نړۍ

هند کې يو افغان محصل خپل افغان ملګری په چړې وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل): هند کې د دوو افغان محصلينو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته يو تن پر بل د چړې ګزار کړی او ۲۱ کلن افغان محصل يې په چړې وهلی او وژل شوی دی.

هندي رسنۍ د امنيتي چارواکو له قوله وايي، چې ۲۱ کلن ثناءالله د بل افغان محصل احسان الله له لوري هغه مهال ووژل شو، چې د پوهنتون په ليليه کې د دواړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي نښته وشوه.

د جګړې پر مهال احسان الله سره چاړه وه، چې پر ثناءالله يې پرې وواهه.

دا پېښه د هند چاندي ګړ دولتي پوهنتون کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي، چې د پوهنتون چارواکو او نورو محصلينو هڅه وکړه، چې جګړه ختمه کړي، مګر دواړه ډېر سخت سره اخته وو او څوک يې په خلاصېدو ونه توانېدل.

د جګړې پر مهال احسان الله ثناءالله خېټې ته څو چړې وواهه او احسان الله هم څو ځايه لږ لږ ټپي شوی و. دواړه روغتون ته ورسول شول، مګر ثناءالله روغتون کې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

احسان الله او ثناءالله د ليسانس دورې د وروستي کال محصلين وو.

د پېښې څېړونکي پوليس وايي، چې دوی هڅه کوي، د جګړې پر لامل ځانونه پوه کړي او دا هم بايد خلکو ته څرګنده کړي، چې احسان الله دا چاړه له کومه راپيدا کړه.

د ثناءالله مړی د عدلي طب څېړنې لپاره لېږل شوی او نن تر ناوخته به يې پايله څرګنده شي.

ثناء الله - له چپ اړخه لومړی
ثناء الله – له چپ اړخه لومړی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د حراموني به د كوم كمپاينر، اربکي قوماندان، وکیل یا زمکو د غاصبينو او مفسدينو یا جنايتکارانو زامن وي.

چا چی حلال خورلي او زيژولي وی له تربيي او تعلیم وروسته د تحصیل دوره کی د داسي جک و هلو جسارت نکوي.

هيله ده د دي حرامونو بشپره سوانح او پيژندنه وشی تر سو پورته مدعی ثبوت شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x