شعـــــرونه

غزل: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

چې ته نه يې د ژوند هره لمحه شي بې مزې
سهار شي بې مزې او توره شپه شي بې مزې

راځه ګلابه راشه، چاپيريال درپسې مړ دی
چې لاړ شې ترې نو ټوله علاقه شي بې مزې

خالقه! له ايمانه سره ژوند او مرګی غواړم
څه بده ده د چا چې جنازه شي بې مزې

زمونږه خو يې ټولې خنداګانې راپه غم کړې
وي کوم وخت به هغه چې امريکه شي بې مزې

رښتيا وايه په دروغو باندې هرڅوک اوس پوهيږي
چې سپينه شي په چا نو بيا پيکه شي بې مزې

چې نه لري رښتيا څوک د وطن د درد احساس
نظام يې شي فاسد او اداره شي بې مزې

مشفقه د يو هوډ او يو دريځ خبره ښه وي
چې یو ځلې شي «هو» ورپسي «نه» شي بې مزې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x