افغانستان

دوستم او عطا محمد نور پراخ مسلح ټکر ته نږدې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵): د بلخ د واکمن عطامحمد نور او د ګډ حکومت د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تر منځ وروسته له هغه حالات خورا ترینګلي شوي دي چې په جوزجان کې يې مسلح ټکر رامنځ ته شو.
 
د عطامحمد نور او دوستم ترمنځ د تازه پراخ ټکر انګېزه وروسته له هغه پياوړې شوې، چې د نور پلویانو په بلخ کې د دوستم یو تصویر له څلور لارې لرې کړی دی.
 
دودستم پلویانو دا خپل مشر ته سپکاوی بللی او په مزار شریف کې يې د پراخو لاریونونو برابرولو ته مټې رابډ وهلې دي.
 
نور بیا خپلو ملېشو ته امر کړی چې په مزار کې د جنبش اسلامي د پلویانو پر ضد « تیار شئ! » واوسي.
 
په بلخ کې د دوستم پلویان د خپل مشر د سپکاوي په پلمه د لاریون هوډ کړی، خو عطامحمد نور يې د نوي کال د مراسمو د ګډوډولو په پلمه ملامت بولي او خپلو شخصي او دولتي ځواکونو ته يې د « تیارشئ!» امر کړی دی.
 
نور پخپله خپره کړې اعلامیه کې د دوستم پلویان « اخلالګر او ښکنځلمار» بللي دي او ګواښ يې کړی چې که خپلو ښکنځلو او ګډوډيو ته دوام ورکړي دوی به يې پر وړاندې ارام نه کيني.
 
په مقابل کې د دوستم زوی باتور دوستم پخپله فیسبوکپاڼه عطامحمد نور « ډارن » بللی او په هغه يې تور پورې کړی چې له ولسه د لاریون حق اخلي.
 
دوستم لیکلي نن ورځ د دوی د پلویانو د لاریون پر مخ د بلخ ټولې لارې تړل شوې وې او پرې ښودل شوي نه دي، چې لاریون ترسره کړي.
 
ياده دې وي د بلخ والي پر قومي مخورو غږ کړی چې د دې موضوع د سوله ییز حل لپاره ولایت ته ورشي، خو د دوستم زوی وايي چې دوی « له څو کوڅه ډبو نه وېرېږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x