ورزش

نړیوال جام: بنګلادیش له استرالیا هم ماتې وخوړله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۴ل): د بنګلادیش کرکیټ لوبډلې په نړیوال جام کې دا ځل د استرالیا څخه هم ماتې وخوړله او نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس یې نېږدې نور په ختمېدو شو.

نننۍ سیالۍ کې استرالیا پچه وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د استرالیا دغه پریکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې بنګلادیش په ۲۵ منډو خپلې دوې ویکټې د لاسه ورکړې.

وروسته محمد متین او شکیب الحسن منډې تر ۶۲ ورسولې، خو میتن دغه مهال د زامپا په بال کیچ وسوځېد.

د بنګلادیش له لوري محمدالله په وروستي اورونو کې تېزې ۴۹ منډې جوړې کړې. د هغه په لوبه کې ۷ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.

له محمدالله پرته شکیب الحسن هم ښه لوبه وکړه. شکیب په ۲۵ بالونو ۳۳ منډې جوړې کړې.

بنګلادیش په ټاکل شوو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

د ۱۵۷ منډو د پوره کولو په تعقیب کې د استرالیا پیل تېز او ښه و. استرالیا په اتم اور کې واټسن د لاسه ورکړ. هغه ۲۱ منډې جوړې کړې. تر دوی وروسته سمیت او عثمان خواجه منډې تر ۹۵ ورسولې، خو سمیت دغه مهال د مستفیض په بال وسوځېد.

عثمان خواجه د الامین په بال بولډ وسوځېد. هغه په ۴۵ توپونو ۵۸ ډیرې منډې جوړې کړې.

وروستیو اورونو استرالیا پرلپسې څو ویکټې د لاسه ورکړې خو میکسیول د لوبې نقشه یو ځل بیا بدله کړه او د دوه شپږیزو او دوه څلوریزو پر مټ یې ۲۶ تېزې منډې جوړې کړې.

استرالیا د ۷ ویکټو په غورځېدو په ۱۸.۳ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x