لطفا کومک وکړئ.دورځپاڼې چلونکئ یې له څنګه تيریدو  وده ته یې وکتل  فقط په خولۍ کښي یې یوڅوسکې پرتې وې.

ده یوڅوسکې په  خولۍ کښي ور وغورځولې. اوبې له دې چي له  ړانده  سړي څخه  اجازه واخلي تابلویې راپورته کړه لیکل یې خراب کړو.

او یو بل اعلان یې باندي ولیکلو.او تابلو یې بیرته دده په پښوکې کښېښودله او  ولاړو. دهغې ورځې په ماذیګر هغه دورځپاڼې چلونکئ پر هماغه ځای تېرېدلو.

چي متوجه شو دړانده سړي خولۍ له سکو او روپیو ډکه وه.ړانده سړي د ورځپاڼې دچلونکې د قدمونو  ږغ وپيژاندو.

ورته وې ویل چي که ته هماغه  سړئ یې چي پرتابلو دې لیکل وکړو نو راته ووایه چي پرتابلو دې څه ولیکل؟

دورځپاڼې چلونکي ورته وویل .څه خاص او مهم شئ نه وو.ما فقط ستا لیکل په یو بل شکل واړول.

ویې خندل او  پرخپله لار روان شو. ړوند سړئ هیڅکله نه شو پوه چي ده څه لیکلي دي. لیکن دهغه پرتابلو لیکل شوي وو.

نن ورځ بهاردئ لیکن زه وس نلرم چي  هغه ووينم !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x