نظــر

ولسمشره! د پاچا درېیم شرط هم پوره شو

خوشال درانی

انسان له تېروتنې خالي نه دی او ټول خطاکېږي؛ خو انسانان سره توپیر لري. که زه په خپلو خبرو کې خطاشم، کوم باک نه لري، ځکه زه یو عادي شخص یم. زما خبرې نه د کومې ډلې دي او نه کوم لوړ پوړی چارواکی یم؛ خو که ولسمشر، د ولسي او مشرانو جرګې غړي، وزیر، والي او یا کوم بل لوړ پوړی چارواکي بیا ــ بیا لفظي تېروتنې کوي، نو حتماً د خندا وړ خبره ده، ځکه د هغه موقف ته په کتو سره باید ډېرې لفظي تېروتنې ونه کړي.

انسان نیمګړی دی او نشي کولی چې په ټولو علومو کې دې پوهه ولري؛ خو یو مسلمان که په ساینس نه پوهېږي، نو په اسلام خو باید دومره پوه وي، چې د اسلامي ارشاداتو سره سم وغږیږي.

د ګران هېواد په سلو کې ۹۹ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي او د هېواد د تاریخ زرینې پاڼې مو تل د اسلام ته په قربانۍ ډکې دي. دلته چې انګرېزانو، روسانو او اوس امریکایانو ماتې خوړلې، خلکو خاص د اسلام په نامه پاڅون کړی او خپله خاوره یې د یرغلګرو څخه پاکه کړې ده.

د نړۍ یو شمېر ولسمشران د کاغذ له مخې خبرې کوي. دوی په دې ډاریږي، چې هسې نه کومه لفظي تېروتنه ترې وشي او د کاغذ له مخې لیکل شوی متن څو ځلې له ځان سره وايي. زموږ د اوسني ګډ حکومت سلاکاران او مشاورین هم کم نه دي. ولسمشر غني اوسمهال تر اوولس ډېر سلاکاران لري.

ولسمشر غني څو ځلې پرلپسې لفظي تېروتنې وکړې. دغه تېروتنې د ټیکنالوجۍ، اقتصاد او کومه بله برخه کې نه وې، بلکې دغه تېروتنې د اسلامي موضوعاتو په اړه وې. ولسمشر تراوسه چې خطبه وايي، نو د نصلی پرځای نصلیه وايي.

له دې وړاندې ولسمشر غني د عاشورا په مراسمو کې امام حسن او حسین رضی الله عنهم د الله ج لمسي یاد کړ. نوموړي وویل «نواسه خدا حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه و یاران فداکارش در این روز درس ایثار، فداکاری، شجاعت و پایمبردی را به جان آموخت…»ددغه خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځینو فعالانو سخت غبرګون وښود، چې وروسته د ارګ پر فېسبوک پاڼه د ولسمشر د بښنې فرمان هم خپور شو او له ملت څخه یې بښنه وغوښته. «د افغانستان ټولو خلکو ته څرګندوم چې د عاشورا د نمانځنې په اړه وینا کې لفظي تېروتنه وشوه. سره له دې چې له شرعي لحاظه دغه ډول تېروتنې بښل کېږي، د الله تعالی له درګاه څخه بښنه او له حسیني ویرژنو معذرت غواړم» دا لومړی ځل نه و، چې ولسمشر لفظي تېروتنه کړې وه، بلکې له دې وړاندې یې په تاجکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و: «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی». ولسمشر تراوسه په دې نه پوهېده، چې بخاري شریف د احادیثو ستر او معتبر کتاب دی او دیني علماء یې له قران وروسته ستر او معتبر دیني کتاب ګڼي، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم زرګونه احادیث پکې راټول شوي دي.ولسمشر دوه اونۍ مخکې عبدالعلي مزاري هم د ملي وحدت شهید یاد کړ او یو ځل خو یې ویلي و« که دښمن ته ننواتي ورغلم د خپلې مور زوی به نه یم»

نن ولسمشر اشرف غني بیا لفظي تېروتنه کړې او بزګرانو ته یې په غونډه کې ویلي، د باران غوښتو لپاره مې د ورځې تهجُد کول. ولسمشر تراوسه د استسقاء، تهجُد، اشراق او نورو نوافلو د لمونځونو پر وخت خبر نه دی او نه یې تراوسه ورته کوم مشاور ویلي دي، چې ولسمشره! تهجُد د ورځې نه، بلکې د شپې په نیمايي کې کېږي.

ارګ کې لسګونه ادیبان، لیکوال او قلموال دندې لري او هره میاشت ددې ملت له مالیو څخه د ورکړل شویو پیسو څخه معاش اخلي. دوی باید د هرې غونډې مخکې په اړوند موضوع د ولسمشر د وینا متن څو ځلې ولولي. د جملو جوړښت، متن عام فهمه کول او ټولې خواوې یې سمې کړې، تر څو په خپلو خبرو کې بیا تېروتنه ونه کړي.

که د نورې اسلامي نړۍ مسلمانان زموږ د ولسمشر داسې نادرې خبرې اوري، نو څه فکر به کوي، چې د افغانستان ولسمشر د کوم مذهب څښتن دی؟

غني د افغانستان ولسمشر دی او تېروتنې یې یوازې ده ته نه، بلکې ټول ملت ته پېغور جوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x