افغانستان

معتصم اغا جان وايي د قطر دفتر د سخت دریځو طالبانو دی

نن ټکی آسیا: د طلوع نیوز سره په یوه خاص مرکه کي د طالبانو د وخت د ماليي وزیر معتصم اغا جان ویلي چي د قطر دفتر سخت دریځو طالبانو نمایندګي کوي، او ځانته یې په اشاره سره زیاته کړې چي طالبانو کي معتدل اړخ اوس هم غواړي چي د افغان چارواکو سره خبري وکړي.

معتصم اغا جان چي دوه کاله مخکي په کراچي کي د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شو، د ترکيې په هیواد کي سیاسي پناه اخیستې، او څه موده مخکي اعلان کړی وو چي ډیر ژر به خپل سیاسي تنظیم اعلان کړي.

اغا جان چي خپل شناخت یی د طالبانو د لیکو څخه ګټلی، او په طالبانو کي د مالې وزارت چاري پر مخ بیولي، او بیا د طالبانو د سقوط وروسته د امریکایانو په خلاف په مقاومت را ژوندي کولو کي یو مهم رول لوبونکی وو،

وايي چي نور په دې عقیده نه دی چي باید طالبان حکومت ته ورسیږي، بلکي هر رنګه حکومت چي جوړیږي هغه باید د انتخاباتو له لاري جوړ سي.

نومړي ویلي چي طالبان په دوه حصو تقسیم سوی، چي یو یې سخت دریځي او بل معتدل دي، او معتدل غواړي چي د سولي خبري وکړي، ولي سخت دریځي اوس هم د سولي د خبرو سره موافقه نه لري، او زیاته کړې چي په قطر کي طالبان د سخت دریځو نمایندګي کوي.

معتصم اغا جان زیاته کړې چي په اسلام کی ځان وژنه حرامه ده، خو د طالبانو دا ځان وژنه نه ده بلکي هغه د ځانه څخه د فاع په خاطر داسي کوي، ځکه چي هغوی ته په افغانستان کي د ژوند کولو حق نه دی ورکړه شوی.

باید وویل شي چي ترکیا ته د معتصم اغا جان د تګ وروسته او هلته بیا په وار وار په میډیا باندي د طالبانو د ایجنډا خلاف د میډیا سره د نومړي خبرو طالبان دې ته اړ ایستل چي د اغا جان سره خپل رسمي اړیکي وشلوي، او نومړی د بل په لاس کي د یو آلې په توګه استعمالیدونکی وبولي.

د کتونکو په نظر ملا اغا جان چي له کومه راهیسي د طالبانو له خوا شړل شوي، د هغه راهیسي یې خپل مقام له لاسه ورکړی، او اوس په زور کله نا کله په میډیا کي خپل د زاړه نامه څخه په استفادې ځان مطرح کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x