
غزنی: واغظ کې پولیسو یو کلیوال ځوان وژلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې پولیسو یو کلیوا ځوان وژلی دی.
د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکی دوه ویشت کلن محمد هاشم، وروسته له هغه د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو چې له دوی سره د پوستې په جوړولو کې له مرستې انکار وکړ.
عیني شاهدان وايي چې پولیسو ګڼ ځوانان په زور د پوستو جوړولو ته وړل، خو محمد هاشم ترې انکار وکړ او هغوی هم ځای پر ځای وویشت.
د محمد هاشم کورنۍ او ملګري وايي چې دوی پر دولت غږ کوي چې د محمد هاشم قاتل ونیسي، دوی وايي چې هغه پولیس اوس هم په واغظ کې دی او بې غمه خپله دنده پر مخ وړي.
ياده دې وي تر دې وړاندې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم د ملي اردو عسکرو یو کلیوال ځوان په ډزو وواژه.
د قره باغ د چوارخېلو اوسېدنکو لاریون وکړ او د وژل شوي ځوان جسد يې د ملي اردو تر قرارګاه او له هغه ځایه د ولسوالۍ بازار ته یووړ، خو چا يې غږ وانه وريد.
د شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو او ولس تر منځ باور صفر ته رسېدلی دی، ځکه خو په ګڼو سیمو کې امنیتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.