نظــر

دپنجوایې دفاجعې دوسیه څنګه شوه ؟

victims

داسي هیوادوال به کم وي چي دپنجوایې د تېر(۲۰۱۲)ز،کال دمارچ دیوولسمي له فاجعې څخه خبرنه وي ،هغه بوږنونکې پېښه چي دپنجوایې ولسوالۍ په زنګاوات سیمه کي دشپې له خواامریکایې پوځیانو اوولس تنه ولسي وګړي دښځواوکوچنیانوپه ګډون بې پلمې شهیدان کړل اوبیایې په اوروسوځول .

دعیني شاهدانوپه ویناچي په دغه شپه یې د۱۲- ۱ بجې پوري دالوتکوږغونه اوریدل خوګومان یې کاوه چي کومي بلي خواته به ځي ، ددوی په ویناځکه دډبډبکو(چنوک اواپاچي هلیکوپرو)اوازونه یې نه دي اوریدلي ،نوبیغمه شول چي پلي عسکربه سیمي ته نه وي راغلي .خوشېبه وروسته یې پرله پسې دډزواوازونه واوریدل ،ورپسې یې دښځواوکوچنیانوډارونکي چغي اونارې واوریدې .ترښه درنګ وروسته چي دډزواوچیغواوازونه خپ شول له کورونوڅخه راووتل مخ دډزواوچیغوپرخواورغلل ،فضاء دوینو،غوښواوباردوګنګسونکی بوی نیولې ده .که ګوري چي یوګړی مخکي امریکایې عسکروپرڅوکورونویرغل کړی اوپه همد ې کورونوکي یې په جلا- جلاخونوکي په خوب بیده ماشومان، ښځي اوبوډاګان له یوه مخه ویشتلي چي زیاتره شهیدان شوي دي ،امریکایانو دشهیدانوجسدونه یوې کوټې ته راټول کړي اوبیایې سوځولي هم دي .

دیادي شوي پیښي په اړه امریکایې چاراکواوکرزي خفګان ښکاره کړ اودایې دیولیوني پوځي عمل وباله ،خودعیني شاهدانوپه ویناپه دغه جنایت کي یوپوځي لتاړنه دی ،بلکي ډیرعسکرچي په دووبیلوبیلوډلومشتمل وو پکي ښکېل دي .دوی وویل چي :«یوعسکرڅنګه کولای شي چي دیوې شپې په یوه برخه کي په دووکلیوکي پرله پسې په څوکورونوکي خلګ ووژني اوبیایې رایوځای اووسوځوي ؟. داڅنګه لیونی دی چي ځان نه وژني ،خپل ملګري نه وژني ، خوافغانان وژني ؟!،په توره شپه په کومه کنده اوویاله کي نه لویږي ، لاره نه ځني ورکیږي اوبیرته سیده ځي خپل مرکزته سهي سلامت ځان رسوي !! ». دعیني شاهدانودویناپه اسا س چي :وهمدغه کلي ته امریکایې عسکرپه څوموټروکي ورغلي دي اوبیایې په دغه وحشت لاس پوري کړ ی دی .

پورته ذکرشوي خبري دپیښي شاهدانواودشهیدانووارثانومخامخ کرزي اوټیم ته یې واورولې ،کرزي هم ومنل چي :«هو!داعمل یوکس نشي کولای »،یرغلګرواودکابل ادارې په تېره کرزي له ولس سره ټینګه ژمنه وکړه چي قاتل پوځي (رابرت بېلز)ته به سزاورکوي اوپه افغانستان کي به محاکمه کیږي .که څه هم دولسي خلګوپه ویناددغي پیښي عاملین ۱۵- ۲۰تنه پوځیان وو،خودنیواکګروله خواهغه یوتورن شوی عسکر( رابرت بېلز)هم دپلټني په پلمه له افغانستان څخه وایستل شو.
رابرت بېلزدامریکاپه یوه پوځي محکمه کي ظاهراددرویشت تنوپه مرګ ژوبله تورن شو،ترپیښي یوه میاشت وروسته یوه ډله امریکایان زنګاوات ته دشواهدوراټولولوپه نو م ولاړل ،خوکوم راپوریې وړاندي نه کړ.

دپیښي دوه مهم عیني شاهدان یوپه بل پسې ووژل شول ،اغالالاچي دیادي شوي پیښي یوفعال شاهدؤ،دجون پر۲۳مه دکندهار- بولدک په لویه لارپه یوه مرموزه ترافیکي پیښه کي ووژل شو.دغه رازیوبل تن (حبیب الله) چي دخپل پلارحاجي محمدنعیم دوژلوعیني شاهدؤ،دسپټمبرپر۲۵مه سهارچي له کورڅخه خپل باغ ته روان ؤامریکایې پوځیانووواژه .

کله چي د۲۰۱۲ز،نومبرکي رابرت بېلزمحکمې ته حاضرکړشو،له کندهاره دویډیوکنفرانس له لاري دقربانیانویوولسوتنوقریبانوشاهدي پرې ورکړه ،دوی درابرت بېلزداعدام غوښتنه وکړه ،،خودبېلزمحاکمه نوره هم وځنډیده .

مخکي به دورته پیښوڅخه وروسته دیرغلګروځواکونواوکابل ادارې ویندویانوادعاکوله چي پرمجاهدینو دځوابي بریدپه ترڅ کي ملکي خلګوته هم زیان اوښتی دی اوپه دې توربه یې چي مجاهدین ولسي وګړي دسپرپه توګه کاروي، دخپلي ګناه پیټي دمجاهدینواوږوته غورځاوه . ولي دیادي شوي پیښي دعیني شاهدانوله خولې چي په دغه ځای کي نه طالبان موجودوواونه هم کوم کس پریرغلګروحمله یاډزي کړي دي ، نوداځل یې بیاقاتل یوازي یو پوځي اوهغه هم لیونی ونوماوه .

که فرض کړوچي همداجنایت یوه پوځي کړی اوهغه هم ددوی په وینالیونی ؤ،نولیونیان په پوځ کي شاملول اوبیادجګړې کرښي ته بېول څنګه توجیه کوي ؟.

داندېښنې وړپوښتنه دا ده چي یرغلګرځواکونه په هغوسیموکي چي هلته ددوی قرارګاوي وي اونسبتادولایت اوولسوالۍ مراکزوته نژدې وي همداډول وحشت ترسره کوي ،نوپه هغوسیموکي چي دمجاهدینوترکنټرول لاندي دي اودوی یوازي دشپینوعملیاتوپه مټ هماغه سیموته دورتګ مجال ترلاسه کوي دمظلوموهیوادوالوسره به څه ډول چلندکوي ؟،ځکه چي وهماغوسیمو ته نه دپلټني پلاوی ورتلای شي اونه هم دبشردحقونومدافعین اوژورنالیستان دومره زحمت کوي چي سیمي ته ولاړشي اودمظلوموافغانانوحالت په خپلوسترګووویني اوبیایې ږغ ترنړیوالوورسوي .

نوربایدڅوک دغربیانوپه تېره دامریکایانودبشردوستۍ په دعواوواودقانون اواوصولودرعایت په شعارونو ونه غولیږي ،ددوی دتاریخي وحشتونودشنني پرته چي ارامه نړۍ یې داورپه تبۍ بدله کړې ده ،همدااوس اوس چي ددنیاپه کوموځایونوکي ویني بهیږي په مستقیم اوغیرمستقیم ډول همدادبشردحقونوعلمبرداران پکي ښکېل دي . عملاپه ډیربربریت اوتکبرپه افغانستان ،عراق ،فلسطین ،صومالیا،مالي ،یمن او…..کي پرمظلومانودوحشت اوظلم میچني چلوي ،هیڅ مقررات نه پیژني هغه قوانین چي نوریې په نه عملي کولومجرمین ګڼي ،خپله یې یوپه بل پسې ترپښولاندي کوي . دوی اصلاهغه انسان ډوله درنده ګان دي چي دمظلوموولسونوویني څښي ،هډوکي یې شپېلي اوپرکوپړیویې اسمان څکي ودانۍ جوړي کړي دي .

که راشودبحث اصلي موضوع ته دپنجوایې دفاجعې له دوسیې څخه دامریکایې چارواکوظلم ،غولونه اودرغلي ښه جوته شوه ، چي یوواریې له شلوقاتلانوڅخه یوازي یوتن په ګوته کړ،بیایې همدایو(رابرت بېلز) په لیونتوب تورن کړاو اوبیا چي لیونی په سدراغلی هم یې محاکمه له یوې ورځي بلي ته ځنډوله . بالاخره په روانه (جون )میاشت کي بیلزدیوې معاملې له مخي چي داعدام له سزاڅخه به بچ کیږي دشپاړسوافغانانوپروژنه اعتراف وکړاوظاهراپه ۲۰کاله بندمحکوم شو.

داچي اوس رابرت بېلزته شل کاله بنداعلان شوی ،کوم دنربچی به یې پلټنه وکړي چي نوموړی رښتیاهم په زندان کي دی اوکه په نړیواله کچه دامریکاله پراخواوتیت وپرک پوځي اډوڅخه په کومه یوه کي یې په دنده بوخت دی . دنړۍ په حاکم وضعیت کي دظالم اومظلوم ،کمزوري اوزورورترمنځ عادلانه محاکمه محاله ده ،ځکه مدعي علیه هم وکیل دی ،هم قاضي اوهم سپاهي .مدعي ته یوه ،خو،خورامؤثره لارخلاصه ده ،هغه دیرغلګروپرضدفي سیبیل لله جهاددی ،دهمدې لاري کیدلاشي چي له یوې خوادجهادفریضه له غاړي واوړي ،هیوادازادشي اوداسلامي نظام نفاذ ته زمینه مساعده شي اوله بلي خواخپل اودنورومظلومانوزړونوپرې یخ اوغچ ترې واخیستل شي .

میوندسادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x