زابل: چاودنه کې څلور پولیس او د ملي امنیت یو سرتیری وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): د زابل ولایت په مرکز کلات کې د اومکۍ باوړۍ په سیمه کې پر رینجر ډوله موټر چاودني څلور پولیس او د ملي امنیت یو سرتیری وژلي دي.

د معلوماتو سره سم دغه چاودنه نن د ورځي ناوخته را منځته شوې خو په اړه یې تر اوسه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

طالبانو پر وېب پاڼه په خپور شوي خبرکې ویل شوي چې نن مازیګر پر ۵ بجې دغه پيښه را منځته شوې چې له امله یې د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قومندان سخي داد د خپل شپږ تنه ملګرو په شمول وژل شوی دی.

طالبان د زابل ولایت په ولسوالیو کې پراخ حضور لري چې له امله یې ددغه ولسوالیو اکثره چارواکي په مرکز کلات کې استوګنه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د