
الف افغانستان ب بنګلادیش ت تاج ملوک… د کرکټ الف ب
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۳مه ۱۳۹۴ل): نړیوالې شل اوریزې لوبې په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کې ترسره شوې تر هغه وروسته دا شپږم ځل دی چې په هند کې نړیوال شل اوریز جام ترسره کیږی.
تر دې دمه، هند، پاکستان، انګلستان، ویسټ انډيز او سري لنکا یو یو جام ګټلی دی او د شپږم ګټلو لپاره لوبې روانې دی.
الف الله، ب بابا او ت توره خو به مو په لومړي صنف کې ضرور لوستلي وي او ښايي هغه درسونه مو تر نننه په غوږونو کې انګازې کوي. نن درته نن ټکی اسیا یو ځل بیا د لومړي صنف یادونه د کرکټ الف ب په ښودلو سره راتازه کوي، په دې هیله چې د خوښۍ وړ مو وګرځي.
الف
افغانستان
افغانستان د ۲۰۱۰ز کال راهیسې په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغانستان په ۲۰۱۶ نړیوال جام کې هم ګډون کړی. افغان لوبغاړي په نړیوال جام کې د لوبو د ګټلو لپاره پوره کوښښ کوي.
ب
بنګلادیش
بنګلادیش په اسیا جام کې ډير وځلید. بنګلادیش سري لنکا، پاکستان او عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. بنګلادیش د ۲۰۱۶ نړیوال جام کې هم لوبیږي. تمه ده، بنګلادیش به ډيرو لویو لوبډلو ته ماتې ورکړي. بنګالیان د کرکټ د «لېونیانو» په نوم مشهور دی.
پ
پاکستان
پاکستان بنګلادیش ته په نړیوال جام کې ماتې ورکړه. پاکستان له بنګلادیش په اسیا جام کې ماتې خوړلې وه. پاکستان بنګلادیش ته د اسیاجام حساب وربرابر کړ او نورې سیالۍ له هند، استرالیا او نیوزیلینډ سره کوي.
ت
تاج ملوک
تاج ملوک د افغانستان د کرکټ «پلار» ګڼل کیږي. اوسنی کرکټ لوبډله چې موږ ګورو، دا د تاج ملوک په هڅو دلته رسیدلې. تاج ملوک په دې وروستیو کې ځکه د نیوکو لاندې راغلی چې په لوبډله کې يې خپلوان شریکي پیل کړې.
ټ
ټام کوپر
ټام کوپر د هالینډ لوبغاړی دی. ټام کوپر ښه توپوهونکی دی. ټام کوپر هم د افغانستان په څېر خپلوان شریکۍ ځپلی او یواځې په وروستۍ بې ګټې لوبه کې شامل شو.
ج
جو روټ
جورټ انګریز دی. جو روټ پرون په لوبه کې جنوبي افریقا لوبغاړو ته د ورځې د اسمان ستوري وښودل. روټ ۸۳ منډې جوړې او جنوبي افریقا ته یې ۲۳۰ منډې هدف پوره کړ.
چ
چندیمل
چندیمل د سري لنکا تکړه توپوهونکی دی. هغه د سري لنکا کپتان هم پاتې شوی دی. چنديمل په خپل لیاقت لوبډلې کې ځای پیدا کړی او د چا په واسطه نه دی راغلی.
ح
حمیدحسن
حمید حسن د افغانستان وتلی توپ اچوونکی دی. حمیدحسن ځانګړی سټایل او لکونه مینهوال لري. حمیدحسن پښه چندان روغه نه ده او دی هم ډیر احتیاط نه کوي. ښه لوبغاړي په داسې حالت کې له پښې سره احتیاط کوي او د ایکشن پر مهال لغتې نه وي.
د
دولت ځدران
دولت ځدران تکړه بالر او ورسره توپوهونکی دی. دولت ځدران په ډيرو بدو ورځو کې افغانستان ته بریاوې ورکړي. دولت ځدران د افغانستان افتخار دی.
ډ
ډیرن سیمي
ډيرن سیمي په ۲۰۱۲ کې ویسټ انډيز ته نړیوال جام وګټلو. ډيرن سیمي دا ځل هم کپتان دی. ډیرن سیمي وايي دوی به د د ۲۰۱۶ نړیوال جام هم ګټي.
ذ
ذیشان مقصود د عمان اوپنر توپ وهونکی دی. هغه یو قوي ډګر ساتونکی هم دی. د نړیوال جام غوراوي سیالیو ته د عمان لوبډلې رسولو کې ذیشان مهم رول لوبولی دی.
ر
روهیت شرما
روهیت شرما هندی لوبغاړی دی. نوموړی په نړیوالو یو ورځينیو لوبو کې یواځېنی لوبغاړی دی چې ۲۵۰+ منډې يې کړي دي.
ز
زمبابوۍ
زمبابوۍ د افغانستان له کبله در په در ده. زمبابوۍ له افغانستان سره ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي او ټولې یې بایللي دي.
ژ
ژین پال ډومیني
ژین پال ډومیني د جنوبي افریقا چپ لاسی توپوهونکی دی. نوموړی یو ښه توپ اچوونکی هم دی.
س
سمیع الله شینواری
سمیع الله شینواری یو له هغو لوبغاړو دی چې افغانستان ته یې بایللي لوبې ګټلي دي. له سکاټ لینډ سره د ۲۰۱۵ نړیوال جام کې او په ۲۰۱۴ کې له بنګلادیش سره لوبې یې د یادونې وړ دي. هغه یو ښه تيز توپ وهونکی او ښه ورو توپ اچوونکی دی.
ش
شهزاد
شهزاد د افغانانو د زړونو شهزاده دی. شهزاد یواځينی افغان لوبغاړی دی چې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې سلیزې وهلې. شهزاد چې په میدان ولاړ وي، د ټولې لوبډلې زړه ډاډه وي.ص
صابر رحمن
صابر رحمن د بنګلادیش توپ وهونکی دی. صابر رحمن په غوروي سیالیو کې ډير ښه وځلېد. بنګالیانو ډيرې هیلي تر صابر رحمن پورې تړلي وي.
ک
کریم صادق
کریم صادق د افغانستان لپاره پخوا ډيرې په زړه پورې سیالۍ ګټلي. کریم صادق اوس زوړ شوی او د دې وړ نه دی چې په نورو لوبو کې ولوبیږي. کریم صادق نور خپل ځای د ځوانو لوبغاړو لپاره پریږدي.
نور بیا
ګورئ په کاف کې چې د ویسټ انډیز کریس ګیل درنه پاته نه شي، د پاکستان شاهد افریدی هم په یادولو ارزي چې د اردو لیکوال وسعت الله خان په خبره هغه کچه ټوبک دی چې د ښکار په وخت پوچ خیږي مګر د صفایي په وخت ضرور ډز کوي.