نظــر

دا ځل به حکمتیار د سولې له مذاکراتو څه ترلاسه کړي؟

شاهد (غزنیوال)

د افغانستان د چارو د سیاسي محللینو د شننو او ارزونو له مخې اټکل کیږي چې راتلونکی پسرلی به د نا امني او جګړو له لحاظه تر بل هروخت ډیر خونړی وي.

امریکایان د دې نا سم وضعیت د اصلي عاملینو په حیث په دې لټه کې دي چې هغه نور هم بحراني او جګړه په افغانستان کې د ډیروخت لپاره جاري وساتي.

هغوی د جګړې د دوام ترڅنګ دا کوښښ هم کوي چې د جګړې سوق او اداره په خپل واک کې ولري، له کابل سره د واشنګټن د امنیتي تړون لاسلیکول چې ورځنی مصرف یې ۲۴ میلیونه ډالرو ته رسیږي د امریکایانو د دغو جنګي تلاشونو یوه ژوندۍ بیلګه ده.

له کابل سره د امریکایانو امنیتي تړون لکه څومره چې یې اټکل کیده په هغه کچه د امنیتي بي ثباتي او جګړې زیاتیدلو لامل شو چې له امله یې د هیواد نسبي آرامه سیمې هم نا امنه شولې او دا هغه څه ول چې امریکایانو یې توقع لرله.

د افغانستان ورځنی شرائط او په دې هیواد کې موجود عیني حقائق د امریکایانو له پوځي بقاء سره هیڅکله نه دي مساعد ، سره له دې چې هغوی ډیر کوښښ کوي دا شرائط د ځان په ګټه برابر کړي خو په تیرو ۱۵ کلونو کې هغوی په دې و نه توانیدل؛ ځکه دلته هم خپله افغانان او هم د هغوی همجواره هیوادونه د امریکايي پراختیا غوښتنې سیاست مخالفه روحیه لري.

پاکستان د افغانستان نیږدي ګاونډی هیواد دی چې امریکایان يي هروخت د دوی په اصطلاح له ترهګرۍ سره د مقابلې د لومړي صف ملګری بولي مګرهغه هم ورسره په چل ول کې دی او په هغه ډول چې امریکایان یې غواړي تعامل کولو ته زړه نه ښه کوي.

د امریکایانو په مقابل کې ترټولو ستر خنډ

په افغانستان کې د امریکایانو په مقابل کې تر ټولو ستر خنډ د طالبانو په مشري روان مقاومت دی.

امریکایانو د دې خنډ د لیرې کولو لپاره خپل ټول توان وکارا وه خو ونه توانیدل چې دا ستر خنډ له مخې لیري کړي ، نه یواځې امریکایان بلکې د نړۍ په کچه تر ټولو ځواکمن پوځي تړون (ناټو) او د امریکایانو تر مشري لاندې د هغوی نړیوال جنګي ایتلاف هم په افغانستان کې د طالبانو په له منځه وړلو او یاهم د هغوي په کمزوري کولو کې پاتي راغلل. هغوي چې اوس تر ډیره حده له پوځي زورآزمايي څخه مایوسه شوي غواړي خپل هدف (د طالبانو له منځه وړلو) ته له بلې غیر مستقیمې لارې ځان ورسوي .

هغوي د دې کار لپاره دري محاولات (کوښښونه) په لاره اچولي :

الف: د نمایشي مذاکراتو په پلمه طالبان راګیرول.

ب: د هغوي په منځ کې تفرقه او تجزیه ایجادول.

ج: د هغوی د تضعیف لپاره د هغوی په مقابل کې نوې وسله والې ډلې ټپلې راپیداکول او دهغوي په مقابل کې کارول.

خو طالبانو لکه چې په پوځي ډګر کې امریکايي تلاشونه ناکام کړل اوس په خوراجدیت سره د هغوي سازشي هڅوته هم متوجه او په ډیر حکمت سره یې د شنډولو کوښښ کوي.

د طالبانو لخوا د څلور اړخیزه مذاکراتو تحریمول

طالبانو د روان کال مارچ د میاشتې په ۵ نیټه د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره د امریکایانو په دستور پیل شویو څلور اړخیزه مذاکراتو کې له ګډون څخه انکار وکړ، چې په دې کار سره یې نه یواځې د امریکایانو توطیه شنډه کړه ؛ بلکې د هغوی په مقابل کې د خپل پوځي ځواکمن توب تظاهرهم وکړ.

د طالبانو دا موقف هم د ولس لخوا د تائید او ستاینې وړ وګرځیده او هم یې په سیاسي ډګر کې د مقابل لوري پیل کړی فعالیت له رکود سره مخ کړ.

مذاکراتو ته د حکمتیار چمتووالی

له څلور اړخیزو مذاکراتو څخه د طالبانو تر انکار سمدستي وروسته ښاغلی حکمتیار له دولت سره د مذاکراتو په پروسې کې د ګډون کولو اعلان وکړ.

تر دې له مخه چې ښاغلی حکمتیار له کابل حکومت سره د خبرو لپاره تیاری وښیي امریکایانو د هغه د ګوند مربوط دوو تنو په سر نقدي جائزې اعلان کړې ، ښاغلی حکمتیار د امریکایانو د دې اقدام په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کې هم د خپلو ملګرو په سر د امریکایانو د جائزې ټاکل وغندل او هم یې د هغوي په لاس له جوړشوي حکومت سره د مذاکراتو تر سره کول اعلان کړل.

د افغاني چارو شنونکي په دې باور دي چې په دې حساس زماني مقطع کې د حکمتیار د مذاکراتو فوري اعلان خپل سیاسي مدلولات لري چې د وخت په تیریدو به راڅرګند شي.

که څه هم چې د ښاغلي حکمتیار د ا لومړی ځل نه دی چې له کابل سره سوله ییزو مذاکراتو ته لیوالتیا او تیاری ښیي، د ستراتېژيکو او سيمه‌ ييزو څېړنو مرکزد وروستي تحلیل له مخې ښاغلی حکمتیار له ۲۰۱۰ کال راهیسې ۱۷ کرته له کابل حکومت سره د مذاکراتو ترسره کولو هڅه کړې چې تر اوسه پوري یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د امریکایانو په مقابل مقاومت کې د حکمتیار اغیز

له شکه پرته چې د شوروي اشغال په وړاندې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د نورو پخوانیو جهادي تنظیمونو په پرتله موثریت درلود.

همدا لامل و چې له جهادي تنظیمونو سره د امریکایانو د نظامي او لوجیستیکي مرستو ډیره برخه د حکمتیار اسلامي حزب ته ځانګړې شوې وه.

خو اوس چې د افغانانو مقاومت خپله د امریکایانو په خلاف دی او د نړیوال سیاست ډیرو تعاملاتو ورسره تغیر خوړلی په روان مقاومت کې د ښاغلي حکمتیار رول او اثر هم د هغه وخت په نسبت ډیر راټیټ شوی دی.

کوم تنظیمونه چې د شورویانو په مقابل کې د امریکایانو له زیات نظامي او مالي حمایت نه برخمن ول هغه نن د رهبرانو په شمول په مکمله توګه د امریکايي اشغال مؤیدین او د هغوی په لاس د جوړشوي حکومت برخه دي ، د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب چې اوس په څلورو ټوټوویشل شوی دری هغه یې په مکمل ډول د امریکایانو مؤیدین او یواځې حکمتیار يې په مخالفت کې ولاړ دی .

همایون جریر چې د حزب اسلامي یو سابقه لرونکی غړی او د حکمتیار زوم دی د امریکایانو په لاس جوړشوي نظام سلاکار او با اعتماده شخص دی.

د حزب اسلامي نور منسوبین او مهم غړي اوس بالفعل د ریاست جمهوري مشاورین ، وزیران ، وکیلان ، سناتوران، د سترې محکمي غړي ، والیان ، د ولایتي شورا ګانو غړي او د امریکایانو په لاس جوړ شوي نظام کې فعال رول لري. خپله له ښاغلي حکمتیار سره د حزب اسلامي له مشهورو او مطرحو شخصیتونو څخه یواځي ښاغلی بهیر غیرت پاتې دی چې هغه هم ډیری وخت په کابل کې له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو مصروف وي.

وروستي دوه کسان چې دا ځل یې د ښاغلي حکمتیار په استازیتوب د سولې له شوراسره خبرې کولي د حزب اسلامي د نورو مشهورو سیاسي څیرو په نسبت له سیاسي شهرت څخه نه دي برخمن.

لهذا ویلای شو چې په روان مقاومت کې د حکمتیار رول یواځي په تبلیغاتي برخه کې ملموس دی، ځکه نوموړی په خپله د مربوطه حزب اړونده اعلامیې ، د خپلو اعلامیو دفاع او د هغوی توجیه کول په خپل قلم لیکي، حتی په دغو اعلامیو او دفاعیو باندې د نیوکو او اعتراضونو رد او ځواب هم دی په خپله کوي ، معنا دا چې د حزب هغه برخه چې د دولت په مخالفت کې ولاړه ده هغه یواځې خپله د ښاغلي حکمتیار په وجود کې متمثله ده.

د پخوانیو جهادي تنظیمونو کوم مشران او غړي چې د دولت ترڅنګ ولاړ دي په تیره د جمعیت اسلامي او پخواني اتحاد اسلامي ګوندونه هر یو په نظامي او سیاسي لحاظ تر حکمتیار په قوي موقف کې قرار لري. حتی جنرال دوستم چې یو مهال د استاد رباني د حکومت په خلاف له ښاغلي حکمتیار سره د هماهنګي شوری مهم رکن و اوس په پوځي او سیاسي لحاظ تر حکمتیار په قوي موقف کې دی.

نتیجه

د امریکایانو په لاس د جوړشوي ملي یووالي په نوم حکومت له جوړیدو راهیسې اوس یونیم کال تیریږي چې دا حکومت په هره برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی ، تر دې چې خپله امریکایان یې هم د سیاسي سقوط پیشګوي کوي. امریکایان کوښښ کوی حتی المقدورد دې سقوط ته نیږدي نظام د بقاء شپې ورځې اوږدي کړي ، د ملي یووالي په نوم حکومت کټ مټ هغه ناروغ ته ورته حالت لري چې ډاکتران يي په مصنوعي تنفس د ژوندي ساتلو هڅه کوي؛ ځکه امریکایان پوهیږي چې د دغه ډول بیواکه او په فساد ککړ حکومت ترسیوري لاندې خپل اهداف په ښه توګه ترلاسه کولای شي.

د طالبانو لخوا په څلوراړخیزه مذاکراتو کې د نه ګډون اعلامیه له سیاسي اړخه هم د امریکایانواوهم د کابل حکومت لپاره یوه ضربه وبلل شوه ، خو د دغې ضربې د اثر کمولو لپاره د حکمتیار د خبرواعلامیه د یوه موقت مسکن په حیث د حکومت لپاره ګټوه ر تمامیدای شي، خو دا چې حکمتیار به له دې مذاکراتو څخه څه نتیجه ترلاسه کړي سمدستي یې په اړه څه وړاندوینه نشي کیدلای.

داچې له یوې خوا د حکومت په داخل کې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ ناسازګاري مخ په زیاتیدو او دهغوی د کابینې ، ولسي جرګي او مشرانو جرګې د غړیو ترمنځ اختلافات او یو پر بل د ستون پنجم تورونه لګول کیږي ، نو په دغسي یوه متشنج وضعیت کې که حکمتیار د امریکایانو په توافق له ولسمشرغني سره یوه جوړ جاړې ته هم رسیږي ښايي داسې سیاسي امتیاز تر لاسه نه کړای شي چې د ده لپاره د قناعت وړ وي.

امریکایان غواړي چې د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندې مختلف الأضلاع جهتونه او اشخاص د دې لپاره سره راټول کړي چې هغوی یو د بل په خلاف وکاروي، همدا اوس د ملي یووالي په حکومت کې دا حرکت له ورایه ملموس دی.

امریکایانو او د کابل حکومت ته د ښاغلي حکمتیار اوسني پوځي او سیاسي ثقل ښه معلوم دی، هغوی که نوموړي ته د ملي یووالي په حکومت کې په کوم سیاسي امتیاز ورکولو قانع کیږي هم هغه به په ډیره ټیټه کچه وي، ځکه هغوی همدا اوس په خپله د حکومت د کلیدي پوستونو د ویش په سره سره په لانجه کې دی ، چې له امله يي تر یوه نیم کال تیریدو وروسته هم لا کابینه نیمګړې پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

شاهد غزنیوال صاحب اسلام علیکم ورحمت الله ۰کور دی ودان پدی لیکنه په ریښتیا همداستا لیکل د حالاتو اصلی بڼه ده خو دا چی ستا په لیکلو به هر څوک ښه متوجی شی اوښه اخیسته به ځینی وکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x