شعـــــرونه

غزل: شاهدالله رحيمي

شاهدالله رحيمي

بس تیریږي او روان دي دا وختونه
پسرلی دی خو خزان دي دا وختونه

بعضې خلک یې لامده کړل ځیني وچ دي
په مثال د یو باران دي دا وختونه

د هجران څپې مو یو خوا بل خوا بیایي
چې بغیر مو د جانان دي دا وختونه

خوشالو راشئ! غمونه میلمانه دي
له مودو مو په آرمان دي دا وختونه

رانه مه پوښته (شاهده) چې څه چل دی؟
موده وشوله ویران دي دا وختونه!
ــ
۱۳۹۵/حمل/لومړی نېټه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x