ټکنالوژي

ګوګل زموږ په اړه څه پيژني؟ دلته یې ولولئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲مه ۱۳۹۵ل): ښايي تاسو دا ومنئ چې کوم ټيکنالوژي موږ و تاسو نن سبا کاروو، زموږ د ټولو کړنو ریکارډ له ځان سره ثبتوي.

ستاسو سمارټ فون ته د دې معلومات وي، چې تاسو چېرې ولاړ وئ، ګوګل نقشې ته همداسې هر څه څرګند وي او فیسبوک خو بیا دومره معلومات غواړي چې هېڅ ترې ځان نشي پټول کېدلای.

بیا هم، که تاسو غواړئ چې مستعار پټ شئ او هغه څه پيدا کړئ د څه په اړه چې ګوګل ستاسو په اړه معلومات لري. ستاسو د دلچسپۍ، هغو ځایونو چېرې تاسو سفر کړی، په ګوګل کې ستاسو لټون، نو لاندې طریقې عملي کړي او دومره ځان پوه کړئ چې ګوګل ستاسو په اړه څومره معلومات لري.

یوه یادونه دلته کوو چې ډيری خلک د Ctrl +H له لارې ټول تاریخونه ډيلیټوي، دوی باید دا په یاد ولري چې له دې سره ستاسو لټون تاریخونه له بیخه نه ختمیږي بلکې اصلي ځای کې لا هم دا هر څه پاتې کیږي. د هغو د حذفولو لپاره لاندې طریقې څخه کار واخلئ:

۱- ګوګل تاریخ یا history ته ولاړ شئ: google.com/history

۲- ګوګل اکونټ ته مو ننوځئ:

google 22

ګوګل یواځې ستاسو هغه لټونونو ثبتوي کوم چې تاسو د خپل اکونټ ته د ننوتلو وروسته کړي وي. ښايي ګوګل ټول هغه لټونونو تاریخ ونه لري کوم چې تاسو کړي وي. بیا هم دا درته ستاسو د ټولو لټونونو په اړه دقیق معلومات درکوي.

۳- لاندې «وروستۍ اونۍLast week » باندې کلیک کړئ او «ټول وختAll time» انتخاب کړئ:

google 11

۴- خپله لنډ د لټون تاریخ مو د «وروستۍ میاشتې Last month» یا «وروستي کالlast year» باندې د کلیکولو څخه معلومه کړئ:

۵- ټول لټون تاریخونه مو ختم کړئ:

google 11
په دې د کلیک کولو وروسته درته ګوګل لومړی د «نن ورځ Today او پرون ورځ yesterday » انتخاب درکوي. د لټون حذفولو لپاره ښي لوري ته پورته په درې نقطو کلیک کړئ، لاندې به درته د Delete option راشي، هغه انتخاب کړئ.


تاسو کولای شئ د اډوانس له لارې د تېرې یوې میاشتې یا ټول د لټون تاریخ ختم کړئ.

۶- ګوګل څخه ستاسو د اوسېدو ټول ځایونو لرې کول

google 11

د پاڼې ښي لوري پورته خوا ته په درې نقطو باندې کلیک کړئ، لاندې setting راشئ، په Show more controls باندې کلیک کړئ، دلته تاسو کولای شئ چې خپل فعالیتونه د «کوم ځای ته ولاړ وئ places you go» له لارې اداره کړئ. که تاسو د ځای ښودلو خدمت لرئ نو هغه چالان کړئ، هغه به ستاسو ټول ځایونه چېرې چې تاسو مبایل استعمال کړی، دروښيي.

google 11

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x