نړۍ

د څلورویشتو کسانو د مرګ وروسته نن په کوټه کي توره ورځ، د غم ورځ

نن ټکی آسیا: دتیري ورځي د چاودني وروسته د کویټي ښار په بولان میډیکل روغتون کي جګړه پيل شوه، چي بالاخره نن پای ته ورسیدله، او لږ تر لږه په کښي ۲۳ تنه ووژل شول، چي په هغو کي د بلوچستان د پولیسو د مشر مرستیال عبد المنصور کاکړ هم شامل دی.

د پاکستان وزیر داخله چودري نثار علي خان رسنیو ته ویلي چي د بولان میډیکل جګړه اوس پای ته ورسیده، او هغه سیمي چي په کښي وسلوالو ډاکټران او ناروغان برمته کړې وه، اوس ازادي سوي، او ۴ تنه وسلوال وژل شوي دي، او یو کس بل ژوندی نیول شوی دی.

نومړي وویل چي نیول شوي کس څخه به زیات معلومات تر لاسه کړي، خو لومړی شواهد دا ښيي چي پيښه د بلوڅانو د مقاومت کونکو له خوا تر سره شوې.

باید وویل شي چي تیره ورځ د بولان میډیکل کالج د زده کونکو انجنو پر موټر د ریموټ په واسطه برید تر سره شو، چي له کبله یې لږ تر لږه 14 زده کونکي ووژل شول، او بیا چي کله مړي او ټپيان د کویټي ښار سرکاري روغتون ته ولیږدول شول، وسلوالو هلته هم برید وکړ، چي له کبله یې د مرګونو شمېر نور هم پورته سو.

وزیر داخله نثار علی خان ویلي چي د څلور تنو بریدګرانو په ګډون د مرګونو ټول شمېر 23 تنه وو، چي په هغو کي څلور تنه عسکر او 14 زده کونکي او یو د پولیسو د مشر مرستیال عبد المنصور کاکړ هم شامل دي.

تیره ورځ د بلوچستان په زیارت سیمه کي هم د پاکستان د بنسټ ګر محمد علي جناح پر تاریخي کور برید وسو، چي له کبله یې د هغه کور او دهغه ټول تاریخي اثار له منځه تللي.

وزیر داخله نثار علي خان ویلي چي په زیارت کي تاریخي کور د بلوچستان لیبریشن ارمي (بلوڅ مقاومت کونکو له خوا تر برید لاندي راغلی، او هغوی ددي پيښي مسؤولیت هم اخیستی.

د بلوچستان حکومت نن ورځ (یکشنبه) د غم ورځ اعلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x