ټکنالوژي

نوی ايفون ايس اي او ای پيډ پرو نندراې ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل): د ټينکالوجي وتلي شرکت ايپل نوی ايفون ايس اي او ای پيډ مارکيټ ته راوويستل

تېره ورځ د امريکا سان فرانسسکو ايالت کې ايپل شرکت د خپل نوي توليد ايفون ايس اي او ای پيډ نندارې ته وړاندې کولو ستره غونډه جوړه کړې وه.

ايپل شرکت وايي، چې ايفون ايس اي د ايفون ۶ په پرتله وړوکی دی، مګر انځور او کار کې د ايفون ۶ په څېر دی.

د نوي ای پيډ پرو سکرين۹.۷ انچه دی.د ايپل شرکت چارواکو له قوله نوی ايفون ايس اي به د راتلونکي مې تر پايه د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې د پلورلو لپاره موندل کيږي.

د ايپل په وينا تېر کال کې يې څلور انچه سکرين لرونکي دېرش ميليونه ايفون مبايلونه پلورلي وو، مګر روان کال کې د ايفون پلورلو کې کمی راغلی دی.

د ټيکنالوجي څارونکي وايي، چې روان کال د ايفون په پلورلو کې پنځلس سلنه کمی راغلی دی.

new i p

ويل کيږي، چې د زيرک مبايلونو پېرېدونکي لوی سکرين لرونکي ټيليفونونه ډېر خوښوي، مګر د نوي ايفون ايس اي سکرين وړوکی دی او دا به وروسته څرګنده شي، چې نړيوال مارکيټ کې پېرودونکي موندلی شي که نه.

د څارونکو په اند ايپل د خپلو نوو توليداتو په اړه د پېرېدونکو نړيوال فکر په نظر کې نه دی نيولی؛ ځکه چې د ايفون ۴ او ۵ کاروونکي د خپلو مبايلونو له حجم څخه خوښ دي او تمه يې دا وه، چې دې کې به نور زياتوالی هم راشي.

د دغې غونډې پر مهال د ايپل شرکت رييس ټم کک د ايپل شرکت د جوړ شوي ساعت بيعه له ۳۴۹ ډالرو را کم کړ او ۲۹۹ ډالر يې وټاکله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x