افغانستان

غزنی: اندړو کې طالبانو مشهور اربکی قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې طالبانو د دې ولسوالۍ د کنصف د کلي مشهور اربکی قومندان وژلی دی.

قومندان نيکو چې د کنصف په دوه لارې کې يې د د پوستې قومنداني کوله، په سیمه کې پر وحشت پېژندل شوی و.

طالبانو قومندان نېکو تېره ورځ په یوه غلچکي بريد کې وژلی دی.

قومندان نیکو چې د میدادوالو د کلي د صالح محمد زوی و، په سیمه کې پر ګڼو اخلاقي جرمونو تورن و او د ولسي وګړي يې له چلنده خورا په تنګ و.

طالبانو يې په اړه ولیکلي: «یاد قومندان د میداد والو کلي اوسیدونکی او په ظلم، فحشاء او د عامو خلکو په زورولوکې زیات مشهور وو، چي نن د مجاهدینو په دغه بریالي بریدکې قتل او د خپلو ناوړه اعمالو په سزاورسید.»

دغه قومندان په داسې حال کې د طالبانو په بريد کې وژل کېږي، چې نږدې میاشت وړاندې د همدې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د مېرمنو په ګډون په غزني ښار کې د اندړو د اربکیانو پر ضد لاریون ترسره کړ او دولته يې وغوښتل چې د دوی له سیمو دې د شر دا ټغر ور ټول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x