نظــر

د ناټو جنګي جنايتونه؛ يو نه ختمېدونکی داستان

ليکوال عمران فيروز

ژباړن: احمدالله احمدزی

سرچينه: ټيليسور تحليلي او خبري ويبپاڼه

په دې وروستيو کې د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار کې تورن د لسو پوځيانو دندې يې ځنډولي دي.

دغه بمبارۍ د بشري حقونو نړيوالو ټولنو او ملګرو ملتونو جنګي جنايت بللی دی.

تېر کال اکتوبر کې، چې طالبانو کندز ونيو، امريکايي الوتکو د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ کندز ښار کې بمبارۍ پيل کړې او دغه مهال يې کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم بمبار کړ، چې د ناروغانو او عملې په ګډون يې ۴۲ کسان وژلي وو او لسګونو نور ټپيان وو.

د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنو له لوري دغه بمبار جنګي جنايت بللو سربېره به هېڅوک هم محاکمه نه شي او دا هر څه به يوازې تر کاغذي خبرو محدود وي.

له دغې بمبارۍ وروسته امريکايي چارواکو ضد و نقيض څرګندونې وکړې. په لومړي ځل يې وويل، چې دغه روغتون کې د طالبانو جنګيالي وو، بيا يې وويل، چې دا بمباري يې د افغان حکومت په غوښتنه کړې او له خپل لوري د يوې اړخيزې څېړنې په پای کې وويل، چې دا يو بشري تېروتنه وه او دوسيه يې بنده کړه.

که د افغانستان وروستي پنځلس کاله په زير وڅارو، نو پوه به شو، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف له يرغل راهيسې، دا ډول «بشري تېروتنې» ډېرې زياتې شوي او لا هم کيږي، مګر عاملين يې لا هم سرې سترګې ګرځي او تر اوسه د دغې «بشري تېروتنې» هېڅ مجرم نه دی محاکمه شوی.

د ساري په توګه له ننه څلور کاله وړاندې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې يو امريکايي عسکر د شپې په يو کور کې د ښځو،ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون شپاړس ولسي وګړي ووژل. د امريکايي چارواکو په وينا د دوی سارجنټ رابرټ بېلز له خپل مرکزه د شپې وتلی و او خپل بېس ته څېرمه زنګاوت کلي کې يې يوه کورنۍ په ټوليزه توګه ووژله.

مخکې له دې، چې د بېلز محاکمه پيل شي امريکايي چارواکو او رسنيو د شپاړسو افغانانو قاتل ذهني ناروغ او ليونی وباله. د چارواکو له نظره رابرټ بېلز له محکمې ازاد دی او لامل يې دا دی، چې نوموړی قاتل تنهايي ځپلی او ليونی دی.

د شپاړسو افغانانو امريکايي قاتل ته قضايي خونديتوب حاصل دی، چې د ناټو ماموريت لاندې يې په يوازې ځان دومره ستر وحشي جنايت ترسره کړی. امريکايي پوځيان دومره وژنې د ديموکراسۍ د قيام او د افغانستان امنيت لپاره لپاره کوي.د رسنيو له قوله ۲۰۱۳م کې بېلز په ټول عمر بند محکوم شو.

روسي RT نيوز ليکلي، چې له پېښې وروسته د کابل حکومت د پېښې څېړلو په موخه پنجوايي ته پلاوی ولېږه او پلاوي د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې په دغه وژنه کې رابرټ بېلز يوازې نه و، بلکې ده سره له پنځلسو تر شلو نور امريکايي عسکر هم ملګري وو.

دغه پلاوي ټينګار کاو، چې دومره زيات کسان وژل په يوه شپه کې د يو پوځي د توان کار نه دی او ځايي خلک دا هم وايي، چې په دغه شپه دوی د امريکايي چورلکو غږونه هم واورېدل.

د محاکمې پر مهال قاضيانو وويل، چې د پېښې شاهدان او د وژل شوو خلکو کورنۍ او خپلوان دې د پوښتنو ځوابونو لپاره حاضر کړای شي، مګر د رښتيا ويلو د مخنيوي لپاره دغه خلک محکمې ته حاضر نه شو کړای.

د ۲۰۰۹ م سپتمر کې امريکايي او ناټو پوځيانو يو بل جنګي جنايت کړی دی. د ناټو جنګي الوتکو د ګازو پر هغو ټانکرانو بمبارۍ وکړې، چې طالبانو کندز کې نيولي وو. په دغه پېښه کې له ۱۵۰ زیات خلک وژل شوي وو، چې ډېری يې ولسي وګړي وو او دغه خلک د دغو ټانکرانو په شاوخوا کې راټول وو، چې د ناټو جنګي الوتکو پرې بمبار وکړ او تر اوسه د دغې پېښې په تړاو هېڅوک هم نه دي نيول شوي.

هغه مهال د الماني پوځيانو افسر ډګروال جورج کلين د ناټو الوتکو ته امر کړی و، چې پر دغو دوو ټانکرانو بمبار وکړي او ويلي يې و، چې دلته شاوخوا راټول خلک ټول طالبان دي. د ناټو څېړنو ښوولې، چې ډګروال کلين په ګڼو پېښو کې د ناټو له اصولو او مقرراتو سرغړونه کړې ده.

له دغې پېښې وروسته هغه مهال افغانستان کې د امريکا او ايساف ځواکونو مشر قوماندان جنرال سټېنلې مېک کرېسټل هڅه وکړه، چې د ډګروال جورج کلين دنده وځنډوي، مګر دی په خپلو هڅو پاتې راغی او د المان دفاع وزارت ټينګار وکړ، چې نوموړی ډګروال دې په خپله دنده کې پاتې شي.

په ۲۰۱۰م کې د المان سترې محکمې اعلان وکړ، چې ډګروال کلين له هر ډول تورونو پاک دی، هېڅوک يې د محاکمې جرئت نه شي کولای، په ۲۰۱۳ کې دغه ډګروال ته د جنرالۍ رتبه ورکړای شوه او کله، چې د کندز خلک د ده له جنرالۍ خبر شول، نو دا خبره افغانستان کې ډېره عامه شوه.

«که هر غربي سرتېری غواړي، چې لوړې څوکې او رتبې ترلاسه کړي، نو افغانان دې ووژني.»

له داسې پېښو وروسته، که افغانان راپورته شي او خپل غبرګونونه وښيي، نو امريکا او ناټو تل هڅه کړې، چې د قربانيانو کورنيو ته پيسې ورکړي او خولې يې وربندې کړي.

د کندهار پنجوايي له خونړۍ پېښې وروسته هغه افغان، چې د خپلې وړې لور او ورور په ګډون يې د خپلې کورنۍ شپاړلس غړي له لاسه ورکړي وو، امريکا غوښتل، چې د وژل شوو کورنۍ مشر محمد وزير ته د هر مړي مقابل کې پنځوس زره امريکايي ډالر ورکړي، مګر وزير په خپله خبره ټينګار کاو، چې دغه پيسې خو د ده د کورنۍ غړي نه شي راژوندي کولای.

د کندهار پنجوايي د پېښې خون بها د نورو بشري جرمونو په پرتله ډېره زياته بلل شوې او لامل يې هم دا و، چې د نړۍ ټولو رسنيو دغې پېښې ته ډېره توجه کړې وه او د امريکايي پوځيانو ملامتيا په کې څرګنده وه. په نورو پېښو کې، چې امريکايي او ناټو پوځيانو د افغانستان ولسي وګړي وژلي وو، نو کورنيو ته يې دوه زره ډالر شاوخوا ورکړي. امريکايانو لپاره د يو موټر بيعه له انساني کرامته ډېره وه.

افغاني الاصل المانی کريم پوپل وايي، چې دی له تېرو څو کالو راهيسې افغانستان کې د الماني پوځيانو د بشري سرغړونو په اړه محکمو کې دلايل وايي او تر اوسه نه دی بريالی شوی، مګر دی ژمنه کوي، چې تر خپل توانه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

کندز کې د المان پوځيان وايي، چې د بشري پېښو د قربانيانو خپلوانو ته يې د نږدې يو نيم لک يوورو خوراکي توکي ورکړي دي.

تېر کال اکتوبر کې، چې امريکايي جنګي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار کړ، امريکايي چارواکو يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د پېښې د قربانيانو کورنيو ته به پيسې ورکړي، مګر د افغانستان خلک دې ته هېڅکله زړه نه ښه کوي، چې د خپلو وژل شوو دوستانو پر سر دې ډالر واخلي او د دوی يوازېنۍ غوښتنه دا ده، چې د پېښې بې پرې څېړنه دې وشي او مجرمين دې د جنګي جنايت له امله محاکمه شي.

بدبختانه، د افغانانو دا هيله به هېڅکله پوره نه شي؛ ځکه چې د جرمونو نړيواله محکمه يوازې يوه «مسخره او ټوکه» ده او ټول ټينګار يې پر افريقايي ډاکټرانو دی، چې محاکمه يې کړي، مګر امريکايي او نور غربي پوځيان اجازه لري، چې هر ډول جنګي جرمونه ترسره کړي او هېڅوک يې د پوښتنې او مخنيوي نه شته.

د امريکايي پوځيانو لپاره تر ټوله غټه سزا دا ده، چې يو نيم په کې د قرباني پسه په توګه د څه وخت لپاره له خپلې دندې لرې کړای شي. د ساري په توګه رابرټ بېلز، چې د ټولې پېښې يوازېنی تورن وبلل شو او يا به د الماني ډګروال په څېر جنرالۍ ته رسيږي، چې د يو نيم سل افغانانو په وژلو يې دغه رتبه ترلاسه کړه.

د پنجوايي د پېښې د قربانيانو د کورنۍ غړی محمد وزير وايي، چې د ځمکې پر سر له چا د عدل او انصاف تمه نه لري او يوازنۍ هيله يې د خپل رب له درباره ده، چې هغه به د ده حق ورکړي او دښمنانو ته به يې په عادلانه توګه سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x