نړۍ

سومالیه کي د الشباب برید لږترلږه څلویښت پوځیان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۵ ل): د سومالیې په کښته شبیلي ولایت کي د الشباب اسلامي حرکت په یوه برید کې ددې هیواد لږترلږه ۴۰ پوځیان وژل سوي او ځیني نور ټپيان دي.

برید نن سهار وختي د کښته شبیلي ولایت د پوځ پر یوه لوی کمپ سوی دی، په برید کي لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د الشباب جنګیالیو د پوځي وسایطو په ګډون ډیري وسلې او مهمات له ځانه سره وړي دي.

تر برید یوه ورځ وړاندي کینایي پوځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي وه چې په دوو جلا عملیاتو کي یې د الشباب اسلامي حرکت ۲۰ تنه جنګیالي وژلي دي.

د الشباب اسلامي حرکت ویاند د عربي رسنیو سره په خبرو کي ویلي چې ددوی جنګیالیو د پوځ پر مرکز برید کړی او هغه یې نیولی دی، په جګړه کي یې لږترلږه څلویښت پوځیان وژلي او د پوځ د مرکز څخه یې د پوځي وسایطو په شمول ډیري وسلې له ځانه سره وړي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې القاعده پوري تړلو د الشباب سلګونه جنګیالیو د پوځ پر یوه کمپ برید وکړ، دوی وایې چې برید نیمه شپه پیل سو او برید کوونکو کمپ ته د وسلو تر وړلو وروسته اور ورته کړ او هغه یې وسوځوی.

تر دې وړاندي د الشباب په یو بل برید کي د بهرنیو پوځیانو په ګډون سل تنه ووژل سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x