
تازه ټاکل شوی امریکایي جنرال په لومړني سفر پاکستان ته رسیدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جون نیکولسن پاکستان ته تللی تر څو هلته د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره ملاقات وکړي.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې تازه ټاکل شوی امریکايي جنرال پاکستان ته سفر کوي.
د پاکستان د مطبوعاتو څخه په خپاره شوي خبرونو کې ویل شوي چې غونډه په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکز کې تر سره شوې، او دواړو اړخونو پر خپل منځو اړیکو خبري وکړې، په سیمه کې د امنیت ټینګولو او په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرښي دواړو اړخونو ته د امنیت په اړه خبري وشوې.
د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکايي جنرال په افغانستان کې د سولي د خبرو په اړه هم د راحیل شریف سره ځانګړی بحث کړی او په دغه لړ کې د پاکستان هڅي ستایلي دي.
پاکستان د امریکا، چین او افغانستان په شمول د څلور اړخیزو غونډو په بهیر کې غوښتل چې طالبان د افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته اماده کړي خو طالبانو لومړی ددغه بهیر سره خپل ناخبري اعلان کړه او بیا یې د ګډحکومت سره د خبرو لپاره په دغه بهیر کې د ګډون څخه انکار وکړ، خو بل لوري ته د حزب اسلامي مشر حکمتیار په کابل کې د ګډحکومت سره مذاکراتو لپاره خپل پلاوی ولیږئ. حزب اسلامي په خپلو اعلامیو کې وویل چې دوی غواړي د سولي په اړه د کابل اداري نیت مالوم کړي.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال نیکولسن د پاکستان هغه عملیات هم ستایلي چې د ډیورنډ کرښي بلي غاړې ته یې په قبایلي سیمه کې د ضرب عضب په نامه تر سره کړل او دغه عملیات یې د پاکستان او سیمي د امنیت د ټینګښت لپاره ډیر بریالي بللي دي.
په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ عملیات که له یوه اړخه د پاکستان په ګډون افغانستان او امریکا بریالي عملیات بولي خو بل لوري ته یې په دغه پښتون مېشت سیمه کې ولسي وګړو ته هم زیات تاوانونه رسولي دي.