افغانستان

هلمند: د خوشي سوو بندیانو په اړه د چارواکو ضد او نقیض څرګندوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې د طالبانو له بنده را خلاص شویو کسانو په اړه د ګډحکومت امنیتي او سیمه ایز چارواکي په یوه خوله نه دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي اردو په عملیاتو کې چې په هلمند کې تر سره کړي، ۱۶ تنه بندیان یې د طالبانو له منګولو څخه را خلاص کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملي اردو دغه عملیات د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې د یک شنبې په ماخوستن تر سره کړه. چې له امله یې د بندي خانې ۱۷ تنه طالب جنګیالي ووژل شوه. د بندیانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړه شوي.

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني هم د ملي اردو دغه عملیات ستایلي او را خلاص شویو کسانو ته یې مبارکي ورکړې.

د محمد اسماعیل خپلواک په نامه د ګریشک امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې د شپې له خوا په دغه عملیاتو کې امریکایانو هم برخه اخیستې وه، خو نوموړي د دفاع وزارت هغه خبره رد کړې چې ګواکي ۱۷ تنه طالبان ووژل شول.

خپلواک وویل چې یوازي اوه تنه طالبان په دغه عملیاتو کې وژل شوي دي. او د خوشي شویو کسانو شمېر هم پنځه تنه وو، چې د هغو څخه دوه تنه پولیس او درې تنه نور ولسي وګړي وه.

دفاع وزارت په خپلو خبرپاڼو کې تل د مبالغې څخه کار اخیستی چې په اړه یې د ویاند دولت وزیري د طلوع تلویزون پر مخ یو ځل وویل چې ددوی بریاوي باید یو په لس ابلاغ شي او د مخالفینو د بریاوي د پوځ مورال ټیټوي ځکه باید ډډه ځیني وشي.

طالبانو د پيښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x